• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په خوست کې پر سرو خولیو بندیز ولګاوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو په خوست کې د سرو خولیو پر سر کولو بندیز لګولی دی. له سیمې په رالیږل شوو انځورنو کې ښکاري، چې طالبانو د خوست په مرکز کې له ځوانانو سرې خولۍ راټولي او په یو رنجر کې یې بار کړي دي.

په خوست کې ځینو ځوانانو نن یکشنبه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې طالبانو د خوست په ښار کې له دوکانونو او ځوانانو سرې خولۍ راټولې کړي دي.

دوی زیاتوي،‌ چې د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ پولیسو د سرو خولیو پلورونکو او هغه ځوانانو ته چې دغه خولۍ پر سر وې خبرداری ورکړی چې له دې وروسته دې د سرو خولیو پلور او پر سر کولو څخه ډډه وکړي.

په خوست کې ځیني فعال ځوانان وايي، چې دوی په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ضد سیاستونو ملاتړ کوي او دغه خولۍ د خپل ملاتړ د سمبول په توګه کارکوي،‌ نو ځکه طالبانو د دوی مخنوی کوي.

له خوست څخه راپورونه وايي، چې د دې ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس شبیر احمد عثماني چې د سراج الدین حقاني له نژدې کسانو څخه دی؛ یو شمېر ځوانان په دې کواښلي، چې څو ورځې وړاندې یې په دغه ولایت کې د ټن غر مشاعره جوړه کړې وه او د پاکستان پرضد د شعرونو د ویلو ترڅنګ د دغه مشاعرې کډونوالو ډیری سرې خولۍ پر سر کړې وې.

100%

خوستي ځوانان همدراز زیاتوي، چې دوی د دې لپاره هم کواښل کیږي چې د ټن غر مشاعره کې ځینو شاعرانو د پښتون ژغورنې غورڅنګ د وژل شوي مخکښ غړي ګېله‌من وزیر شعرونه زمزمه کړي وو.

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني پر خواله رسنۍ اېکس د دغې ډلې د یو پلوي په ځواب کې لیکلي: « نن مې هم راغوښتي، سبا هم ادامه لري او که سبا ریاست ته راځئ نو خوشحالوونکي جریانات به ووېنئ»

100%

د خوست ځیني فعال ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د شبیر احمد عثماني له خوا یې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په دفتر کې سخته بې عزتي شوې ده او د سرو خولیو پر سرکولو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له امله پر مرګ ګواښل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ یو مخکښ کړی حنیف پښتین په خوست کې له ځوانانو سره شوي چلند په اړه لیکلي « په افغانستان کې ځوانان هره ورځ په يو او بل نوم ځورول کيږي او هلته پر ولسونو د ژوند کولو ټولې لارې چارې سختې شوي، خلک له داسې کړنو نور په تنګ راغلي او دې ته اړ شوي، چې د نظام په وړاندې بغاوت شروع کړي»

سرې خولۍ له هغه وروسته ډېرې مشهورې شوي، چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خپل حرکت په پیل کې په سر کړې وه.

دغه خولۍ د منظور پښتین په یو سمبول بدله شوه او اوس نه یوازې په پښتونخوا کې بلکې د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې پښتانه هغه د خپل ملاتړ څرګندولو په موخه کاروي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار کې ۴۰ کسان د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار او قاچاق په تړاو نيولي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې اداره وایي، چې د وحشي ژوو او نایابه مرغانو د ښکار او قاچاق په تړاو يې په بېلابيلو سېمو کې ۴۰ کسان نيولي دي. دغه ادارې ويلي، چې ۳۶ کسان تر تعهد وروسته خوشي شوی او ۴ تنه عدلي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې ادارې ویاند محمد رحيم بشر دوست د یکشنبې په ورځ سيمه ييزو رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو امنيتي ادارو دغه کسان په ارغنداب، دامان، ډنډ، میوند او شاولي کوټ ولسواليو کې د مرغانو د ښکار، قاچاق او د ځنګي بوټو د پرېکولو پر مهال نيولي دي.

طالبانو ټولو خلګو ته خبردارۍ ورکړی، چې د ښکار کولو څخه ډډه وکړي که نه د قانوني چلند سره به مخ شي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخي، طالبانو په ټول هېواد کې د وحشي حيواناتو او نایابه مرغانو ۱۴۵ ډولونه ثبت کړي دي.

د طالبانو د رییس الوزرا د ۱۱۴ ګنې فرمان له مخي، په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار او قاچاق بنديز لګول شوی.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره که څه هم دغه ډله د مرغانو او حيواناتو د ښکار د مخنیوي په برخه کې د پر وخت اقداماتو خبر ورکوي؛ خو لا هم په ډېرو سېمو کې د مرغانو د ښکار کولو مخه نه ده نيول شوې.

څه موده مخکي ځني راپورونه خپاره شوي وو، چې شاوخوا ۷۰ تنه عربان د ګران بیه موټرو او پر مختللو وسایلو سره د کندهار، هلمند او فراه په ولایتونو کې د نادره مرغانو ښکار کوي.

هغه مهال د سیمې اوسیدونکو ويلي وو، چې یاد کسان د قطر اوسېدونکي دي او هغه وخت په ښار کې لیدل شوي وو، چې خوراکي او نور د اړتیا وړ توکو د اخیستو له پاره د دغو ولایتونو ښارونو ته تللي وو.

طالبان له ترکمنستان سره د ريلي سکټور د پراختیا په موخه تړونونه لاسلیک کړل

۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۱

طالبان وايي، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال بخت الرحمان شرافت د ترکمنستان د اوسپې پټلۍ ادارې سره د ريلي سکټور د پراختيا په موخه دوه اړخيزه تړونونه لاسلیک کړه. په دې تړونونو کې د تور غنډۍ بندر د پراختیا او له تور غونډۍ څخه تر صنوبر پوري ۲۲ کيلومتره کرښې جوړولو شامل دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۱ مه) په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ډېر ژر به د دواړو پروژو عملي چاري د ترکمنستان له خوا پيل شي.

طالبان د تورغونډۍ بندر د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د وصل نقطه بللې او هيله یې ښودلې، چې په رغولو سره به یې سوداګرو ته لازیاتي اسانتیاوي رامنځ ته او د سوداګريزو توکو د لېږد را لېږد پروسه به ګړندۍ شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر تللی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی ښاغلي هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.

طالبان وايي، دا مهال له دوی سره شاوخوا ۱۱ زره بندیان دي چې له ډلې یې زر تنه مېرمنې دي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۱

د زندانونو په چارو کې د طالبانو د تنظیم ادارې چارواکو نن یکشنبه د (وږي ۱۱مه) ملت ته د راپور ورکولو پر مهال وویل، چې له دوی سره ټول بندیان د محکمو تر پرېکړو وروسته بندیان شوي دي.

په دغه ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه طالبانو دا هم وویل، چې د دوی سره د بندیانو په ډله کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ پورې ماشومان هم شته؛ خو دا یې و نه ویل، چې دغه ماشومان په دارالتادیب کې دي او که د لویانو سره په عمومي زندانونو کې وخت تېروي.
دا رنګه دغو چارواکو وویل، چې د دې تر څنګ له ۱۰ څخه تر ۱۲ زرو پورې نور مجرمین هم په توقیف ځایونو کې بندیان دي، چې ښايي د هغوی برخلیک لا جوت شوی نه وي او نه یې د بند د مودې په اړه پرېکړه شوې وي.
په دغې ناسته کې طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د وهلو او ربړولو خبره په کلکه رد کړه او زیاته یې کړه، چې هیڅ داسې لاسوندونه نه شته چې دوی دې په زندانونو کې څوک وهلی ډبولي وي.

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې مشر احمد یوسف مستري وویل، چې دمګړۍ ۱۵۰ تنه بهرنیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.
د ښاغلي مستري په وینا، د بهرنیو بندیانو په ډله کې ډېر یې د ګاونډیو هېوادونو وګړي دي چې په جنايي جرمونو او درغلیو کې ښکېل وو.
نوموړي دا رنګه زیاته کړه، چې له اتو څخه تر نهو زرو پورې افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې هم بندیان دي.

د هغه په خبره، تېر کال یې د ایران په زندانونو کې له شپږ زره بندیانو له ډلې ۱۵۸ تنه افغانستان ته رالېږدولي دي او شاوخوا زر کسه د ایراني چارواکو له‌خوا خوشې شوي دي.
خو په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو له زندانونو ټولو خوشې شویو بندیانو هلته د ربړونو او ځورولو خبرې کړې او ان تر دې چې په زندانونو کې پر بندیانو ښځو د جنسي تېریو راپورونه هم خپاره شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته هم ډېرو داسې مېرمنو ویلي، چې دوی د طالبانو په زندانونو کې وهل شوې ډبول شوې او پر یو شمېر نورو یې جنسي تېري هم شوي دي چې په لېدو یې د هر انسان غوني زیږ او له روحي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د کابل تر څنګ د افغانستان د نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم د بندیانو د ځورولو او له ربړونې وروسته د بندیانو د وژل کېدلو راپورونه هم په رسنیو ګې خپاره شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم په خپلو راپورونو کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د وهلو او ربړولو څخه پرده پورته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي. د دغه وزارت یو ویاند فاکس نیوز ته ویلي، په افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه تېره شوې او امریکا نه غواړي چې یو ځلې بیا په دغه هېواد کې جګړه توده شي.

هغه ټینګار کړی، چې په خپله افغانان هم نور د جګړې دوام نه غواړي.
خو په همدې حال کې د امریکا د استازو په جرګه کې د بهرنیو اړیکو د جرګه‌ګۍ مشر ویلي، چې د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د جبهې ملاتړ کوي.
مایکل مکال ویلي، چې ډېر ژر به د دغې جبهې له مشر احمد مسعود سره وویني.
د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري چې امریکا ته تللی، له هغه هېواده یې غوښتي چې د طالبانو پر ضد مبارزه کې دې امریکا د دوی څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي فاکس نیوز ته ویلي:« موږ په دې باور یو، چې که زموږ څخه په کمه کچه هم ملاتړ وشي؛ نو کولای شو، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ جرړلې وباسو.»
نظري دا رنګه ویلي، چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونه د افغانستان د پخواني امنیتي ځواکونو برخه ده چې په تېرو ۲۰ کالو کې د نړۍوالو او امریکايي ځواکونو له‌خوا د ترهګرۍ پر وړاندې روزل شوې ده.

هغه زیاته کړه:« موږ داسې ځواکمن کسان لرو، چې کولای شي د ترهګرو په وړاندې وجنګېږي او دا کار موږ په تېرو درېیو کالو کې پرته له هر ډول ملاتړ څخه ترسره کړی دی.»
فاکس نیوز د شنبې په ورځ لیکلي، چې د بېلابېلو نړۍوالو کړکېچونو او په امریکا کې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو په رانږدې کېدو سره، داسې نه ښکاري چې د امریکا دولت دې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو درې کاله وروسته هم د هغه هېواد د وضعیت په اړه بحث کولو ته لېواله وي.
د فاکس نیوز شبکې دا رنګه ویلي، چې لا هم د امریکا او لویدیځوالو له‌خوا د طالبانو په وړاندې د مقاومت خبره له پامه غورځول شوې ده.
تېر کال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د طالبانو د واکمنۍ په رانسکورولو کې له تاوتریخوالي او جګړې څخه ملاتړ نه کوي او دا د افغانستان په ګټه هم نه بولي.
بریټانیا ویلي و، چې د طالبانو له ادارې سره پرته له عملي تعامل څخه بله لار نه ده پاتې.
د منځني ختیځ په موسسه کې جګپوړې څېړونکې فاطمې امان فاکس نیوز دیجیټل ته ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهه د طالبانو د حکومت سرسخته مخالفه ډله ده؛ خو نوموړې دمګړۍ د طالبانو پر ځای د بلې ډلې ځای ناستی نه ویني.

هغې ویلي: «په افغانستان کې له یو سراسري پاڅون او د نړۍوالې ټولنې له پراخ ملاتړ پرته، بله هېڅ داسې ډله نه شته چې په ځانته سر وتوانېږي د طالبانو د حکومت ځای ونیسي.»
د ازادۍ جبهه او د ملي مقاومت جبهه دوه سیاسي او پوځي ډلې دي، چې له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته یې سر راپورته کړی او له دغې ډلې سره وسله‌واله جګړه کوي.

دغو دواړو جبهو په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد یو لړ عملیات هم کړي دي.
د فاکس نیوز خبري شبکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په اشارې لیکلي، چې طالبانو د خپلو ژمنو په خلاف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له هغې ډلې د القاعده شبکې لپاره د راټولېدو زمېنې برابرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د القاعده شبکې لپاره اډې او مرکزونه جوړ کړي دي.

د غور اوسېدونکي وايي، چې طالبانو ۶۰۰ کورنۍ له دولت یار څخه په جبري توګه وتلو ته اړې کړې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د غور ولایت څخه باوري سرچینې وايي، چې د دولت یار ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ۶۰۰ کورنۍ په زور کډه کولو ته اړې کړي دي. طالبانو د کاشرو کلي د خلکو له کورونو د وتلو پرېکړه «سوله ییزه» بللې ده.

د هغو اسنادو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، له کلونو راهیسې د دولت یار په ولسوالۍ کې د «سردارخېلو» او «تایمني» قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه روانه ده.

ويل کېږي، چې د دغو دوو قومونو ترمنځ پر شاوخوا اته سوه زره جريبه ځمکې شخړه ده.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، په دې وروستيو کې په غور کې د طالبانو والي احمدشاه دين دوست د دې ډلې د قومونو او قبايلو د وزير نورالله نوري په ملتيا د دغو دوو قومونو ترمنځ د جګړې د مخنيوي اړوند پرېکړه کړې، چې د کشرو درې د کلي ټول اوسیدونکي دې خپل کورونه پریږدي او دغه کورونه او جایدادونه دې د سردارخیلو قوم ته وسپاري.

ځايي سرچينې وايي، چې د خلکو د شورا د معلوماتو له مخې، په کشرو کلي کې شاوخوا ٦٠٠ کورنۍ ژوند کوي.

دوی وايي: «په غور کې د طالبانو والي دغو کورنیو ته امر کړی، چې ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدي او دا چې حق نه لري، چې کرنیز محصولات، وسایل او څاروي له ځانه سره یو سي.»

تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي، چې د طالبانو له خوا «جبري ایستلو» ته اړ شوي، افغانستان انټرنشنل ته ځینې اسناد استولي او ادعا کوي، چې په دغه کلي کې له څو نسلونو او نږدې ۵۰۰ کلونو راهیسې ژوند کوي.

دوی وايي، چې د افغانستان د تاریخ کې د لومړيو وختونو د ملکیت سندونه لري؛ خو طالبان دا اسناد نه مني.

100%
100%