• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د داعش برید یو بزدلانه عمل وباله

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د کابل په دارالامان کې د داعش - خراسان ډلې له خوا د دوشنبې ورځې ځانمرګی برید وغانده. کرن ډکر دا برید یو «بزدلانه» عمل بللی دی.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې ویلي، چې په دغه برید کې ۱۶ تنه څارنوالان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د دوشنبې د ورځې په برید کې د داعش - خراسان ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل د دارالامان په بختیار کلا سیمه کې د طالبانو د حکمونو د څارنې او تعقیب ریاست کارکوونکي په نښه کړل.
طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي؛ خو د افغانستان د څارانوالانو ټولنې تایید کړې، چې په دې برید کې ۱۶ څارانوالان وژل شوي دي.

دا برید په پراخه کچه وغندل شو.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې او پنټاګون ویلي، چې د داعش - خراسان څانګه لا هم یو ګواښ دی.
دا برید په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش له خوا تر ټولو خونړی برید و.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۳

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۴

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۵

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د علي وزير مدافع وکيل وايي، چې محکمې د هغه ضمانت منلی او ژر به بېرته خوشې شي

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۱
د علي وزير مدافع وکيل وايي، چې محکمې د هغه ضمانت منلی او ژر به بېرته خوشې شي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزير مدافع وکيل رسنیو ته ويلي، چې په اسلام اباد کې محکمې د علي وزیر وروستی ضمانت منلی او د ژر خوشي کولو امر يې کړی دی. عطاالله کنډي زياتوي، چې پر هغه لګيدلي تورونه بې بنسټه وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير مدافع وکيل عطاالله کنډي د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې علي وزير ته داسي دسیسه جوړه شوې وه، چې هېڅ بنياد يې نه درلود.

د هغه په خبره، چې علي وزير به ډېر ژر له دوی سره يو ځای شي.

مدافع وکيل کنډي په خپلو خبرو کې ويلي، چې پر علي وزیر د ترافيکي پېښې، نشه يي توکو د کاروبار او د وسلو درلودلو تورونه وو.

د نوموړي په خبره، چې محکمې ته يې د اسنادو په وړاندي کولو سره پر علي وزير تړل شوي تورونه بې بنسټه ثابت شول.

د پښتون ژغورني غورځنګ يو شمېر غړو هم پر ټولنيزو رسنيو د هغه د خوشي کېدو د پرېکړې په اړه خوښي ښودلې او يو شمېر پلويانو يې لیکلي: «علي وزيره! بیا ښه راغلاست».

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ غړی د اګسټ میاشتي په دويمه په اسلام اباد کې د پوليسو له لوري تر نیول کېدو وروسته ۱۵ ورځې د دوی سره په توقیف خونه کې و.

علي وزیر له دې وړاندې تېر کال فېبرورۍ میاشت کې د پاکستاني پولیسو له دوه کلن زندان وروسته خوشې شوی و.

سیمه ییزو سرچینو په تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۱
سیمه ییزو سرچینو په تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی
100%

ځايي سرچينې وايي؛ د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د چهارشنبې په ورځ د يوې چاودنې له امله د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي. تر اوسه د چاودنې نوعیت او لامل نه دی معلوم شوی؛ خو ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د طالبانو د استخباراتو پر موټر شوې ده.

د دې پېښې هغه انځورونه، چې افغانستان انټرنشنل رسېدلي پکې معلوميږي، چې چاودېدونکي توکي په يوه باسيکل کې ځای پر ځای شوي او د تالقان ښار په سوېلي برخه د کابل په بندر کې چاودنه کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ چاودنه د چهارشنبې په ورځ په ځايي وخت مازيګر څلور بجې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په چاودنه کې د يوه ماشوم باسيکل، چې د سړک په یوه کونج کې ولاړ و هم ویجاړ شوی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبانو د پېښې ځای کلابند کړی او دغه ځای ته غځېدلې ټولې لارې یې تړلې دي.

طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

امربالمعروف د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له مامورینو د دیني مسایلو ازموینه واخیسته

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱
امربالمعروف د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له مامورینو د دیني مسایلو ازموینه واخیسته
100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي غږیز کلیپونه ښيي، چې نن چهارشنبه د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له کارکوونکو څخه د دیني زده کړو ازموینه اخیستل شوې ده. په دغو پیغامونو کې د ښاروالۍ او پوهنې ریاست چارواکي له خپلو کارکوونکو غواړي چې ازموینه کې خامخا ګډون وکړي.

لومړی غږیز پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې د جلال اباد د ښاروالۍ د یوه طالب چارواکي دی؛ نوموړي په واټس اپ ګروپ کې یې له ټولو کارکوونکو غوښتي، چې د چهارشنبې په ورځ په ازموینه کې ګډون وکړي.

نوموړی په دغه پیغام کې وايي: " دا چې تاسو خبر یاست د جلال اباد د ښاروالۍ د دعوت او ارشاد امریت د وزارت د مکتوب په اساس د امتحان ترتیب برابر کړی، چهارشنبه د امتحان ورځ ده او ټول امرین دې له خپلو کارکوونکو سره یوځای پکې برخه واخلی".

همدا راز په یو بل غږیز پیغام کې د طالبانو د پوهنې ریاست یو طالب چارواکي د جلال اباد ښار د پوهنې امریتونو کارکوونکو او د ښوونځیو ښوونکو ته خبر ورکړی، چې د چهار شنبې په ورځ د دیني مسایلو او عقیدتي ازموینې ته اماده شي.

دغه طالب چارواکي د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار د پوهنې ریاست په واټس اپ ګروپ کې زیاته کړې ده، چې هېڅوک باید غیر حاضر نه وي.

په دغه غږیز پیغام کې زیاته شوې ده، چې د امربالمعروف غړي به لس پوښتنې جوړوي او هره پوښتنه به لس نومرې لري.

د ننګرهار د ښاروالۍ یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په نننۍ ازموینه کې یې برخه اخیستې ده او دوی ته مخکې له مخکې یو درسي چیپټر هم تدریس شوی دی.

د امربالمعروف وزارت له خوا ترتیب شوی تدریسي چیپټر
100%
د امربالمعروف وزارت له خوا ترتیب شوی تدریسي چیپټر

نوموړی وايي، چې په دغه ازموینه کې یوازې له هغو مامورینو ازموینه اخیستل شوې، کومو چې په جمهوري نظام کې دنده لرله.

د هغه په خبره؛ طالبانو ورته خبرداری ورکړی، چې که په دې ازموینه کې کوم مامور ناکام شي نو له دندې به منفک شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له دولتي مامورینو څخه د دیني مسایلو ازموینه اخلي؛ بلکې له دې وړاندې په ننګرهار پوهنتون کې د دغه پوهنتون له ټولو استادانو څخه د دیني مسایلو ازموینه اخیستل شوې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له ډاکترانو هم ورته ازموینه اخیستل شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغانستان په ټولو اداراتو کې ځانګړي ریاستونه او امریتونه ایجاد کړي دي، چې له مخې یې د ټولو دولتي کارکوونکو دیني او دنیاوي مسایل تعقیبیږي.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه چې د کابل وروستي برید کې ۱۶ څارنوالان وژل شوي

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۱
د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه چې د کابل وروستي برید کې ۱۶ څارنوالان وژل شوي
100%

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه، چې د کابل په دارالامان کې د پخوانۍ څارنوالۍ په دروازه کې په وروستي برید کې لږ تر لږه ۱۶ څارنوالان وژل شوي. دغې ټولنې ویلي، چې د دغه برید څرنګوالی د تېر حکومت د څارنوالانو پر وړاندې په تېرو شلو کلونو کې له ورته بریدونو سره توپیر نه لري.

دغه ټولنه وايي، چې په دې بريد کې يو شمېر څارنوالان ټپيان شوي هم دي.

داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او د بريد ویډیو یې خپره کړې.

دغې ډلې ویلي، چې دا برید د یوه ځانمرګي له خوا شوی او هدف یې طالبان وو.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په اعلاميه کې راغلي، چې څارنوالان لا هم د «ترهګرو ډلو لکه د طالبانو د ترهګرې ډلې» لخوا د سیستماتیک او انتقامي بریدونو هدف دي.

دغې ټولنې د دغه ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه برید یې غندلی دی.

طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د داعش تر ټولو خونړی برید دی.

د څارنوالانو ټولنې ویلي، چې دې برید د امنیت د تامینولو لپاره د طالبانو «درواغجنې ادعاوې» ثابتې کړې.

د دې ټولنې په وینا، د طالبانو عمومي بخښنه او د امنیت تامین حقیقت نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان «د دا ډول هدفي بریدونو د کلونو سابقه لري.»

د څارنوالانو ټولنې د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د څارنوالانو پر وړاندې د هدفي بریدونو د مخنیوي او د څارنوالانو ملاتړ وکړي.

جنيد بنسټ رحمت شاه سايل ته د کال د غوره شاعر جايزه ور کړه

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۱
جنيد بنسټ رحمت شاه سايل ته د کال د غوره شاعر جايزه ور کړه
100%

جنيد بنسټ د پښتو د غوره شعرونو د ۳ کال جايزې اعلان کړې، چې پکې یې نوښتګر شاعر رحمت شاه سایل د کال غوره شاعر بللی او د زر ډالرو جايزه يې ورته ځانګړې کړې. شاعران دغه بنسټ ته شعرونه ليږي او وروسته یې د ادبياتو یو څارپلاوی په انلاين ډول ارزوي، خو غوره شاعر له سیالۍ پرته ټاکل کېږي.

د جنيد شريف بنسټ له لوري د شعرونو په سياليو کې سږ کال کامله عزيزی او قيس هاشمي لومړي مقامونه ګټلي او هر يوه ته د ۵۰۰ ډالرو په ارزښت جايزې ورکول شوې.

په دې سياليو کې تقوا برهان شکوري او اسدالله نيازي دوهم مقامونه ګټلي او د ښه شعر لیکلو له کبله هره یوه ته د ۳۰۰ ډالرو جايزې ورکول شوې.

زمزمې غزل بيا د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د ازاد شعر په برخه کې جايزه ترلاسه کړې او د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت فوق العازه جايزه بیا کامران احمدزي ته ورکول شوې ده.

د جنید شریف بنسټ په نوښت له تيرو دريو کلنو راهیسي دا جايزه ورکول کيږي.

تېر کال ملالي کليوالي او نسيم ايسار په دې سياليو کې لومړي مقامونه ګټلي وه.

د دغه بنسټ له لوري تېر کال د پښتو بل مخکښ شاعر شاعر پيرمحمد کاروان ته فوق العاده جايزه ورکړې وه.

د دې بنسټ له