• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه:داعش په افغانستان کې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش څانګې له پولو بهر د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی. سازمان د څو هېوادونو په حواله ویلي چې داعش په افغانستان کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې پر نورو هېوادو بریدونه وکړي.

دغه خبرداری د امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوي راپور کې د نړۍوال امنیت لپاره د داعش د ګواښ په اړه ورکړل شوی دی.

د ګوترېش دغه راپور افغانستان د داعش لپاره خطرناکه اډه بولي چې پر اروپا او د سیمې پر هېوادونو بریدونه کوي.

په راپور کې راغلي: «د جنورۍ په درېیمه د ایران په کرمان کې او د مارچ په ۲۲مه په مسکو کې له ترهګریزو بریدونو وروسته، په افغانستان کې د مېشتو بېلابېلو ډلو له خوا ترهګریز ګواښ د غړو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.»

راپور زیاتوي: «د غړو هیوادونو راپور په ډاګه کوي چې داعش په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په بهر کې بریدونه وکړي او د لوژیستیکي، مالي او عملیاتي ملاتړ لپاره د افغان او منځنۍ اسیا له کډوالو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.»

په راپور کې ویل شوي، په اروپا کې د داعش خراسان څانګې د څو مرکزونو له ویجاړولو سره سره، لا هم د هغو جنګیاليو لوژستیکي او مالي ملاتړ موجود دی چې له افغانستان او منځنۍ اسیا څخه اروپا ته راځي.

د غړو هیوادونو استخبارات چې د سرمنشي په راپور کې نومونه نه دي اخیستل شوي، ښیي چې «داعش خراسان د افغانستان او ترکیې تر منځ د خپلو شبکو په مرسته د دې توان لري چې خپل جنګیالي له منځنۍ اسیا او افغانستان څخه اروپا ته واستوي چې هلته عملیات ترسره کړي.»

په راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان ډله په اروپا کې د افغان کډوالو د ګومارلو په لټه کې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې تخنیکي کمیټې هم د داعش، القاعده او پاکستاني طالبانو په اړه په خپل ۳۴م راپور کې ورته خبرداری ورکړی دی.

له پولو هاخوا د داعش خراسان ګواښونه

د امنیت شورا د تخنیکي څارنې او شننې د کمیټې په راپور کې راغلي دي: «د اروپایی هیوادونو ارزونه اوس دا ده چې د داعش خراسان څانګه اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ دی.»

د کمیټې راپور په بلجیم، فرانسه، جرمني، هالنډ، اسپانیه، سویډن او ترکیې کې د داعش پر ضد ګڼو عملیاتو ته اشاره کړې، چې «د دغې ډلې نوې لېوالتیا، څو برابره هڅې او د اروپا په خاوره کې د لویو بریدونو احتمالي وړتیا ښيي.»

د تحلیل او څارنې تخنیکي کمیټه وړاندوینه کوي چې اروپا به په راتلونکي کال کې د داعش له پیچلو دسیسو سره مخ شي. له همدې امله اروپايي او غير اروپايي هېوادونه له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

په ورته وخت کې راپور وايي، داعش په افریقا کې هم د خپل شتون پراخولو ته پام کړی دی. دغې ډلې په افریقا کې د ملکي وګړو پر وړاندې د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره خپل فعالیت ښودلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې ملګري ملتونه او غړي یې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه خبرداری ورکوي. خو طالبانو داسې خبرداري د داعش د ګواښونو په اړه تبلیغات بللي دي.

خو د امنیت شورا د څارنې او تحلیل کمیټې په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د ځینو غړو هیوادونو د اټکل پر بنسټ د داعش د جنګیالیو شمیر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې دی.

راپور وايي، ثناالله غفاري اوس هم په افغانستان کې د دې څانګې مشر دی، په داسې حال کې چې ابو احمد المدني (یو عراقي وګړی) په کونړ، نورستان او ایران کې د داعش خراسان د بهرنیو عملیاتو مشري کوي.

طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د داعش ګواښ سخت کمزوری شوی دی. په همدې حال کې، داعش روانه اوونۍ په کابل کې د طالبانو د فرمانونو د څارنې ادارې په کارکونکو برید وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي نصیر فایق وویل، دغه برید وښوده چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په اړه د طالبانو ادعاوې د پوښتنې وړ دي او په ترهګریز بریدونو کې لا هم ملکي وګړي وژل کېږي.

د امنیت شورا کمېټې ویلي، «داعش خراسان د افغانستان د مهارولو په لټه کې دی.» ځکه چې افغانستان «هغه جغرافیه ده چې له هغې څخه ګاونډیو هیوادونو ته په اسانه ننوځي او منځنۍ اسیا، روسیې او ایران ته د ترهګریزو ګواښونو سیمه پراخه کوي.»

د کمیټې په وینا، داعش په افغانستان کې دننه خپل عملیات «نرم» کړي، خو په بهر کې یې خپل عملیات پیاوړي کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې له منځنۍ اسیا څخه افغانستان، ترکیې او ایران ته د داعش جنګیالیو د ننوتلو اصلي لارې دي. اوس مهال داعش خپل یو شمېر ځواکونه کونړ، ننګرهار او نور یې بدخشان، هرات او نیمروز ته استولي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تخنیکي کمیټې ویلي چې داعش به خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له طالبانو اقتصادي او سیاسي ګټو او د هغوی ضعیف کولو ته دوام ورکړي او په اوږدمهال کې به هڅه وکړي چې «افغانستان ګډوډۍ ته ور ټېل وهي او د دغې جغرافیې ټول کنټرول په واک کې واخلي. چې په دې سره د سیمې په هېوادونو ته په اسانه لاره پیدا کړي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په یوه ښارګوټي کې یو شمېر بې اسناده افغانان نیولي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۴ GMT+۱

تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو د اسلام اباد پر یو ښارګوټي له چپاو وروسته یو شمېر بې اسناده افغانان ونیول او له ځانه سره یې یوړل.

د پولیسو دغه ډله چې ښځینه پولیسو یې هم ملتیا کوله تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې هغه افغانان ونیول، چې یا یې ویزې نه لرلې او یا یې د وېزو موده پای ته رسېدلې وه.
نیول شوي کسان چې لا یې شمېر مالوم نه دی، ټول هغه کډوال دي چې په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ دوسیې لري او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په اسلام اباد کې اوسېږي.
نادره هغه افغانه مېرمن ده، چې تېره شپه یې خاوند د وېزې د وخت ختمېدو له امله پولیسو له ځان سره بېولی او تر اوسه یې برخلیک نه دی جوت شوی.

مېرمن نادرې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: بېګا شپه ناوخته ماشوم زوی مې ناروغه و، پلار یې د درملو پېرلو لپاره مارکېټ ته ولاړ، څو شېبې وروسته زموږ ګاونډي را ته یې وویل چې خاوند دې پولیسو بېولی، زه حیرانه شوم چې په دې توره شپه کې چېرته ولاړه شم، چا ته وژاړم او څنګه یې د پولیسو له منګولو وژغورم، په کور کې مې ماشوم ناروغ پروت دی او بل د سر سړی مې هم نه شته ،چې تاڼه په تاڼه وګرځي او هغه بیامومي.
حیات الله هغه بل افغان دی چې وايي، د نوموړي مشر ورور هم بېګا شپه پولیسو له ځانه سره بېولی.

هغه وايي: د ورور د ویزې وخت یې درې ورځې وړاندې بشپړ شوی؛ خو هغوی د نوې ویزې لپاره غوښتنلیک هم سپارلی او تر اوسه یې د نوې ویزې برخلیک نه دی څرګند.

د نوموړي په خبره، امریکا ته د دوی د تللو ټول پړاوونه هم بشپړ شوي، دوه مرکې یې د امریکا په سفارت کې بشپړې شوې او روغتیايي معاینات یې هم شوي؛ خو د تګ لپاره په تمه دي.
نوموړی وايي، چې پولیسو ته مو هر څه زارۍ وکړې زما ورور یې خوشې نه کړ اوس حیران یم چې کومه لاره خپله کړم چې هغه د پولیسو له منګولو وژغورم.
د پاکستان په ډېرو لویو ښارونو په تېره بیا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر بیا له سره پیل شوی او هره ورځ پولیس افغان کډوال تنګوي له ځینو یې پیسې اخلي او ځیني نور تاڼو ته لېږي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو په ستنېدو کې د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.
پاکستان تل وايي، چې په دغه هېواد کې مېشت بې اسناده کډوال دې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
پاکستان تېر کال هم د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو پیل کړ، چې تر اوسه پورې یې نږدې اووه لکه افغان کډوال له دغه هیواده اېستلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و، چې شاوخوا ۴۴ زره افغانان په پاکستان کې بې برخلیکه پاتې دي، چې د دوی د کډوالۍ دوسیې د امریکا، اسټرالیا، برېتانیا، کاناډا، فرانسې او جرمني په څېر هېوادونو منلې دي.
خو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دغو هېوادونو غوښتنه کوي، چې د دوی د کډوالۍ د منلو بهیر دې ګړندی کړي.

دوی وايي، د دوی په منځ کې داسې کډوال هم شته چې د ټول بهیر له بشپړېدو وروسته هم پاکستانی پولیسو نیولي او له تورخمه یې اړولي دي.

طالبانو رسنیو ته امر کړی، چې «ايراني کلیمې» دې نه کاروي

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۱ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو امربالمعروف وزارت چارواکو د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې هغوی ته امر کړې، چې د ایراني کلیمو له کارولو ډډه وکړي. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه چارواکو له رسنیو غوښتي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده ته درناوی وکړي.

طالب چارواکو ټینګار کړی، چې رسنۍ دې د اسلامي برخې نشراتو ته پاملرنه وکړي.

طالبانو له دې مخکې رسنيو ته د ښځينه ویاندویانو د کار کولو د ډول، د هغوی د نشراتو او د دې ډلې د لاسته راوړنو د پوښښ او نورو مسايلو اړوند لارښوونې کړې وې؛ خو په رسنيو کې په دې کچه د ژبې بحث نوې خبره ده.

د طالبانو ځينو غړو او يا هم د دې ډلې پلويانو په ټلويزيوني مناظرو کې د «دانشګاه» په څېر د فارسي کلمو پر کارولو اعتراض کړى او ويلي يې دي، چې د هغه پوهنتون پښتو معادل بايد وکارول شي.

طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د ځينو شاعرانو، لیکوالانو، مشهورو څېرو انځورونه، اثار او ځيني ملي نښانونه له منځه وړي دي.

د طالبانو دا کړنې د خلکو او ټولنيزو رسنیو د کارونکو له سخت غبرګون سره مخ شوي او په دې برخه کې يې پر طالبانو سختي نيوکي کړي.

هلمند کې یو کس د خپل ورور مېرمن د میراث حق د غوښتلو پر سر وژلې ده

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

له هلمند څخه سرچینې وایي، چې په کجکي ولسوالۍ کې د نيک محمد په نوم يو کس خپله ورېندار د میراث حق د غوښتلو پر سر په ډزو ویشتې او وژلې یې ده. د وژل شوې مېرمنې خاوند یو کال وړاندي مړ شوی و او یادې مېرمنې له ۳ ماشومانو سره ژوند کاوه.

له هلمند څخه سرچينې د چهارشنبې په ورځ ( د وږي ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې دغې مېرمنې نن د خاوند له ورونو څخه د هغې حق غوښتی، چې هغوی وژلې ده.

د هلمند کجکي ولسوالۍ د طالبانو امنيه قومانداني هم پېښه تايیدوي او وايي، چې د پېښې د پلټنې ترڅنګ د دغه کس د نیولو هڅه کوي.

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د ښځو د تاوتريخوالي دا ډول پېښې خورا ډېرې دي.

تېره اونۍ د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې يو کس په چاړه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې يې وه.

ښځينه فعالانې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د بشري حقونو د بنسټونو نشتوالۍ، په کم عمر د نجونو ودول، نرواکه ټولنه او انساني حقونو ته د مېرمنو نه لاس رسۍ د دا او ورته نورو پېښو لاملونه يادوي.

د ښځو د حقونو فعالانې پر واکمنو طالبانو نيوکه کوي، چې پر مېرمنو د بنديزونو او محدويتونو سره - سره د دوی دا ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

مولوي عبدالکبیر: یوناما دې د افغانستان حقایق او پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) د یوناما له مشرې وغوښتل، چې یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.

د طالبانو د ارګ اېکس پاڼې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر نن (د چهارشنبې ورځ د وږي ۱۴مه) په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د یوناما مشرې په کابل کې په وروستۍ چاودنې خواشیني هم ښودلې.

مېرمن اوتنبایوا په افغانستان کې د نشه یي توکو اړوند وویل: «یوناما هڅه کوي په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي.»

هغې زیاته کړه، چې په دې ناستې کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

اغلې اوتنبایوا د افغانستان سوېلي ولایتونو ته د خپل سفر د څرنګوالي او لیدنو په اړه د مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د افغانستان په تړوا به د یوناما درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امینت شورا له غړو سره شریک کړي.

ښاغلي عبدالکبیر هم وویل، چې د مخدره توکو سره د اغېزناکې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ شوی چې له اړوندو ادارو سره تر ناستو وروسته به د یوناما په ګډون له نورو نړۍوالو بنسټونو سره ګډې ناستې لري.

تر دې مخکې، د یوناما مشره وايي، چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

روزا اوتنبایوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړې او د اساسي قانون جوړول د مسایلو مشروطه حل ګڼلي.

طالبانو د اګست په ۲۱مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر راپور ورکوونکي د ریچارډ بېنېټ افغانستان ته پر سفر بندیز ولګاوه.

د طالبانو ویلي وو، چې د ښاغلي بېنېټ راپورونه «په تعصب او بې اساسه کيسو» ولاړ دي، چې د افغانستان او خلکو ګټو ته زیان رسوي.

د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ پر ډېورنډ کرښه جګړه روانه ده

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نېږدې نیم ساعت وړاندې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د ډېورنډ پر کرښه جګړه پیل شوې ده.

یادې سرچنې زیاته کړه، چې له څو ورځو راپه دې خوا طالبانو هڅه کوله، چې د پالوڅو او پټک دوه پوستې جوړې کړي؛ خو پاکستاني ځواکونو یې مخالفت کړی دی.

د یادې جګړې د تلفاتو او ویجاړیو په اړه تر اوسه کره معلومات نه شته

تر اوسه طالبانو او پاکستان د یادې جګړې په تړاو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه جګړه رامنځته کیږي؛ بلکې له دې وړاندې په تورخم، کونړ، پکتیکا او خوست کې په ځلونو د دواړو خواو تر منځ جګړه شوې ده.