• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په جاغوري کې د خلکو پر تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي

۱۷ وږی ۱۴۰۳ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۸ GMT+۱

په جاغوري کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د غزني د دې ولسوالۍ د کلیو استازو ته امر کړی، چې که اوسیدونکي له جاغوري یا غزني څخه بل ځای ته ولاړ شي او یا له نورو سیمو څخه جاغوري ته راشي، باید له طالبانو څخه ځانګړې اجازه ترلاسه کړي او تضمین ورکړي.

په دغه لیک کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی، په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو پولیسو کلیوالو ته امر کړی، چې هر څوک چې جاغوري ته ننوځي باید د کلي له مشر، د جومات ملا امام او د کور له خاوند څخه ضمانت ورکړي.

همدا راز، هر هغه څوک چې کډه کوي باید د «کډې د لیږدولو فورمه» له طالبانو واخلي.

دغه فرمان د وږي په ۱۲مه د جاغوري ولسوالۍ د طالبانو د امنیې قوماندان محمد خالد صلاح الدین ایوبي لاسلیک کړی او په کې ویل شوي چې د سرغړونې په صورت کې د کلي عمومي مشر او د کلي استازي مسوول دي.

په لیک کې راغلي: «هر څوک چې له یادې شوې ولسوالۍ د ولسوالۍ بېلابېلو سیمو یا ولایت ته کډه کیږي باید د اصولو پر اساس دغه کار وکړي.»

د طالبانو د اصولو له مخې، هر څوک چې غواړي د جاغوري له یو کلي څخه کډه وکړي، د امنیه قوماندان او د سیمه ییزو پولیسو د قوماندانۍ له منظورۍ وروسته، د کلي د مشر او ساحوي پاسپورټ فورمې په تصویب سره د کډه کولو فورمه ورکول کیږي.

ظاهراً دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په یو رسمي لیک کې د یوې ولسوالۍ له خلکو غوښتل کیږي چې د کډه کولو په وخت کې باید د طالبانو اجازه ولري. لا څرګنده نه ده چې دا امر یوازې د جاغوري ولسوالۍ کې شوی یا د هېواد نورو ولسوالیو کې هم پلي کیږي.

د افغانستان د پخواني اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې د هېواد په هره برخه کې د امنیتي چارواکو له اجازې پرته ژوند وکړي. د افغانستان د اساسي قانون د ۳۹مې مادې له مخې، هر افغان حق لري چې د هېواد هرې برخې ته سفر وکړي او د استوګنې ځای ونیسي، پرته له هغو سیمو چې د قانون له مخې منع شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ