د ډېموکراسۍ نړۍواله ورځ؛ د ملګرو ملتونو سر منشي وایي، چې په نړۍ کې سوله له ګواښ سره مخ ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ډېموکراسۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د سولې د زنګ په وهلو سره وویل، چې اوسمهال سوله په نړۍ کې له ګواښ سره مخ ده. انتونیو ګوټرش دغه راز ډېموکراسۍ ته د مصنوعي ځېرکتیا د ګواښونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.