بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې دوه پولیس او څلور ولسي وګړي مړه شول

د بلوچستان په کچلاک کې ځايي چارواکي وايي، د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي. د دې صوبې په کلات کې پرون هم د پولیسو پر ګاډي برید شوی چې له امله یې اته سرتېري ټپي شوي وو. لا هم کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.





