په مازندران کې د خامنه اي استازی: ډېر ژر به د اسراییل د له منځه وړلو توپان ترسره کړو

په مازندران کې د خامنه اي استازي محمد باقر محمدي لاییني د جمعې په ورځ وویل: "ډیر ژر به د اسراییل د له منځه وړلو توپان ترسره کړو.»

په مازندران کې د خامنه اي استازي محمد باقر محمدي لاییني د جمعې په ورځ وویل: "ډیر ژر به د اسراییل د له منځه وړلو توپان ترسره کړو.»
هغه زیاته کړه: «د نړۍ ټول مسلمانان باید سره متحد شي او په داسې وخت کې باید د غزې له خلکو تر څنګ ودریږو.»
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه (د جولای په ۳۱مه) په تهران کې د اسراییل په یو پیچیلي برید کې ووژل شو. د برید د څرنګوالي په اړه بیلابیل رپوټونه خپاره شوي و او اسراییل په رسمي توګه د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې اسراییل د اسماعیل هنیه د وژنې مسوول بللی و.
ایراني چارواکو په کراتو ویلي، چې د دغه برید غچ به اخلي خو تر اوسه یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.


د اسراییل "معاریو" چپ اړخې ورځپاڼې د نظر پوښتنې له مخې، د اسراییل د لومړي وزیر بنيامين نتنياهو ګوند، ليکود، به د ټاکنو د ترسره کیدو په صورت کې په پارلمان کې تر ټولو لوی ګوند وي.
دا به د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس له برید راهیسې، د نتانیاهو د ګوند د محبوبیت تر ټولو لوړه کچه وي.
د معاریو ورځپاڼې له خوا د جمعې په ورځ ( د وږي ۲۳مه) د خپرې شوې ټول پوښتنې پایلې ښیي، که ټاکنې ترسره شي د لیکوډ ګوند کولای شي په پارلمان کې ۲۴ څوکۍ ترلاسه.
په عین حال کې، لیکود ګوند اوس مهال په کنسټ (اسراییلو پارلمان) کې ۳۲ څوکۍ لري.
د همدې ورځپاڼې سروې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې کې د اکتوبر له اوومې نېټې بریدونو لږ وروسته د تلې ۱۵مه څرګنده کړې وه چې ۸۰ سلنه اسراییلیان په دې باور دي چې نتانیاهو باید د هغو ناکامیو مسوولیت ومني چې د حماس د حملې لامل شوي.
رویټرز خبري اژانس د معاریو له قوله راپور ورکړی چې دا پایلې ښیې چې د بني ګانتس په مشرۍ د ملي یووالي ګوند چې یو معتدل ګوند دی، د ټاکنو په صورت کې به په کنسټ کې ۲۱ څوکۍ وګټي.
سروې دا هم ښیي چې د نتانیاهو د ښي اړخه ایتلاف چې له ملتپالو، مذهبي او ارتودوکس ګوندونو څخه جوړ دی، د ټاکنو په صورت کې، د اسراییل د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو، ۵۳ څوکۍ ګټلی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نتانیاهو اپوزیسیون کولای شي ۵۸ څوکۍ وګټي.
د رویټرز په وینا، د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې نتانیاهو د حماس د بریدونو په وخت کې د امنیت په برخه کې د ناکامۍ له امله د خلکو له غصې سربیره، د تېر کال راهیسې خپل دریځ پیاوړی کړی دی.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، په منظمه توګه ټول پوښتنو ښودلې، چې د ټاکنو د کیدو به صورت کې د لیکود ګوند به ونه شي کولی په پارلمان کې له ۱۶ څخه تر ۱۸ پورې څوکۍ وګټي.
نوې سروې ښيي چې د لومړي وزیر په توګه د نتانیاهو شخصي دریځ ښه شوی دی.
د اسراییل راتلونکي پارلماني ټاکنې به په ۲۰۲۶ میلادي کال کې ترسره شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له غزې څخه متحده عربي اماراتو ته د طبي درملنې لپاره ۹۷ کسان چې شاوخوا نیمایي یې ماشومان دي ایستل شوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د اسراییل او حماس جګړې د غزې روغتیایي سیسټم ویجاړ کړی او د ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۷ یې اوس مهال په جزوي توګه فعالیت کوي.
د غزې څخه مصر ته د ناروغانو لېږد لپاره د رفح لویه لاره د می له میاشتې راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله تړل شوې ده.
د فلسطین د اشغال شوې سیمې لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ریچارډ پیپرکورن د چهارشنبه په ورځ د ناروغانو د لېږد د عملیاتو په اړه خبریالانو ته وویل: "دا د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې له غزې څخه د ناروغانو د ایستلو تر ټولو لوی عملیات وو."
هغه وويل، چې په ناروغانو کې هغه کسان شامل دي چې د سرطان د وينې او پښتورګو په ناروغيو اخته دي.
دوی د اسراییل د رامون هوایي ډګر څخه ایستل شوي.
هغه وویل: "غزه طبي دهلیزونو ته اړتیا لري. موږ یو ښه منظم او دوامدار سیسټم ته اړتیا لرو چې د ۱۰ زرو څخه ډیر ناروغان له غزې څخه اوباسو."
پیپرکورن دا هم وویل، چې په غزه کې تر ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان اوس د پولیو د کمپاین په لومړي پړاو کې واکسین شوي، چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په شمالي غزه کې دا کمپاین پای ته ورسیږي.
په غزه کې په ۲۵ کلونو کې د دغې ناروغۍ لومړۍ پېښه تېره میاشت راڅرګنده شوه.
هغه وويل: "موږ د پوليو له دغه کمپاين څخه خوښ يو او په دې هم پوره ډاډه يو، چې په دې لنډ وخت کې مو د ماشومانو زيات شمېر واکسین کړي دي. موږ ډاډه يو چې موږ ٩٠٪ هدف ترلاسه کړی دی."
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د غزې په جګړه کې ټپي شویو ۲۲ زره ۵۰۰ فلسطینیانو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي.

د ویتنام د دولتي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ په دغه هېواد کې د یاګي توپان له امله نږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲۸ کسان لا هم ورک دي.
د ویټنام په شمال کې د توپان وروسته سیلابونو او ځمکې ښویدنې ډېر زیانونه اړولي دي.
د ویټنام د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) وویل، چې د یاګي توپان او د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله ۱۹۷ تنه مړه او تر ۸۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې د دغه بحران له دوام سره سره وړاندوینه کړې، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د سره سیند د اوبو په کچه کې ډېر بدلون را نه شي.
د ویټنام په پلازمینه هانوی کې د سره سیند د اوبو سطحه یو څه راټیټه شوې او د سیلابونو په نتیجه کې راوتلې، خو ډېری سیمې لا هم تر اوبو لاندې دي.
یاګي په وروستیو لسیزو کې د اسیا لویې وچې تر ټولو پیاوړی طوفان و، چې د اسیا په سویل ختیځ کې یې ویټنام زیانمن کړ.
دغه توفان د شنبې په ورځ د وږي په ۱۷ مه په ساعت کې ۱۴۹ کیلومتره سرعت بادونو سره د ځمکۍ وچې ته ورسید.
د ویتنام په پلازمینه کې پراخه تخلیه
د ویتنام د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې سېلابونو د سیند غاړې سیمې او ټيټې سیمې لاندې کړې، محافظوي دیوالونه یې ویجاړ کړي او د هانوي او نورو شمالي ولایتونو برخې یې له ګواښ سره مخ کړې دي.
په تېرو شلو کلونو کې د اوبو د سطحې په لوړیدو سره، د هانوې په زرګونه اوسیدونکي چې سیند ته نږدې کورونه یې لرل، له دې ښاره لا دمخه ایستل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ په فو تو ولایت کې یو فولادي پل ونړېد او څو موټر سیند ته ولوېدل چې لسګونه کسان یې ووژل.
د ویتنام د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې وویل چې د ځمکې ښویدنې او سیلابونو د هېواد په شمال کې څه باندې دوه سوه زره هکتاره د وریجو کروندې او نور فصلونه ویجاړ کړي دي.
توپان یاګي د برېښنا رسول ګډوډ کړي، په هایفونګ او کوانګ نین ولایتونو کې د څو فابریکو چتونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او د تولیداتو د بندیدو لامل شوی.
کارپوهان وايي، د یاګي په څیر طوفانونه د اقلیم د بدلون له امله پیاوړي کیږي ځکه چې د سمندر ګرمې اوبه دوی ته د پیاودي کیدو لپاره ډېره

د څو اوکرایني شرکتونو په دفتري کارونو کې له کلونو تیرولو وروسته، لیلیا شولها د اوکراین د مخکښ پرچون پلورونکي شرکت فوزي ګروپ سره د لارۍ چلوونکي په توګه خپله دنده پیل کړې.
هغې رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: "ما تل د لویو موټرو د چلولو ارمان درلوده. له ګوډیانو سره د لوبې کولو پر ځای، ما په ماشومتوب کې له موټرو سره لوبې کولې."

۴۰ کلنه شولها چې لویې لارۍ ته ناسته وه او د شرکت یونیفورم اغوستی و، وویل: «د لاریو په مارکیټ کې اوس وضعیت داسې دی چې هغوی له تجربې پرته هم خلک نیسي او روزنه ورکوي. زه نېکمرغه یم.»
لکه څنګه چې د روسیې سره جګړه د کار ځواک کموي، سوداګر هڅه کوي چې په دودیز توګه د نارینه و له خوا ترسره کېدونکې دندې تر ډېره د ښځو، تنکيو ځوانانو، زده کوونکو او زړو کارګرانو په ګومارلو سره ډکې کړي او د کارګرانو جدي کمښت پوره کړي.

شنونکي وايي، چې په میلیونونو خلک چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، له جګړې څخه له تېښتې وروسته بهر ته تللي او په لسګونو زره نارینه په پوځ کې ګومارل شوي دي.
د کاري ځواک بحران کولای شي اقتصادي وده او له جګړې وروسته بیارغونه له خطر سره مخامخ کړي.
د مرکزي بانک ارقامو ښودلې چې اوکراین د ۲۰۲۲ کال په فېبروري کې د روسیې له یرغل راهیسې خپل څلورمه برخه کاري ځواک له لاسه ورکړی دی.
د اوکراین د اقتصاد وزارت له خوا د ۳۰۰۰ څخه زیاتو شرکتونو سروې ښودلې، چې نږدې ۶۰٪ کاروبارونو ویلي، چې د ماهرو کارګرانو موندل د دوی اصلي ننګونه ده.
د فولادو د تولید د یو شرکت مشر تیتیانا پیټروک وویل: "وضعیت واقعاً ستونزمن دی. مونږ ۴۵ زره پرسونل لرو؛ خو د ۴۰۰۰ کسانو بستونه لا هم خالي دي."

پیټروک رویټرز ته په یوه مرکه کې وویل: "د کارمندانو کمښت زموږ پر تولید اغېزه لري."
هغه زیاته کړه: "موږ یوازې د کارکوونکو د کمښت ستونزه نه لرو، په سیمه کې ټول شرکتونه زموږ د قراردادیانو په ګډون دې ستونزې سره مخ دي."
رویټرز د نهو اوکرایني شرکتونو له استازو سره خبرې کړي، له لویو صنعتي شرکتونو تر پرچون فروشانو ټولو د کارکوونکو له کم کوالي سر ټکولی.

د مالیزیا د پولیسو څارنوال وايي، تر ۴۰۰ ډېر هغه ماشومان یې ژغورلي چې یوه خیریه اداره پورې تړلو اسلامي مرکزونو کې له جنسي ځورونې سره مخ وو. رزارالدین حسین وايي، د دغه هېواد دوو ولایتونو کې یې د دې ادارې پر شلو مرکزونو چاپه اچولې او د استادانو په ګډون یې ۱۷۱ کسان نیولي دی.
ښاغلي حسین پرون خبریالانو ته وویل، وروسته له هغه یې د دې مرکزونو پرضد ګام پورته کړ چې روانه میاشت ورته د دې ماشومانو د جنسي ځورونې، ناوړه کارونې، نه پاملرنې او کړولو راپور ور کړل شو.
په ژغورل شویو ماشومانو کې ۲۰۱ هلکان او ۲۰۱ نجونې دي چې عمرونه یې له یو تر ۱۷ کلونو رسېږي.
لومړنۍ موندنې ښيي چې پر دې ماشومانو اول د دوی پالونکو جنسي تېری کړی او بیا یې هغوی ته دا ور زده کړي چې د دې استوګنځیو پر نورو ماشومانو تېری وکړي.
پولیس وايي ځینې هغه ماشومان ملا او لوسونو ته پر ګرمو څمڅو یا کاشوغو سوځول شوي چې د دوی له غوښتنو یې ډډه کړې ده.
دا ماشومان په داسې ودانیو کې ساتل کېدل چې د الارقم په نوم له یوې منع شوې مذهبي فرقې سره تړلې خیره اداره یې چلوي.
د جي ای اېس بي یا اخوان نړیوال خدمتونه او سوداګرۍ په نوم ادارې د دې مرکزونو له خیریه ادارې د چلولو تورونه رد کړي خو په دا مهال زیاتوي چې له الارقم سره تړلې ده.
اخوان نړیوال خدمتونه او سوداګري مالیزیايي اداره ده چې د انډونیزیا، اسټرالیا، تایلنډ، سنګاپور، سعودي، فرانسې او مصر په ګډون مختلفو هېوادونو کې پلورنځي لري.
رویټرز خبري اژانس وايي، دا اداره د الارقم اسلامي ډلې ده، چې فغالیت یې پر ۱۹۹۴ کال په مالیزیا کې منع شوی دی.
د مالیزیا پولیس وايي، دغه ژغورل شوي ماشومان هم د هغو مالیزیايي کارمنانو بچیان دي چې له زېږون وروسته دې د دې مرکز خونو ته سپارل شوي دی.