ښاغلي حسین پرون خبریالانو ته وویل، وروسته له هغه یې د دې مرکزونو پرضد ګام پورته کړ چې روانه میاشت ورته د دې ماشومانو د جنسي ځورونې، ناوړه کارونې، نه پاملرنې او کړولو راپور ور کړل شو.
په ژغورل شویو ماشومانو کې ۲۰۱ هلکان او ۲۰۱ نجونې دي چې عمرونه یې له یو تر ۱۷ کلونو رسېږي.
لومړنۍ موندنې ښيي چې پر دې ماشومانو اول د دوی پالونکو جنسي تېری کړی او بیا یې هغوی ته دا ور زده کړي چې د دې استوګنځیو پر نورو ماشومانو تېری وکړي.
پولیس وايي ځینې هغه ماشومان ملا او لوسونو ته پر ګرمو څمڅو یا کاشوغو سوځول شوي چې د دوی له غوښتنو یې ډډه کړې ده.
دا ماشومان په داسې ودانیو کې ساتل کېدل چې د الارقم په نوم له یوې منع شوې مذهبي فرقې سره تړلې خیره اداره یې چلوي.
د جي ای اېس بي یا اخوان نړیوال خدمتونه او سوداګرۍ په نوم ادارې د دې مرکزونو له خیریه ادارې د چلولو تورونه رد کړي خو په دا مهال زیاتوي چې له الارقم سره تړلې ده.
اخوان نړیوال خدمتونه او سوداګري مالیزیايي اداره ده چې د انډونیزیا، اسټرالیا، تایلنډ، سنګاپور، سعودي، فرانسې او مصر په ګډون مختلفو هېوادونو کې پلورنځي لري.
رویټرز خبري اژانس وايي، دا اداره د الارقم اسلامي ډلې ده، چې فغالیت یې پر ۱۹۹۴ کال په مالیزیا کې منع شوی دی.
د مالیزیا پولیس وايي، دغه ژغورل شوي ماشومان هم د هغو مالیزیايي کارمنانو بچیان دي چې له زېږون وروسته دې د دې مرکز خونو ته سپارل شوي دی.
د برېتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په منځني ختیځ او اوکراین کې د ایران د نفوذ د مخنیوي پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.
ډېویډ لمي لندن ته د بلېنکن د سفر په ترڅ کې وویل: «موږ په بشپړ ډول موافق یوو، چې په سیمې او تر سیمې هاخوا د ایران له ویجاړونکو فعالیتونو سره باید مبارزه وشي.»
ډېویډ لمي وویل: «موږ د کرملین د ناقانونه سازمان لپاره د ایران د مخ په زیاتیدونکي ملاتړ یو اندیښمن انځور ګورو او نن موږ د خپلې ګډې ارادې په اړه چې د نړۍوال ثبات د کمزوري کولو په دلیل تهران باید وپوښتل شي، بحث وکړ.»
د پاکستان دفاع وزیر وايي، د نړیوال په تېره د امریکا متحده ایالتونو د فشار له امله دغه هېواد ته غځېدونکې د ایران د ګاز نللیکه نشي پلې کولی.
خواجه اصف دا خبرداری هم ور کوي، که اسلام اباد دا پروژه بشپړه نه کړي، ایران د ۱۸ میلیارد ډالرو تاوان اخیستلو لپاره شکایت ترې کولی شي.
نوموړي له اردو انډیپېنډېنټ سره مرکه کې زیاته کړه، چې اسلام اباد اوسني مالي کړکېچ کې د دومره لویې جرمانې ور کولو وس نه لري او نه هم غواړي چې امریکا خپه یا ځان د بندیزونو له خطر سره مخ کړي.
خواجه اصف وايي، دې برخه کې د حل لارې موندلو اړتیا ده او له نورو هېوادونو غواړي چې امریکا وهڅوي، ترڅو پاکستان د دې پروژې بشپړولو اجازه تر لاسه کړي.
هغه دا هم وویل، چې د هند په ګډون مختلف هېوادونه له ایران سره سوداګري لري، خو بندیزونه پرې نه لګېږي، اما پر پاکستان بې انصافه فشار اچول کېږي.
ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د نږدې ۱۹ سوه کیلومترو په اوږدوالي له ایران د سولې په نوم د ګاز نللیکه تېرېږي.
دې نللیکې سره به ایران د ۲۵ کلونو لپاره هره ورځ ۷۵۰ میلیونه متر مکعب ګاز پاکستان ته صادروي.
دواړه هېوادونه اړ وو، چې دا پروژه په خپله خاوره کې پلې کړي او د هوکړې له مخې باید دا پروژه تر ۲۰۱۵ کال پورې پیل شوې وی.
د تړون له لاسلیک سره ایران په خپله خاوره کې پر دې پروژه کار پیل کړ، خو پاکستان پخپله خاوره کې څه نه دي کړي. څه مهال مخکې پاکستاني رسنیو راپور ور کړ چې ایران غواړي دریمګړې نړیوالې محکمې ته عریضه وکړي او له پاکستان د ګاز پر پروژه د مصرف له امله د ۱۸ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.
ایران تر اوسه پر دغه پروژه دوه میلیارده ډالر مصرف کړي دي، خو پاکستان لا هم د امریکا د بندیزونو له امله لاس پورې کولی نه شي.
د روان کال لومړیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویل، چې پر دې پروژه کار پیلوي، خو په مارچ کې یې امریکا سخت مخالفت وکړ.