امریکا او بریتانیا: لندن او واشنګټن د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره متحد دي

د برېتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په منځني ختیځ او اوکراین کې د ایران د نفوذ د مخنیوي پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د برېتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په منځني ختیځ او اوکراین کې د ایران د نفوذ د مخنیوي پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.
ډېویډ لمي لندن ته د بلېنکن د سفر په ترڅ کې وویل: «موږ په بشپړ ډول موافق یوو، چې په سیمې او تر سیمې هاخوا د ایران له ویجاړونکو فعالیتونو سره باید مبارزه وشي.»
ډېویډ لمي وویل: «موږ د کرملین د ناقانونه سازمان لپاره د ایران د مخ په زیاتیدونکي ملاتړ یو اندیښمن انځور ګورو او نن موږ د خپلې ګډې ارادې په اړه چې د نړۍوال ثبات د کمزوري کولو په دلیل تهران باید وپوښتل شي، بحث وکړ.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، روسیې ته د بالستیک توغندیو د ورکولو په اړه د ایران پرېکړه د اروپا امنیت ګواښي.
ښاغلي بلېنکن وویل، چې د تهران پر ضد به نور بندیزونه ولګول شي.
ډېویډ لمي هم وویل، چې هغه او د هغه امریکایي سیال به روانه اونۍ کییف ته سفر وکړي، چې دا به په څه باندې یوه لسیزه کې لومړی ګډ سفر وي.
د اوکراین په ختیځ کې د روسیې تدریجي پرمختګ او په غزه کې اوربند د برېتانیا او امریکا د ډېپلوماسۍ په دې پړاو کې تر ټولو مهم مسایل دي.
تېره اونۍ برېتانيا وویل، چې د ۱۶۲ ميليونو پونډو په ارزښت سلګونه نور لنډ واټن ويشتونکي توغندي اوکراين ته لېږلي.


سپيس ايکس د لومړي ځل لپاره د "سپیس واک" تر سره کولو لپاره په پنځه ورځني (پولاریس ډاون) ماموریت کې فضا ته څلور ستورمزلي واستول. د دې خطرناک ماموریت هدف د نوي فضايي لباسونو ازموینه او ساینسي څېړنې ترسره کول دي.
ستورمزلی په دې ماموریت کې د دوی د ترمیم شوي ډریگن کیپسول سره فضا ته لاړ.
دغه ماموریت چې د میلیاردر سوداګر جیرډ ايزاکمن له خوا تمویل شوی لومړی شخصي فضايي سفر دی.
ایزاکمن تر دې وړاندې د سپيس ايکس سره د انسپريشن ۴ ماموريت بشپړ کړی و.
دا ځل هغه د امریکا د هوایی ځواک متقاعد پیلوټ سکاټ پوټیټ او د سپيس ايکس دوه کارمندانو، سارا ګیلس او انا مینن سره یو ځای فضا ته سفر کړی دی.
دغه فضايي سفر په ځايي وخت د سهار په ۵:۲۳ دقیقو په فلوریډا کې د ناسا له کینیډي فضایي مرکز څخه وشو.
څنګه چې د ډریګون کیپسول د خپل ملاتړې کڅوړې څخه جلا شو، د ځمکې یو انځور یې ښکاره کړ، چې د لمر د رڼا له خوا روښانه شوی.
تاریخي ماموریت
دا ماموریت نه یوازې چې یو شخصي سفر و، بلکې د دې لپاره هم تاریخي اهمیت لري، چې په ۱۹۷۲ کال کې د اپولو پروګرام راهیسې له ځمکې څخه تر ټولو لرې الوتنه وه.
ستورمزلي به په بیضوي مدار کې ځای پر ځای شي او د ځمکې څخه به د ۱۹۰ او ۱۴۰۰ کیلومترو ترمنځ سفر وکړي.
د دې عملیاتو په جریان کې پوټیټ او مینون د کیپسول دننه پاتې کیږي او ایزاکمن او ګیليس د کیپسول څخه ایستل کیږي او د اکسیجن ټیوبونو سره نښلول کیږي.
علمي اهداف
د سپيس ایکس د فضايي نوي لباسونو د ازموینې سربیره دا ماموریت هڅه کوي د کاسمیک وړانګو اغیزو او د انسان په بدن کې د خلا پورې اړوند ساینسي څېړنې ترسره کړي.
دا څېړنې به په نړۍوال فضايي سټیشن کې د ستورمزلو په اړه د لسیزو څېړنو ته یوه ځانګړې اضافه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د نړیوال په تېره د امریکا متحده ایالتونو د فشار له امله دغه هېواد ته غځېدونکې د ایران د ګاز نللیکه نشي پلې کولی. خواجه اصف دا خبرداری هم ور کوي، که اسلام اباد دا پروژه بشپړه نه کړي، ایران د ۱۸ میلیارد ډالرو تاوان اخیستلو لپاره شکایت ترې کولی شي.
نوموړي له اردو انډیپېنډېنټ سره مرکه کې زیاته کړه، چې اسلام اباد اوسني مالي کړکېچ کې د دومره لویې جرمانې ور کولو وس نه لري او نه هم غواړي چې امریکا خپه یا ځان د بندیزونو له خطر سره مخ کړي.
خواجه اصف وايي، دې برخه کې د حل لارې موندلو اړتیا ده او له نورو هېوادونو غواړي چې امریکا وهڅوي، ترڅو پاکستان د دې پروژې بشپړولو اجازه تر لاسه کړي.
هغه دا هم وویل، چې د هند په ګډون مختلف هېوادونه له ایران سره سوداګري لري، خو بندیزونه پرې نه لګېږي، اما پر پاکستان بې انصافه فشار اچول کېږي.
ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د نږدې ۱۹ سوه کیلومترو په اوږدوالي له ایران د سولې په نوم د ګاز نللیکه تېرېږي.
دې نللیکې سره به ایران د ۲۵ کلونو لپاره هره ورځ ۷۵۰ میلیونه متر مکعب ګاز پاکستان ته صادروي.
دواړه هېوادونه اړ وو، چې دا پروژه په خپله خاوره کې پلې کړي او د هوکړې له مخې باید دا پروژه تر ۲۰۱۵ کال پورې پیل شوې وی.
د تړون له لاسلیک سره ایران په خپله خاوره کې پر دې پروژه کار پیل کړ، خو پاکستان پخپله خاوره کې څه نه دي کړي.
څه مهال مخکې پاکستاني رسنیو راپور ور کړ چې ایران غواړي دریمګړې نړیوالې محکمې ته عریضه وکړي او له پاکستان د ګاز پر پروژه د مصرف له امله د ۱۸ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.
ایران تر اوسه پر دغه پروژه دوه میلیارده ډالر مصرف کړي دي، خو پاکستان لا هم د امریکا د بندیزونو له امله لاس پورې کولی نه شي.
د روان کال لومړیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویل، چې پر دې پروژه کار پیلوي، خو په مارچ کې یې امریکا سخت مخالفت وکړ.

پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر جګپوړي مشران لکه ګوهر علي خان، عمومي مشر عمر ایوب خان او د دغه ګوند یو جګپوړی غړی شېر افضل مروت په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته د غونډې په جوړولو او له قانونه د سرغړونو په تور نیولي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام اباد پولیسو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۹مه) ناوخته د تحریک انصاف یو شمېر نور مشران هم نیولي دي.
د شاه محمود قریشي زوی زین قریشي، عامر دوګر، شیخ وقاص اکرم، نعیم الرحمن، زبیر خان او د سنیانو د شورا د ګوند مشر صاحب زاده حمید هغه کسان دي چې د پولیسو لهخوا نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف ګوند د مشرانو د نیولو بهیر د سه شنبې په ورځ (د وږي تر ۲۰مې) تر سهاره روان و.
د تحریک انصاف ګوند له څو میاشتې کرارۍ وروسته، د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ستره غونډه وربللې وه.
دغه غونډه په تاوتریخوالي واوښته او پولیسو د عمران د پلویانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه هم کار واخیست.
پولیسو ویلي، د تحریک انصاف ګوند مشران یې ځکه نیولي چې د غونډې د جوړولو د منعې فانون یې له پامه غورځولی و.
د تحریک انصاف ګوند مشران په داسې حال کې نیول کېږي، چې د دغه ګوند مشر عمران خان او د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشي له تېر یوه کال څخه د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي.

له تېرې شپې راهیسې داسې راپورونه په خواله رسنیو کې خپرېدل، چې ګواکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور نادرکه شوی او په اړه یې هیڅ ډول معلومات نه شته.
جنګ ورځپاڼې لیکلي، چې نوموړی تېره شپه له پېښوره اسلام اباد ته تللی و؛ خو له اته ساعته وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړي شاهد خټک دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې ښاغلی ګندا پور سره یې خبرې شوې او هغه به ډېر ژر بېرته خپلې دندې ته ستون شي.
تر ده وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف ویلي و، چې ښايي ښاغلی ګنډاپور د مرکزي حکومت لهخوا نیول شوی وي.
دا رنګه د مخالفو ګوندونو د اپوزیسیون مشر عمر ایوب هم ویلي و چې، له علي امین ګنډاپور سره یې اړیکې پرې شوې دي.
هغه ویلي و، چې هغه مرکزي حکومت غوښتی و او د هغه په وینا چې مرکزي حکومت نوموړی د (چای پیالې د څښلو) لپاره وربللی و.
عمر ایوب دا هم ویلي و، چې د علي امین ګنډاپور اړیکه له خپلو امنیتي کارکوونکو سره هم پرې شوې او د هغه د امنیتي ساتونکو ټیلیفونونه هم بند شوي دي.
دا رنګه د ګڼدا پور ورور او د پاکستان د پارلمان غړی فیصل امین خان هم په اېکس پاڼه د خپل ورور او د تحریک انصاف د مشر عمران خان انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې ښاغلی ګنداپور له یوې اوږدې غونډې وروسته بېرته پېښور ته ستون شوی دي؛ خو دا یې نه ده په ډاګه کړې، چې دا غونډه د مرکزي حکومت له چارواکو سره وه او که د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښاغلي ګنداپور مرکزي حکومت ته له پاکستاني طالبانو سره د جوړ جاړي او خبرو اترو وړاندیز کړی و او دا یې هم ویلي و، که مرکزي حکومت نوموړي ته اجازه ورنکړي؛ نو هغه به په ځانته سر افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان او پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
تر دې دمه حکومتي سرچېنو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو کتونکي وايي چې د ښاغلي ګنډاپور نا درکي یوه سیاسي مسله ده، ځکه د دوی په وینا د څو ساعتونو لپاره د یوې سترې صوبې د وزیر اعلی او د هغه د امنیتي ساتونکو د بېدرکه کېدلو تر شا سیاسي موخې پرتې دي.

د لایبریا د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د لویدیځې افریقا هېواد د پلازمینې مونرویا په ختیځ کې پرتې یوې کلیوالې سیمې مارګیبي له یو زندانه چې سخت امنیتي تدابیر یې درلودل ۴۷ تنه بندیان تښتیدلي دي.
دغه وزارت وویل، چې لومړنیو څېړنو ښودلې چې بندیان د اونۍ په پای کې د زندان په امنیتي سیسټم کې د یوې ستونزې له امله په تېښته بریالي شوي دي.
د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د عدلیې وزارت د دې پیښې په اړه ژوره اندېښنه لري او د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو لپاره ټول اړین اقدامات کوي.»
دغه وزارت وویل، چې د بندیانو په لټون کې د مرستې لپاره اضافي افسران ګمارل شوي او له خلکو یې وغوښتل چې د هر هغه معلوماتو راپور ورکړي، چې د دوی د بېرته نیولو لامل کېدی شي.
د عدلیې وزارت په تښتیدلو بندیانو غږ وکړ، چې ځانونه دوی ته نږدې د پولیسو مرکز یا د زندان چارواکو ته وسپاري تر څو د اضافي تورونو سره مخ نه شي.