• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د منځني ختیځ کړکېچ؛ اسراییلي الوتکو د لبنان په سویلي سیمو بمباري کړې ده

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۱

اسراییل د پنجشنبې په ورځ د لبنان په سوېل کې بمباري وکړه او ویې ویل، چې د ایران په مشرۍ د وژنو یوه دسیسه یې شنډه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د حزب الله د پیجرونو له چاودنو وروسته،‌ دواړه لوري د یوې احتمالي جګړې په لور روان دي.

د حزب الله د وسله والې ډلې په مخابراتي تجهیزاتو پیچلي بریدونه چې په دوه ورځو کې یې ۳۷ کسان ووژل او شاوخوا ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل، په لبنان کې ګډوډي جوړه کړې او ډار شوي خلک ان ځان سره د خپلو ټلیفونو له ګرځولو ډډه کوي.

مصطفی صبل چې د بېروت مرکز ته څېرمه په یوه سیمه کې ژوند کوي وايي: "دا کومه وړه خبره نه ده، دا جګړه ده. اوس څوک د خلکو ټلیفونونه خوندي کولی شي؟ کله چې ما د پرونۍ پېښې په اړه واورېدل، ما خپل ټلیفون په خپل موټر سایکل کې پرېښود او لاړم."

د لبنان دولتي رسنیو ویلي، چې په بېروت کې د اسراییل جیټ الوتکو غږ اورېدل کېدای شي، چې په وروستیو میاشتو کې په زیاتېدونکې توګه عام شوی.

اسراییل ویلي، چې جنګي الوتکو یې د لبنان په سوېل کې پر کلیو بریدونه کړي او یوې امنیتي سرچینې او د حزب الله المنار ټلویزیون راپور ورکړی، چې پولې ته څېرمه هوايي بریدونه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته بیا پیل شوي دي.

د لبنان په سوېل کې د چهارشنبې په ورځ هغه لاسي راډیوګانو چې د حزب الله له خوا د پیغامونو د تبادلې لپاره کارول کېدې په ډله اییزه توګه یې چاودنې کړي.

دغه راډیوګانو ته پیجرونه هم ویل کیږي.

د لبنان د روغتیا وزیر ویلي، چې د تېر کال د غزې جګړې سره هم‌مهاله د وسله والو او اسراییل ترمنځ د پولې په اوږدو کې د جګړې له پیل راهیسې د هېواد تر ټولو خونړۍ ورځ کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۶۰۸ نور ټپیان شوي دي.

تېره ورځ په سلګونو پیجرونو چې د حزب الله له خوا د ګرځنده ټلیفون د څارنې څخه د مخنیوي لپاره کارول کیږي په هم‌مهاله توګه چاودنه وکړه، په دغو چاودنو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او له ۲۳۰۰ څخه ډېر ټپیان شول.

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل، چې د هغه د هېواد پر وړاندې د اسراییل "تېري" او "ټیکنالوژیکي جګړې" د مخنیوي لپاره ټینګ دریځ غوره کړي.

اسراییل په مستقیم ډول د پیجرونه په اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو ګڼو امنیتي سرچینو ویلي، چې دا بریدونه د دوی د استخباراتي ادارې موساد له خوا ترسره شوي دي.

اسراييل وايي، چې له حزب الله سره يې شخړه لکه د فلسطيني وسله والې ډلې حماس پر وړاندې په غزه کې د جګړې په څېر له ايران سره د پراخې سيمه ييزې جګړې يوه برخه ده، چې په سوريه، يمن او عراق کې د دواړو ډلو او وسله والو خوځښتونو ملاتړ کوي.

د پنجشنبې په ورځ د اسراییل امنیتي ځواکونو ویلي، چې یو اسراییلي سوداګر تېره میاشت وروسته له هغه نیول شوی، چې په ایران کې یې لږ تر لږه په دوو غونډو کې ګډون کړی و او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دفاع وزیر یا د استخباراتي ادارې، موساد، د مشر د وژلو په اړه پکې خبرې شوې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: د سویل ختیځې اسیا په سېلابونو او ځمکې ښویېدنه کې نږدې ۶ مېلیونه ماشومان اغېزمن شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۷ GMT+۱

یونېسف وایي، چې په ویټنام، میانمار، لاووس او ټایلنډ کې د یاګي توپانونو له امله نږدې ۶ مېلیونه ماشومان اغېزمن شوي دي.

یونېسف د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په یادو هېوادونو کې د رامنځته شویو سېلابونو او ځمکې ښوییدنې له امله زرګونه ماشومان پاکو اوبو، خوړو، روغتیایي خدمتونو، سرپناه او زده‌کړو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د سویل ختیځې اسیا لپاره د یونېسف د سیمه‌ییزو مسوولانو له قوله راپور ورکړی، چې سېلاب ځپلي له سخت بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، یاګي توپان چې په اسیایي هېوادونو کې تر ټولو قوي توپان بلل شوی، تر اوسه یې له امله ۸۵۰ ښوونځي او څه باندې ۵۵۰ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي.

په راپور کې همداراز زیاته شوې، چې له یاد توپان څخه ډېری زیانونه په ویټنام کې رامنځته شوي دي، چې له امله یې شاوخوا ۳ مېلیونه کسان چې ډېر یې ماشومان دي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف په دغه راپور کې ویلي، چې په میانمار کې د راوتلو سېلابونو په پایله کې ۱۷۰ کسان وژل شوي او ۳۲۰۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

په میانمار کې سېلابونو لږ تر لږه نهه سیمې او ایالتونه اغېزمن کړي دي.

اخوا د ټایلنډ له شمال څخه بیا راپور ورکړل شوی، چې نږدې ۶۴۰۰۰ ماشومان سخت اغېزمن شوي او د ښوونځیو د ویجاړېدو له امله ماشومانو ته په انلاین ډول زده‌کړې ورکول کېږي.

د یاګي خونړي توپان له امله په لاوس کې هم زرګونه ماشومان اغېزمن شوي دي.

په راپور کې د دغو ماشومان شمېر ۶۰۰۰۰ ښودل شوی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې اوچا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د خوراکي توکو، د څښاک اوبو، درملو، جامو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا ده؛ خو د سړکونو او پلونو ویجاړېدو او د مخابراتو او انټرنېټ بې ثباته خدمتونو د مرستو هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.

اخوا یونېسف څه موده وړاندې ویلي و، چې د اقلیمي بدلون له امله د هوا دغه ناسمې پېښې په سویلي اسیا کې د ماشومانو ژوند بدلوي او ګواښي یې.

یادې ادارې په حکومتونو غږ کړی و، چې د ماشومانو د ژوند خوندي کولو لپاره ښه چمتووالی ونیسي او چټک غبرګون وښيي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: کره شواهد لرو چې طالبان د پاکستان په بریدونو کې لاس لري

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی. منير اکرم وويل، پاکستان کره شواهد لري چې په پاکستان کې دننه ځينې بريدونه د طالبانو د رژيم د غړو له خوا شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې القاعده او پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې او ساتنه یې کړې ده.

هغه وويل، "ټي ټي پي د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ډله ده او بايد د ټولې سيمې او نړۍ لپاره اندېښنه وي."

هغه زیاته کړې، چې دا ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

منير اکرم دا هم وويل، چې طالبانو د پاکستان پولې ته څېرمه د ټي ټي پي غړو ته پټنځايونه ورکړي او دا ډله نږدې هره ورځ له دغو سيمو څخه په پاکستان کې پر اهدافو بريدونه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وایي، د تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې سلګونه پاکستاني پوځیان او ملکیان وژل شوي دي.

هغه وویل: "موږ کره شواهد لرو، چې لږ تر لږه په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي ځینې بریدونه د طالبانو د ډلې د غړو له خوا تمویل شوي وو."

منير اکرم زياته کړه، پاکستاني طالبان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په پرمختللو وسلو سمبال شوي، چې ګودامونه يې افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.

هغه د افغان طالبانو ځينې قوماندانان په ځينو سرحدي نښتو کې په لاس لرلو تورن کړل، چې له امله يې د پولې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې له القاعدې سره د طالبانو د اوږدې مودې اړیکو ته په کتو سره به ډېر وخت نه وي، چې ټي ټي پي په سیمه او نړۍ کې د القاعدې د اجنټ په توګه عمل وکړي.

پاکستاني استازي وویل: "په داسې حال کې چې ځینې ملګري په د داعش د ګواښ په اړه اندیښمن دي، دوی باید په نږدې راتلونکي کې د ځواکمن ټي ټي پي له خوا د ګواښ په اړه هم اندیښمن وي."

د طالبانو پراخې بشري سرغړونې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، پاکستان هم د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د سرغړونو په اړه اندېښنه لري.

منير اکرم وويل، طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې لومړنۍ ژمنې او همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پرې کړې ده.

هغه وویل، طالبانو د دې پر ځای چې محدودیتونه کم کړي، د یو نوي قانون په تصویبولو سره دوی دوه چنده کړي، چې د ښځو غږونه او مخونه عورت بولي.

پاکستاني استازي وویل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دغې ډلې د جدي مبارزې په شرط دي.

ګوتریش: د افغان ښځو له حقونو څخه وحشتناکه سرغړونې د طالبانو تر ټولو ناوړه ځانګړنه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه.

انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، چې دوی به د افغانستان په اړه یوه فوق العاده غونډه وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې به د "بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو" په اړه خبرې وشي، کوم چې هغه "د طالبانو د رژیم تر ټولو وحشتناک اړخ" بللی.

طالبانو د ښځو د حقونو او ازادیو د محدودیت په اړه تر ۷۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د ښځو پر ازادۍ او بنسټیزو حقونو وروستی ګوزار د امربالمعروف د نوي قانون توشېح کېدل وو.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې له چین او روسیې پرته ټولو هېوادونو چې د طالبانو متحدین دي، د امربالمعروف قانون غندلی دی.

ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ په افغانستان کې د اوسني استبدادي رژیم په چوکاټ کې د توکمیزو ډلو پر وړاندې د ټولو بشري حقونو سرغړونو او تبعیض په اړه ژور اندېښمن یو."

ګوترش په افغانستان کې له ترهګرو ډلو د طالبانو د ملاتړ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ، چې دغه ډلې کولای شي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو تر څنګ د نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو او پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د روسیې سفیر ویلي، چې د داعش پر وړاندې د طالبانو له اقداماتو سره - سره دغه ډله توانېدلې چې په نورو هېوادونو کې هم بریدونه وکړي.

ګوتریش وویل، ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره کار کوي؛ خو دا ځکه ستونزمنه ده چې طالبان په اوسني وضعیت کې همکارۍ ته چمتو نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: طالبانو افغانستان د کړکېچ په سیمې بدل کړی دی

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې وویل، چې طالبانو افغانستان د کړکېچ په یوې سیمې بدل کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې پراخ بشري، اقتصادي او د بشري حقونو بحران ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان خلک له دغه بحرانه اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه نن چهارشنبه په ملګرو ملتونو کې جوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان استازي فایق زیاته کړه، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر حاکم کړی دی.

هغه وویل، د ثانوي او لوړو زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالره زیان رسولی دی.
هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان د ماشومانو بد وضعیت ته په اشارې وویل، چې د هېواد ماشومان د خوراکي توکو له کمښت او بشري ناورین سره مخ دي.

فایق وويل، چې نجونې او هلکان له باکيفيته زده کړو بې برخې دي او طالبانو هڅولي چې په جهادي مدرسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه پخواني امنيتي ځواکونه د طالبانو له خوا نيول کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي.

هغه وویل، یو شمېر کسان د مقاومت له جبهې او داعش سره د اړیکو لرلو په پلمه شکنجه کیږي او بې عدالتي وژل کیږي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته ورسېدل؛ دغې ډلې په نجونو او مېرمنو پراخ بندیزونه ولګول.

د نړۍوالې ټولنې په ګډون ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د طالبانو له خوا پر مېرمنو لګېدلي بندیزونه غندلي؛ خو طالبانو بیا دا خپله داخلي چاره ګڼلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي شریعت په تطبیق کې له هیچا سره معامله نه کوي.

افغانستان او نړۍواله ټولنه؛د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه روانه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې سربېره د امنیت شورا د غړو هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتنبایوا ویلي، چې په افغانستان کې پر مېرمنو بندیزونو د یو قانون شکل غوره کړی دی.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو غوښتي چې د مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي.

روزا اوتنبایوا د امنیت شورا ته وویل، طالبانو د ښځو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې محدودیتونه سخت کړي او د طالبانو د امربالمعروف قانون په نړۍوالې ټولنې کې د افغانستان د ګډون مخه نیسي.

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان اوس په انزوا کې دی.