د اسلام اباد یوې محکمې د پښتونخوا د سر وزیر د نیولو امر کړی
په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور او د تحریک انصاف د ځینو مشرانو د نیولو امر کړی دی.
دې محکمې د تحریک انصاف ګوند یو مشر عمر تنویر بټ هم محکمې ته د پرله پسې غیر حاضرۍ له امله «فراري» اعلان کړ.
د پاکستاني رسنیو په وینا، علي امین ګنډاپور د قضايي کمپلکس اړوند د برید او ورانکارۍ په تړاو د «ترهګرۍ» قضیه کې تورن او د څېړونو لپاره غوښتل شوی.
ګنډاپور مخکې اعلان کړی و، که د پاکستان حکومت ورته له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اجازه ور نه کړي، د سر وزیر په توګه به د قبایلي مشرانو په مشرۍ له طالبانو سره خبرو ته کېني.
نوموړي له قومي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره په کتنه کې وويل: «په دې ایالت کې سوله په يوه سوله ييز افغانستان پورې اړه لري.»
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د پښتونخوا د سر وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې هېڅ صوبه هم له یوه بهرني هېواد سره د خبرو واک نه لري.
د سپتمبر میاشتې په څوارلسمه چې په میډیا کې د افغانستان لپاره د پاکستان د خاص استازياصف درانی د خپلې چوکۍ نه د ګوښه کیدو خبر خپور شو،نو په دغه خبر د تبصرو په ضمن کې تبصره کوونکو د پاکستان او د طالبانو تر منځه په اړیکو هم خبرې وکړې.
د ځینې شنونکو دا خیال وو چې اصف درانی د پاکستان واکمنانو ځکه د استازیتوب له کار نه ایسته کړی چې هغه د ټي ټي پي په باره کې د افغان طالبانو د سیاست په بدلولو کې بریالې نه شو ، خو پوځیانو د اصف دراني نه وړاندې پخوانی سفیر صادق خان هم د څه وخت د لپاره د خاص استازي په توګه ساتلی و او بیا یې هغه هم دغسې ایسته کړی وو.
حقیقت دا دی چې د ۱۹۸۰ لسیزې د جنرل ضیاالحق د پوځي دکتاتورۍ د وخت نه د افغانستان په باب د پاکستان د پالیسۍ جوړولو کار د پوځ او د هغه د استخباراتو یعنی د ای اېس ای په لاس کې دی او نن هم افغان پالیسی د هغوۍ په انحصار کې ده، د پاکستان پارلمان او یاخارجه وزارت په دې کې چندان نقش نه لري.
په امریکا کې د یولسم سپتمبر د ترورستي حملو نه وړاندې ټول کارونه په بربنډه توګه او په ډاګه کیدل، پیښور ، کوټه او په نورو ښارونو کې د طالبانو څرګند او غټ دفترونه وو، دوی به د ای اېس ای دفترونو ته هم تګ راتګ کاوه.
د طالبانو دفترونو به په افغانستان کې د جنګ لپاره زرګونه خلک استخدامول او افغانستان ته به یې لیږل، خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نه وروسته بیا دا کارونه اخفا ته ولاړل، خو بیا هم پاکستان کې دا کومه پټه خبره نه ده چې په لوړه کچه له طالبانو سره د اړیکو د پاللو کار اوس هم د جنرالانو په لاس کې دی، چې زیاتره پنجابیان وي.
پښتو ژبي سفیران د پالیسۍ جوړولو په کار کې کومه ونډه نه لري، دوی تش کابل ته سوال او ځواب د وړلو او راوړلو دنده په غاړه لري.
د کال ۲۰۲۱ د اکتوبر د میاشتې په وړومبۍ اونۍ کې د طالبانو په منځ کې د واک د ویش د کشالې د حل په خاطر د ای اېس ای د هغه وخت عمومي رئیس جنرال فیض حمید کابل ته تللی و.
اوس پوښتنه دا ده چې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ د څه د پاسه دریو کلونو نه وروسته د پاکستان او د طالبانو اړیکې په ریښتیا هغسې ترینګلې دي چې داړه غاړې یې ادعا کوي او که نه د ځینې خاصو اجندا ګانو لپاره د هغوی مرموزې اړیکې نن هم ادامه لري
حقیقت دا دی چې د افغانستان او د سیمې لپاره د غرب د ستراتیجۍ په چوکاټ کې چې پاکستان ته کوم نقش ورکړی شوی هغه اوس هم په خپل ځای دی او په هغه کې د پاکستان د اوږدې مودې ګټې خوندي دي.
پر ډیورنډ د پاکستانۍ کرښې جوړېدل او د طالبانو چوپتیا
طالبان د چمن پرلت ته هیڅ غبرګون نه ښيي
د مثال په توګه په ۱۹۲۱ کې د افغان انګلیس تر منځه په کابل کې لاس لیک شوې لوظنامې له مخې د ډیورانډ په فرضي کرښه د پاسه پرتو قبیلو د غړو دا حق انګلیسانو ومانه چې دوی به د فرضي کرښې د پاسه د عبور او مرور لپاره ویزې او پاسپورټ ته اړتیا نه لري.
دې حق ته د معاهدې په انګلیسي متن کې د Easement Rightیعنې د لارې نه د استفادې حق ویل شوی، د دغه حق له مخې د سلو کالو نه زیاته موده کې د پښتنو او بلوڅو قبیلو غړو بدون د ویزې او پاسپورټ نه د فرضي کرښې د پاسه د عبور او مرور د حق نه استفاده کوله.
خو چې کله طالبانو کابل ونیو، نو پاکستان سترګې بدلې کړې او تیر کال د اکتوبر د میاشتې نه پاکستان په خودسرانه او کاملن په یو طرفه توګه د چمن او نورو دروازو په تیریدونکو خلکو باندې د ویزې او پاسپورټ شرط تحمیل کړ.
د تیرو یوولسو میاشتو نه په چمن، انګور اډه او نورو دروازو کې د پښتنو قبیلو احتجاج ادامه کړې ده، خو طالبانو د ډیورانډ د انګلیسي کرښې د پاسه د نوې پاکستانۍ کرښې د تحمیل په باب چوڼ نه دی کړی.
په تجارت کې پاکستاني مالونه د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته لیږدول کیږي، خو د دې په مقابل کې د افغانستان مالونه د پاکستان له لارې هندوستان ته د لیږدولو اجازه نه لری، خو د طالبانو احتجاج په دې مسله چا نه دی اوریدلی.
له امو پورې غاړه د پاکستان د نفوذ هڅې او مدرسې
که پاکستان خپله طالباني پروژه کې تاوان لیدلی، نو د افغانستان په باره کې به یې په خپل سیاست کې بدلون راوستی، چې تر اوسه بدل شوی نه دی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د پاکستان واکمنانو به په خپل هیواد کې د طالبانو د تولید فابریکې تړلې وې، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
په افغانستان کې د پاکستاني مدرسو سوونه څانګې پرانستل کیږي، چې د پاکستان د نفوذ او اشغال غټه او اصلي وسیله ده.
پاکستاني جنرالان خو په دې طمع دي چې دروسیې په ضد د غرب د ستراتیژۍ په چوکاټ کې به دغه مدرسې د مرکزي اسیا هیوادونو کې هم نفوذ وکړي.
په دې ډول به د پاکستان نفوذ د امو سیند نه پورې خوریږي او هغه هیوادونه به هم د افغانستان په څیر د پاکستان د اومو موادو سرچینې او د تیار مال منډيي وګرځي.
د اختلاف ښودلو لپاره نښتې
سرچینې وايي، پرون هم پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته شوې ده.
د ډیورنډ کرښې په شرق کې د ټي ټي پي په فعالیت باندې د پاکستان او افغانستان تر منځه په ظاهره اختلاف یوه صحنه سازي ده، ځکه چې پاکستاني جنرالانو او طالبانو دواړو په سیاسي توګی په ظاهره دیو او بل نه لرې کیدلو ته اړتیا لرله.
د افغانستان وګړي طالب د پاکستان لاس پوڅي ګڼي، طالب دې ته اړتیا لرله چې ځان مستقل ښکاره کړي.
پاکستان هم غوښتل چې اوس په ښکاره ډول د طالب د مربیتوب نقش نور ونه لوبوي، ځکه چې طالب په څرګنده د یو شمیر ترورستي سازمانونو کوربه دي، نو د خلکو په سترګو کې د خټې اچولو لپاره دواړو یوه بل ته د څرمنو اسمانونه وګړبول، خو په اخفا کې یې خپلې ستراتیژیکې اړیکې برقراره وساتلې دي.
په دې خبره پوهیدل لازم دي چې د پاکستان دولت او پنجابي روشن فکران هیڅ کله طالبان خپل دوښمنان نه ګڼي.
د هغوی په اند دا احساساتي ځوانان چې ژوره پوهه نه لري، خو اسلامي شریعت نافذول غواړي، پاکستان کې واکمن پښتانه او بلوڅ ملت پاله سیاسي ډلې خپل اصلي دوښمنان ګڼي او د هغوی د ماتولو په مبارزه کې طالب خپل اصلي متحد ګڼي.
د پښتنو د ځپلو لپاره د ۴۰ زرو طالبانو ستنول
د پاکستان پر پوځ تور دی چې وسلوال یې بېرته له ډیورنډ کرښې و رواړول
عمران خان چې د پاکستان د وزارت عظما د چوکۍ نه ګوښه شو نو هغه په خپله یوه مصاحبه کې وویل چې د وزیر اعظم په توګه د هغه په مشرۍ یوه رسمي دولتی غونډه کې د پاکستان د پوځ د جنرالانو په حضور کې دا تصمیم نیول شوی و، چې د ټي ټي پي د جنګیالو او د هغوی د کورنیو په ګډون څلویښت زره کسان به پاکستان کې بیا میشت شي.
د پاکستان پښتانه چې اوس د پاکستان د پوځ نه بیزاره شوی دی
د پاکستان پښتانه چې اوس د پاکستان د پوځ نه بیزاره شوي، او هغه یې له خپلو سیمو نه وباسي، نو طالبان ورپسې راوستل شوي ، هدف یې د دوی په داسې ډول اداره کول دي چې د ملتپالنې مخه ونیول شي.
د پاکستاني عسکرو او طالبانو ترمنځه جګړې استخباراتي لوبې دي، پرون امریکايي عسکرو او طالب تر منځه جنګ نه وو ؟ ایا هغوی نن متحدین نه دي؟ د پاکستان او طالبانو تر منځه ظاهري شخړې هم استخباراتي لوبې دي.
پولیس وايي، دغه تورن ډاکتر له ځانه وسله لرله او کله چې پولیسو د هغه د نیولو هڅه کوله پر پولیسو یې ډزې وکړې چې په پایله کې نوموړی ووژل شو. ډان ورځپاڼې لیکلي، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د (وږي په ۲۹مه) د سند په عمر کوټ سیمه کې هغه مهال وشوه چې دغه ډاکتر د یو بل کس سره په موټر سایکل سپور و او پولیسو غوښتل چې هغوی ودروي، او دغه ډاکټر هڅه کوله چې وتښتي. پولیس وايي، چې دغو کسانو د تېښتې پر مهال په پر له پسې توګه پر پولیسو ډزې کولې. پولیس وايي، دغه تورن کس یې له ټپي کېدو وروسته روغتون ته رسولی؛ خو د ژورو ټپونو له کبله یې په روغتون کې سا ورکړه. له دغې پېښې مخکې، په دغه ښار کې ګڼو کسانو په اعتراض لاس پورې کړ، او اسلام ته یې د سپکاوي په تور د دغه ډاکتر د نیولو غوښتنه کوله.
دغو اعتراض کوونکو له پولیسو غوښتنه کوله، که تورن کس یې و نه نیوه؛ نو دوی به د پولیسو په تاڼه یرغل وکړي. په راپور کې راغلي چې، تر دې وړاندې اعتراض کوونکو د پولیسو یو موټر ته هم اور اچولی و او پولیسو یې په تور لس کسه نیولي هم دي.
د یو بل خبر له مخې، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یوې ځايي محکمې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي یوې قضیې کې یوه مسیحي مذهبه ښځه د اعدام په سزا محکومه کړې ده.
پر شګفته کرن نومې ښځې تور لګېدلی و، چې څلور کاله مخکې یې په خواله رسنۍ کې داسې څه خپاره کړي، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی بلل کېږي. تر دې پېښې څو ورځې وړاندې، اسلام ته د سپکاوي په تور یو بل تورن کس هم په کوټه کې نیول شوی و، چې بیا د پولیسو په تاڼه کې د یو پولیس لهخوا ووژل شو. اسلام ته د سپکاوي پېښې په پاکستان کې ډېرې خطرناکې پایلې له ځان سره لري او ان تر دې چې تورن کسان د ولسي خلکو لهخوا په کې وژل شوي هم دي.