• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان: پر ۵.۶ میلیونه کروندګرو باندې به د غنمو تخم ووېشي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، دغه اداره به په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۵،۶ میلیونه کروندوګرو ته د غنمو با کیفیته تخم او کیمیاوي سره ووېشي. د ملګرو ملتونو چارواکو په کندوز ولایت کې له کروندګرو سره د دوی د اړتیاوو او د «ژمي غنمو د کمپاین» په اړه خبرې اترې وکړې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، ټاکل شوې ده، چې د دې سازمان د «ژمي غنمو کمپاین» کې څه باندې یو میلیون ټنه غنم راټول کړي، چې په افغانستان کې به د کابو پنځه میلیونه کسانو اړتیاوې پوره کړي.
یاد سازمان زیاته کړه، چې په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه نورو کسانو ته د غنمو د تامین لپاره ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې سږ کال په هېواد کې د غنمو ۴.۹ میلیون میټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.

د دوی په خبره، د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
غنم د افغانستان په کرنه کې حیاتي رول لري او د ډېریو کورنیو لپاره د خوړو اصلي سرچینه ده.
د یادولو ده، چې دا محصول د هېواد د کرنیز اقتصاد لویه برخه جوړوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اوچا: هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۴ GMT+۱

اوچا په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې د هالنډ هېواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده. او چا د یادې مرستې په اړه نور جزیات نه دې ورکړي، چې یاده مرسته به په کومو برخو کې ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی سازمان (اوچا) د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په اېکس پاڼه د هالنډ له لوري د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۵ میلیونه یورو مرستې په اړه مننه کړې ده.

اوچا لیکلي، چې هالنډ له افغانستان سره درېیم لوی مرسته کوونکی هېواد دی او د ۲۰۱۶مېلادې کال راهیسې یې له افغانستان سره ۸۹ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغه سازمان د هالنډ هېواد له لوري د تازه مرستې په اړه نور جزیات نه دې خپاره کړې، چې یاد ۱۵ میلیونه یورو به په کومه برخه کې ولګیږي.

خو دغه سازمان څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۹۱۰۰ کورونه اغېزمن شوي، چې له دې جملې، ۶۲۰۰ کورنه ویجاړ او ۱۲۹۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

یاد سازمان ویلي و، چې د راتلونکي ژمي لپاره له یو میلیونه کسانو سره د مرستو لپاره ۵۹،۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

طالبانو په هرات کې درې تنه د نشه‌یي توکو د پلور، لېږد او رالیږد په تور په دورو وهلي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې په هرات ولایت کې درې تنه د نشه‌يي توکو د پلور، لېږد او رالېږد په تور په عام محضر کې ۳۹ ـ ۳۹ دورې وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې له لوري د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د شنبې په ورځ د هرات ولایت د لومړۍ محکمې له لوري درې تنو ته د نشه‌يي توکو د خرڅلاو، لېږد او رالېږد په تور تعزیري سزا ورکړل شوې.

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو زیاتوي، هر تورن کس یې د ۳۹ ـ ۳۹ دورو وهلو تر څنګ دوه ـ دوه کاله بند سزا هم ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو درې ورځې وړاندې په سرپل ولایت کې د «نامشروع اړیکو» او «زنا» په تور هم د سیمې اوسېدونکو ته سزاګانې ورکړې وې.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزاوې پیل کړې دي او نږدې هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاګانو خبرونه خپروي.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو له لوري په کابل کې د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ویجاړولو ته غبرګونونه

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو له لوري د مزاري څلورلارې ویجاړولو ته په غبرګون کې ویلي: «د طالبانو له لوري د ملي بنسټونو ویجاړول، د ملي شتمنیو لوټ کول او قومي احساسات راپارول ټول د یوه ناوړه او پېچلي پلان برخه ده.»

د طالبانو د کابل ښاروالی تېره شپه د وحدت اسلامي ګوند د مشر عبدالعلي مزاري په څلورلاري کې د هغه جوړه شوې مجسمه ونړوله.

عبدالعلي مزاري د هزاره ټبر او شیعه ګانو مشر و چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د طالبانو له لوري ووژل شو.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د طالبانو دغه کار توند غبرګون ښودلی دی.

نوموړی وايي، چې د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري په څېر شخصیتونه د ازادۍ او عدالت د مبارزې له امله «د خلکو په زړونو کې» ځای لري.

ښاغلي مسعود د طالبانو دغه کار ته په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د عدالت او ازادۍ د لارې شهيدان لکه استاد شهيد، ملي اتل او شهيد مزاري او نور شهيدان د قبر ډبرې او خښتې نه دي چې په ویجاړۍ سره یې له منځه ولاړ شي.»

د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو د دغې کړنې په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له «بده مرغه طالبان په افغانستان کې د یوه ویجاړونکي ناورین په توګه راڅرګند شوي، چې اصلي موخه یې د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقه اچول، ملي پیوستون کمزوری کول او د دې خاورې تاریخ او هویت له منځه وړل دي.»

 نوموړي زیاتوي: «دوی چې هر ګام اخلي، د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او دښمنۍ تخم کري. د ښځو د زده‌کړو د بندولو څخه نیولې بیا د هیواد پریښودو ته د مخورو مجبورول، د ملي بنسټونو له منځه وړل د ملي شتمنیو لوټ کول او د توکمیزو احساساتو پارول، دا ټول د یوه ناوړه او پیچلي پلان برخه دي.»

نوموړي د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو هر شوم پلان به افشا کوي.

طالبانو تردې وړاندې په بامیان ولایت کې د عبدالعلي مزاري مجسمه هم ویجاړه کړې وه.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو تردې وړاندې په پنجشیر ولایت کې د احمدشاه مسعود د قبر ډبره ویجاړه کړې او په کندهار کې یې د جنرال عبدالرازق د قبر له شاوخوا څخه د موټرو تمځای جوړ کړی.

احمد ضیا سراج: ما وړاندوینه کړې وه چې د طالبانو او اسلام اباد دوستي یو کال هم دوام نه کوي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر احمد ضیا سراج وايي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې یې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر فیض حمید ته خبرداری ورکړی و چې که طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، د اسلام اباد او طالبانو دوستي به تر یوه کال زیات دوام ونه کړي.

ضیا سراج د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو تاوتریخوالو ته په اشارې سره وویل، د طالبانو او اسلام اباد اړیکې ورځ تر بلې د خرابیدو خواته روانې دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا د پاکستان استازي منیر اکرم په ځلونو د دغې شورا په غونډه کې د طالبانو حکومت له ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړی او دعوه یې کړې چې طالبانو په افغانستان کې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې ناامني جوړه کړې. خو طالبان بیا د ټي ټي پي موضوع د پاکستان کورنۍ موضوع بولي.

په تېرو دوه نیمو کلو کې په پاکستان کې د پخوا پرتله ناامني په بې ساري ډول زیاته شوې او د طالبانو او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

طالبانو په تېرو دوه نیمو کلو کې څو ځلې له پاکستاني پوله ساتو سره نښتې کړې دي. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د دغه هیواد مخالفو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له ټي ټي پي سره مرسته کوي چې د پاکستان پر ګټو بریدونه وکړي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «ما د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په اسلام اباد کې د ای ایس ای له پخواني مشر جنرال فیض حمید سره په وروستۍ رسمي ناسته کې، هغه ته وویل چې پر طالبانو د پاکستان له ټولو پانګونو سره سره، که طالبان واک ته ورسېږي، د دوی دوستي به تر یوه کال زیات دوام ونه کړي.»

ضیا سراج وړاندې وايي، د دې خبرې لپاره بې شمېره دلیلونه هم لري.

ښاغلی سراج همدارنګه په افغانستان کې د حکومتونو د پرځېدو تاریخي لاملونو ته په اشارې سره وویل، اقتصادي تکیه، بهرنیو مرستو ته اړتیا، اکمالاتي لارې چې څو ځله د افغانستان پر ضد کارول شوې، پر ډیورنډ کرښې ستونزې، پرافغان خاوره دعوې، او د کورنیو او بهرنیو ګټو ټکرونه. هغه لاملونه دي چې تل سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي او په افغانستان کې د حکومتونو او سیاسي د پرځیدو لامل شوي دي.

په لبنان کې د پيجرونو چاودنو ۱۲۰ تنه ټپیان د درملنې لپاره تهران ته وړل شوي

۳۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د تهران د ولایتي بیړنیو حالاتو د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې په لبنان کې د پیچرونو د چاودنو له امله د ټپیانو د انتقال په دوهم پړاو کې ۱۲۰ تنه د درملنې لپاره تهران ته راوړل شوي دي.

دغه دفتر ویلي، چې ټپیان د ۷ بسونو، ۲۶ امبولانسونو او ۱۳۰ بېړنیو خدماتو کارکوونکو په مرسته د تهران طبي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د ایران روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ - د وږي په ۲۹ مه - ویلي‌و، چې په لبنان کې د پیچرونو د چاودنو له امله ۹۵ تنه ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره تهران ته رسیدلي دي. دغه چارواکو ویلي و، چې ټپیان د شپږو بسونو او ۳۲ امبولانسونو په واسطه ایران ته لېږدول شوي دي.

په لبنان کې د پیچرونو د لومړۍ ورځې چاودنو د دوو ماشومانو په ګډون ۳۷ کسان ووژل او شاوخوا درې زره نور یې ټپیان کړل.

اسراییلي چارواکو د دې چاودنو په اړه څه نه دي ویلي، خو لبنان او ایران په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنې پړه د اسراییلو پر جاسوسې ادارې موساد اچوي.

د حزب الله ځینو چارواکو د مخابراتي وسایلو چاودنه د دې ډلې په تاریخ کې تر ټولو لویه امنیتي سرغړونه بللې ده.

د لبنان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ - د وږي په ۲۹ مه - وویل، چې په دغه هېواد کې د مخابراتي وسایلو د چاودنو د دوهمې څپې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړه، چې د ارتباطي وسایلو د چاودنو دوهمه څپه د چهارشنبې په ورځ د بیروت په څنډو او د بقاع په دره کې رامنځ ته شوې ده.