• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د پارلمان یوه غړي ادعا کړې چې ۱۷ میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې ژوند کوي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د ایران د پارلمان یوه غړي د کډوالو په اړه د خپل هېواد د حکومت پر ځینو سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ۱۷ میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. یعقوب رضازاده پارلمان ته په وینا کې وویل، له ایراني ښځو سره د بهرنیو اتباعو واده د قانون خلاف کار دی.

د ایران د پارلمان دغه غړي د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې له افغانانو سره د ایراني ښځو ودونه او بهرنیانو ته د ملکیت حق ورکول به د نفوسو د جوړښت د بدلون لامل شي.

یعقوب رضازاده وویل: «ولې ۱۷ میلیونه افغان کډوال ایران ته راغلل او دلته اوسېږي؟»

دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې په دغه هیواد کې د ۱۷ میلیونو افغان کډوالو د موجودیت ادعا کړې ده، چې د ایران د کورنیو چارو پخوانی وزیر احمد وحیدي ویلي، چې په دغه هیواد کې د رسمي او نارسمي کډوالو په ګډون پنځه میلیونه افغان کډوال میشت دي.

ښاغلي رضازاده همداراز له ایراني مېرمنو سره د بهرنیو اتباعو د واده پر قانوني کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، د دې مسلې د توجیه لپاره د «شرعي واده» لقب کارول منطقي نه دي.

د ایران د پارلمان دغه غړي وویل: «موږ په څه اجازې سره بهرنیانو ته د ایراني ملکیتونو حق ورکوو؟ دې ته مهاجرت نه ویل کیږي، بلکې د نفوسو د جوړښت څېړنه او د ایران په خاوره کې د دوهم افغانستان جوړول بلل کیږي.»

د ایران د مدني قانون په ۱۰۶۰ ماده کې راغلي: «د یوې بهرنۍ ښځې سره د یوې ایرانۍ ښځې واده په داسې حالاتو کې، چې کوم شرعي خنډ نه وي، د حکومت په ځانګړې اجازې ځنډول کېږي.»

د دغه قانون له مخې، د یوې ایرانۍ لپاره له یوه نا ایراني سره د واده کولو شرط دا دی، چې دواړه باید مسلمان وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سلمانیان: طالبانو خوست او پکتیا کې د سټایلي وېښتانو او ږیرې پر جوړولو ۱۰ زره جریمه ټاکلې

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

په پکتیا او خوست کې ځینو سلمانیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو خبرداری ورکړی، که له دې وروسته وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخریي ۱۰ زره افغانۍ به جرمانه شي. دوی زیاتوي، طالبانو ورته ویلي، پر نغده جرېمه سربېره به یې یوه میاشت دوکانونه تړلي وی.

دغو سلمانیانو نن د سې شنبې په ورځ «د تلې ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین له څو ورځې راهسې دوکان په دوکان ګرځي او د سټایلي وېښتانو او ږېرې د نه خرېیلو سپارښتنې کوي.

د پکتیا په مرکز ګردېر کې ځینو سلمانیانو وویل، له دې وړاندې یې هم کاروبار خراب شوی او له دې بندیزونو سره به یې کارونه په ټپه ودریږي.

په خوست او پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په لارو او کوڅو کې هم ځوانانو ته سپارښتنې پیل کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف متحسبینو په خوست بازار کې موټر چلوونکو ته ویلي چې «بې ږیرې کسان موټر کې مه وړئ.»

د خوست یو ځايي اوسېدونکی « طالبانو امربالمعروف متحسبینو د خوست ښاروالۍ مخکې ولاړ وي او د هغو کسانو ته سپارښتنې کوي چې زیره نه لري.

د راپورونو له مخې، په ځینې ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې د ادارو مسوولانو ته ویل شوي چې له دې وروسته ږیرخرېیلو ته کارونه وځنډوي.

د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.

طالبانو واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو کې د پخواني حکومت پر مامورینو ږېرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول حتمي کړي دي.

طالبان نه یوازې په خوست او پکتیا کې د ږېرې د خرېیلو پرضد اقداماتو لاس پورې کوي، بلکې له دې وړاندې یې د پلازمینې کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې سلمانیانو ته خبرداری ورکړی چې د سټایلي وېښتانو له جوړلو او له ږېرې خرېیلو دې ډډه وکړي.

د « وږي ۹مه» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د امربالعروف د نوي قانون د تصویبېدو په غبرګون کې ویلي و، چې دغه قانون د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه راکم کړي او په ټولنه کې یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

یوناما ویلي و، نارینه باید د ږیرې او ویښتانو پرې کولو او ښځې له پردي سړي سره د خبرو له امله مجازات نه شي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې دغه قانون به نړۍ ته له طالبانو سره اړیکې لا ستونزمنې کړي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او پر شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.

د هالیوډ اداکاره: نن سبا په کابل کې یوه پیشو او مرغۍ د ښځې پرتله ډېره ازادي لري

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۵ GMT+۱

د هالیوډ نوم وتې اداکاره مارېل سټریپ وایي، نن سبا په کابل کې یو مونثه پیشو تر یوې مېرمنې ډېره ازادي لري. نوموړې دغه څرګندونې تېر ماښام د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو یوې ناستې ته کړې دي.

د هغې په وینا، په افغانستان کې پر ښځو حقوقي او ټولنیر بندیزونه په اصل کې د نورو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی.

هغه زیاتوي:« نن ورځ په افغانستان کې یوه مرغۍ هم تر یوې نجلۍ ډېره ازادي لري او کولای شي په پارکونو کې والوزي؛ خو د طالبانو له‌خوا عامه پارکونه د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوي دي.»
هغه وړاندې وایي، چې په کابل کې یوه مرغۍ کولای شي سندرې ووايي؛ خو یوه نجلۍ او مېرمنه په عام محضر کې دغه کار نشي کولی، چې دا یوه غیرمعمولي کړنه ده.
د هغې په وینا، دا په اصل کې د طبیعي قانون جلا کول دي چې دا په واقعیت کې حیرانوونکې ده.
هغه وایي:«زما په اند طالبانو د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار کولو او د بیان ازادۍ ترڅنګ په افغانستان کې له سلو زیات فرمانونه صادر کړي دي.»
د نوموړې په وینا، طالبانو په اغېزمنه توګه افغان مېرمنې چې د دغه هېواد نیمایي نفوس جوړوي په کورونو کې بندیانې کړې دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو بیا په دغې ناسته کې ویلي، د دوحې تړون د درېدو له ګواښ سره مخ دی.

د هغې په وینا، تر دې وړاندې ډېرو هېوادونو د دوحې هوکړې پرمخ وړلو ته لېوالتیا لرله؛ خو اوس وضعیت ډېر پېچلی دی.

اغلې ډیکارلو وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون دغه تړون له ګواښ سره مخ کړی دی.

د خبریالانو کمېټه: طالبان دې د افغانستان د مشهور ترین تلویزیون په خپرونو پرازیت بند کړي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ، چې سمدستي دې د افغانستان انټرنشنل تلویزون پر خپرونو پرازیټ بند کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نیویارک مېشتې ادارې د رسنیو د فعالیتونو د ګډوډولو لپاره پرمختللې ټېکنالوژۍ ته د طالبانو د لاس رسي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رییس کارلوس مارتینیز ډیلا سیرنا وویل: «طالبان باید سمدستي د افغانستان انټرنشنل د خپرونو د ګډوډولو مخه ونیسي.»

هغه وویل: «پرمختللې ټېکنالوژۍ ته د طالبانو لاس رسی او د افغانستان انټرنشنل د خپرونو ګډوډول په افغانستان کې د یوې مهمې خپلواکې خبري سرچینې د غږ د خاموشولو لپاره د دغې ډلې د شرمناکه هڅې یوه بله نښه ده»

ډیلا سیرنا وویل:«دا ښیي چې دوی څومره هوډ لري چې د افغانستان خلکو ته د معلوماتو او خبرونو د ازاد جریان مخه ونیسي.»

د افغانستان انټرنشنل اجراییوي مدیر هارون نجفي زاده د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې دغه چینل د سپټمبر په پنځمه د طالبانو له خوا د افغانستان له ځمکني سټېشن څخه د خپل اصلي سیګنال بندولو وروسته د خپلو خپرونو د خپرولو لپاره له یوې بلې سپوږمکۍ څخه کار پیل کړی.

هغه زیاته کړه: «هر هغه خپلواکه رسنۍ چې د کره معلوماتو وړاندې کولو ته ژمنه وي، د طالبانو له ګواښ او وېرې سره به مخامخ شي»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یوې اعلامیې له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي وروسته له هغې دا شبکه "دښمنه" وبلله، چې افغانستان انټرنشنل په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې د حیف و میل په اړه افغانستان انټرنشنل د یوه راپور جوړولو هوډ کړی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبانو په رسمي دول افغانې مېرمنې له ټولنې حذف کړې دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش نن له افغان مېرمنو سره په افغانستان کې د مېرمنو د وضعیت په تړاو په ځانګړې غونډه کې ویلي دي، چې طالبانو په رسمي ډول افغانې مېرمنې له ټولنې څخه حذف کړې دي. نوموړي روان وضعیت خواشینوونکی وباله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د ظلم او جنسیتي تبعیض له ژور بحران سره مخامخ دي.

هغه وویل، چې طالبانو په خپل نوي قانون سره سم له عامه ډګر څخه د ښځو ایستل رسمي کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان بندیزونه د اندېښنې وړ بندیزونه بللي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانې مېرمنې اوس په سیورې بدلې شوې دي، چې مجبورې دي په خاموشۍ او تیرو کې سکوت وکړي.

په دغه غونډه کې افغان مېرمنو په نماینده ګۍ اصیلا وردګ، حبیبه سرابي او فوزیه کوفي ګډون کړی دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړې وه.

انټونیو ګوتریش د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې وه.

چین له طالبانو غوښتي، چې د ښځو د وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنې په نظر کې ونیسي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له طالبانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنو ته پام وکړي.

لين جيان په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزې ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ، چې په هېواد کې د ښځو حقونه يوازينۍ مساله نه ده.

هغه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د یوه راپور په حواله وویل، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري او ۱۲.۴ میلیونه به د خوراکي توکو له سخت نه خوندیتوب سره مخ شي.

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې طالبان وهڅوي چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د برابرۍ او درناوي په روحیه ښه کړي.

هغه همداراز هیله څرګنده کړه، چې طالبان به د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

خو لين جيان د ښځو د مسالې په اړه د نړۍ په تېره بيا د امريکا او اروپا ټينګار رد کړ، چې د طالبانو له رژيم سره د دغو هېوادونو په ټکر کې تر ټولو مهمه مساله بلل شوې ده.

نوموړي وویل: «د ښځو حقونه او ګټې د افغانستان ټوله مساله نه ده او نه هم د دغه هېواد د ستونزو اصلي لامل یا بنسټ دی.»

هغه زیاته کړه: "نړۍواله ټولنه باید د افغانستان تر ټولو مهمو ستونزو ته پام وکړي، په دغه هېواد کې د بیارغونې او پرمختګ چارې پیل کړي، د افغانانو هوساینې ته وده ورکړي او د دغه هېواد د خلکو د بشري حقونو په رښتینې توګه ساتنه وکړي."

چین په سیمه کې د طالبانو ملاتړی دی.

دغه هېواد له طالبانو سره د کانونو، تېلو او ګازو لسګونه قراردادونه لاسلیک کړي او غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه هېواد د امنیت شورا په غونډو او نورو نړۍوالو فورمونو کې د طالبانو پر تګلارو په تېره بیا د ښځو په اړه له نیوکې کولو ډډه کړې ده.

د چین حکومت وايي؛ د بشري حقونو په ګډون په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.