چین له طالبانو غوښتي، چې د ښځو د وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنې په نظر کې ونیسي

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له طالبانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنو ته پام وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له طالبانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنو ته پام وکړي.
لين جيان په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزې ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ، چې په هېواد کې د ښځو حقونه يوازينۍ مساله نه ده.
هغه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د یوه راپور په حواله وویل، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري او ۱۲.۴ میلیونه به د خوراکي توکو له سخت نه خوندیتوب سره مخ شي.
هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې طالبان وهڅوي چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د برابرۍ او درناوي په روحیه ښه کړي.
هغه همداراز هیله څرګنده کړه، چې طالبان به د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
خو لين جيان د ښځو د مسالې په اړه د نړۍ په تېره بيا د امريکا او اروپا ټينګار رد کړ، چې د طالبانو له رژيم سره د دغو هېوادونو په ټکر کې تر ټولو مهمه مساله بلل شوې ده.
نوموړي وویل: «د ښځو حقونه او ګټې د افغانستان ټوله مساله نه ده او نه هم د دغه هېواد د ستونزو اصلي لامل یا بنسټ دی.»
هغه زیاته کړه: "نړۍواله ټولنه باید د افغانستان تر ټولو مهمو ستونزو ته پام وکړي، په دغه هېواد کې د بیارغونې او پرمختګ چارې پیل کړي، د افغانانو هوساینې ته وده ورکړي او د دغه هېواد د خلکو د بشري حقونو په رښتینې توګه ساتنه وکړي."
چین په سیمه کې د طالبانو ملاتړی دی.
دغه هېواد له طالبانو سره د کانونو، تېلو او ګازو لسګونه قراردادونه لاسلیک کړي او غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دغه هېواد د امنیت شورا په غونډو او نورو نړۍوالو فورمونو کې د طالبانو پر تګلارو په تېره بیا د ښځو په اړه له نیوکې کولو ډډه کړې ده.
د چین حکومت وايي؛ د بشري حقونو په ګډون په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.


په غزې کې ډاکټران وايي، چې د دوشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په دوو بریدونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان ووژل شول. بل خوا، د سختو بارانونو له امله د بې ځایه شویو فلسطینیانو خیمو له اوبو ډکې شوې او ژوند یې ورته لا سخت کړی دی.
پر غزې د اسراییل پراخ بریدونه، چې اوس یې نږدې یو کال کېږي، په داسې حال کې دوام لري، چې د نړۍوالو پام په لبنان او شمالي اسراییل کې د حزب الله وسله والو او اسراییل ترمنځ جګړې ته اوښتی دی.
د فلسطین روغتیایي چارواکو وویل، چې د غزې د تړانګې د کډوالو د اتو تاریخي کمپونو څخه په نصیرات کمپ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو ښوونځي کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرايیل پوځ ویلي، چې د حماس د قوماندې یو مرکز یې په یوه ودانۍ کې په نښه کړی، چې پخوا د یو ښوونځي په توګه کاریدله.
په همدې حال کې دوشنبې په ورځ د دیر البلاح په ښار کې پر یو کور باندې د اسراییل هوايي برید، یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي.
په دې سیمه کې نږدې یو میلیون بیځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.
د اسراییل پوځ د دې پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي.
د حماس وسله والې څانګې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دوی جنګیالیو د رفح ښار په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو د اکمالاتو پر کاروان د ټانک ضد راکټونو په کارولو سره یې برید کړی.
حماس د برید د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
تېره شپه د پرله پسې بارانونو له امله د غزې د بې ځایه شویو لپاره یوه سخته او ستونزمنه شپه وه، د ډېری بې ځایه شویو خیمې د باران له اوبو ډکې شوې او ځینې ویجاړې شوي دي.
ځینې بې ځایه شویو په خیمو کې د اوبو د څڅېدو لپاره سطلونه ایښي او نورو بیا د خیمو شاوخوا کندې ویستلي چې د باران اوبه په کې ټولې شي او خیمو ته زیان ونه رسیږي.
۳۰ کلن احمد البري وویل، چې خلکو خپلې خیمې د اوړو له بوجیو، زړو جامو او له پلاستیکي کڅوړو جوړې کړې دي او کله چې باران کیږي، اوبه او باد ډېرې خیمې له ځانه سره وړي.

د خارکیف د ځواکونو عملیاتي او تاکتیکي ګروپ د دوشنبې په ورځ (سپټمبر په ۲۳ مه) پر ټېلېګرام خپور کړي راپور کې ویلي، چې د می میاشت له ۱۰مې څخه د سپټمبر تر ۲۱ نیټې پورې شاوخوا ۵ زره ۴۲۶ روسي سرتېري د خارکیف په لومړۍ برخه کې وژل شوي او ۱۰زره ۹۵۸ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حالې کې ده چې د متحده ایالاتو، انګلستان، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او نورو لویدیځ هیوادونو ایتلاف په افغانستان کې د ۲۰ کلونو څخه په ډیره موده کې (۲۰۰۱-۲۰۲۱) ټولټال ۳ زره ۵۰۰ سرتېري له لاسه ورکړي وو.
د افغانستان په جګړه کې ۲۴۰۰ امریکایان وژل شوي وو، دا د هغه سرتېرو نیمایي برخه ده، چې روسیې یوازې د اوکراین په خارکیف کې په څلورو میاشتو کې له لاسه ورکړی.
په دغه راپور کې راغلي، چې په همدې موده کې اوکرايني ځواکونو په دغه سیمه کې د روسیې ۱۴۳ ټانکونه په نښه کړي، چې ۶۹ يې ويجاړ شوي دي.
د راپور له مخې؛ په دغه سیمه کې ۷۷روسي زغره وال جنګي ګاډي زیانمن شوي او ۱۳۴ نور یې له منځه تللي دي.
په ټولیز ډول د روسیې ۱ زر ۴۶۴ موټر تخریب شوي، ۷۶۲د توغندیو سیسټمونه یې هم په نښه شوي او ۲۱۲ یې تخریب شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په یادو عملیاتو کې د روسیې ۴ زره ۴۵۸ بېلابېلې موټرې او ۱۵۲ د مهماتو ډیپوګان له منځه وړل شوي دي.
د اوکراین لوی درستیز ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په اوکراین کې د یو زر ۳۳۰ روسي سرېیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه هېواد ادعا کوي، چې په تېرو دوو کلونو د روسیې د یرغل له پیل راهیسې څه باندې ۶۴۳ روسي سرتېري په اوکراین کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د اسټرالیا «کنورسېشن» رسنۍ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پولیو د واکسین کمپاین ځنډول ښايي د سیمې په هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو لامل شي. افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې نه دي توانیدلي د ګورڼ ناروغي له منځه یوسي.
په دغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د تلې په دویمه خپور شو، ویل شوي چې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین ځنډېدو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ لارو کې د خلکو ګڼې ګوڼې له امله پاکستان هم د پولیو د ناروغۍ خطر زیات کړی.
د روغتیا نړۍوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۸ او په پاکستان کې ۱۷ نوې پېښې تایید کړې دي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په افغانستان کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.
دغو احصایو ته په اشارې سره دغه اخبار لیکلي، چې په افغانستان کې د پولیو د پېښو زیاتوالی «ډېر چټک» دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د واکسینو ځنډېدل سره به په نږدې راتلونکي کې په ماشومانو کې د پولیو پېښې زیاتې شي.
د راپور له مخې؛ دا وېروس کولی شي په سیمه او په ځانګړې توګه په هند او ایران کې هم د ماشومانو د فلج لامل شي.
پولیو یو ساري وېروس دی، چې په عمده توګه د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان اغېزمن کوي، مګر هغه څوک چې واکسین شوي نه دي د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
تر دې مخکې اسوشېټېډ پرېس د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی و، چې طالبانو د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.
د دغه راپور په غبرګون کې د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرف زمان ویلي وو، چې د واکسین د بندیز په اړه تر اوسه کوم رسمي مکتوب نه دی صادر شوی.
د پولیو د واکسین په کمپاین کې ښکېلو روغتیايي سرچینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د امنیتي اندېښنو او په دې کې د ښځو د ونډې له کبله په موقت ډول دغه کمپاین ودراوه.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون پخواني رییس خان اقا رضايي د افغانستان له انټرنشنل څخه په ژوندۍ تلوېزیوني خپرونه کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د پوځ پخواني غړي عیسی خان لغماني ته به درې زره ډالره ورکړي.
د افغانستان پخوانی سرتېری عیسی خان لغمانی هم په دې خپرونه کې وایي، چې په یوه ګاونډي هېواد کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او د دې امکان شته چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته وشړل شي.
نوموړي د اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنه وښوده او له خلکو، کورنيو او نړۍوالو بنسټونو يې د مرستې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي او د کورني امنیت کمېسیون مشر د دوشنبې په ورځ د دې غوښتنې په ځواب کې خپل چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل، چې د دغو پخوانیو سرتېرو د نه سپارلو په برخه کې به هم همکاري وکړي.
نوموړي د افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې هڅه کوي د پخواني سرتېري عيسى خان لغماني مالي ستونزې هوارې کړي.
عیسی خان لغمانی چې یو پخوانی سرتېری دی، په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان پر ولسي جرګې د برید پر مهال د شپږو طالب ځانمرګو په وژلو مشهور شو.
هغه وايي، چې د امنيتي ګواښونو له امله اړ شو، چې له افغانستانه ووځي او په يوه ګاونډي هېواد کې پناه واخلي؛ خو له دې امله چې د کډوالۍ اسناد نه لري؛ ښايي هر وخت افغانستان ته وشړل شي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په یوې تازه څېړنې کې د کندهار په عينو مېنه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په ګډون د دغې ډلې ۵۰ لوړ رتبه چارواکو د اخیستل شویو او غضب شویو کورونو څېړنه کړې، چې له مخې یې څه باندې ۱۳ میلیونه ډالره ارزښت لري.
په کندهار کې عينو مېنه يو مهال د عامو خلکو په منځ کې په ناټو مېنې مشهوره وه، دا ځکه چې په دې مېنه کې شتمنو پانګونه کړې او د تېر جمهوريت پر مهال ډېرو چارواکو، سودګرو او ان ځينو قاچاقبرانو په پراخ ډول پکې کورونه اخیستي وو؛ خو د طالبانو په واکمنۍ کې بیا دغه مېنه د طالب چارواکو پانګونې لا مشهوره کړې ده.
اوس په دغه مېنه کې د ملا هبت الله په ګډون د ګڼو طالب چارواکو کورونه، ماڼۍ او میلمستونونه موجود دي.

له تېرو درېيو کلونو را وروسته کله چې طالبان واک ته رسېدلي اوس دغه ښارګوټی د طالبانو په مېنه بدل شوی او د سرچینو په خبره، چې د کندهاري طالبانو ۹۰ سلنه لوړو پوړو او ټيټ پوړو چارواکو په همدغه مېنه کې کورونه اخیستي او یا یې غصب کړي دي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنې په ډاګه کړې، چې په دغه مېنه کې هغو طالبانو کورونه اخیستي، چې مخکې يې هيڅ نه درلودل خو واک ته له رسېدو را وروسته یې په دې مېنه کې د لکونو ډالرو په ارزښت کورونه اخیستي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په دې ښارګوټي کې د همدې کورنو د قیمتونو په اړه د معاملاتو د لارښوونې (رهنمایی معاملات) له څلورو دفترونو سره خبرې کړې دي.
د همدې دفترونو د مسوولينو په خبره؛ هغه کورونه چې طالبانو اخیستي د يوه کور قيمت له ۹۰ زره ډالرو څخه شروع تر یو ميليون ډالرو پورې دی.
د دوی په خبره، چې یو شمېر طالب مشرانو اوس په دې ښارګوټي کې په عصري بڼه د کورنو جوړول هم شروع کړي، چې د يوه کور پر جوړولو نږدې ۸ ميليونه ډالره لګښت راځي.
طالب مشران هم هڅه کوي، چې په دې ښارګوټۍ کې د اوسېدو لپاره ځايونه واخلي ځکه دا سيمه د امنيت له اړخه ډاډمنه او دوی يې په اسانۍ سره کنټرولولای شي.
د عينو مېنې د چارو د سمبالښت په دفتر کې ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې په دې ښارګوټي کې د نورو ولایتونو طالب چارواکو هم کورونه اخیستي او يا یې اوس تازه په جوړولو بوخت دي.

په عينو مېنه کې د طالب مشرانو نوي کورونه
که څه هم په دې ښارګوټي کې د طالبانو د کورونو د اخیستلو ليست خورا لوی دی؛ خو موږ يې د بېلګې په ډول د ځينو لوړپوړو چارواکو یادونه کوو.
افغانستان انټرنشنل د کندهار په عینو مېنه کې د طالبانو د کورنو د پلټولو، قيمت معلومولو او د طالبانو له لوري د غصب شويو کورنو په اړه تر ۵۰ سرچینو سره خبرې کړې دي.
ملا هبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر د اولې عينو مېنې پر ډبليو سړک د اتل قصر په نوم د کندهار د مخکني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق مېلمستون غصب کړی.

سرچينه زياتوي، چې نوموړی زيات مهال په دې مجلل مېلمستون کې اوسيږي او ډېر وخت دغه مېلمستون د کابل څخه د ورغلو وزيرانو او خپلو ليدونو لپاره کاروي.
د همدې مېلمستون څنګ ته د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق کور هم د هبت الله له لوري غصب شوی دی.
د طالبانو مشر د همدې مېملستون مخامخ د جنرال رازق د ورور تادين خان کور هم غصب کړی او د اوسېدو ځای يې ترې جوړ کړی دی.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت اداره او د معاملاتو د لارښوونې دفتر د دغه د مېلمستون او دوو کورنو قيمت شاوخوا يو نيم ميليون ډالره اټکل کړی دی.

طالبانو د خپل مشر د همدې مېلمستون د امنيت نيولو لپاره په همدې ښارګوټي کې شاوخوا ۴ سړکونه بند کړي او څوک په اسانۍ نه شي کولای تګ راتګ پرې وکړي.
د همدې مېلمستون شاته لوی جومات هم دی، چې خلک د لمونځ کولو لپاره هم تلاشي کيږي.
فتح الله منصور (د طالبانو د دویم مشر اختر محمد منصور زوی)
د طالبانو د دویم مشر اختر محمد منصور زوی فتح الله منصور، چې اوس مهال د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د هوایي چلند عملياتي مرستیال دی د اولې عينو مېنې پر ډبلیو سړک يې د اوسېدو لپاره جوړ شوی کور اخیستی دی.
د عينو مېنې د دفتر د يوې سرچينې په خبره، چې دغه کور شاوخوا ۳ نيم لکه ډالره قيمت لري.
تر دې دندې مخکې نوموړی د کندهار د هوايي ډګر مسول و، چې يو مهال د بګرام د نظامي اډې را وروسته د امريکايانو ستره نظامي اډه بلل کېدله.
هغه مهال پر نوموړي نيوکې او تورونه پورې کېدل، چې د امريکایانو څخه پاتې تجهزات او وسایط يې په تور بازار کې پلورلي.
عبدالمنان عمري
د طالبانو د لومړي مشر ملا محمد عمر ورور عبدالمنان عمري، چې اوس مهال د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير دی په دویمه عينو مېنه کې يې کور اخیستی، چي تر ۴ لکه ډالره زيات قيمت لري.
د معاملاتو د لارښوونې د دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاد کور کې یو څه تغیرات هم راغلي، چې ښايي قیمت یې له دې هم لوړ وټاکل شي.
دوو باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي؛ هغه مهال چې عمري د طالبانو د ټولګټو وزارت وزير و، د افغانستان په شمال کې د اقینې بندر د ۶ مياشتو عواید چې شا او خوا یو ميليون ډالره کېدل د حکومت خزانې ته نه وو سپارلي.
ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر د دویمې عينو مېنې په ۳۱، ۳۲ او ۳۳ سړکونو کورونه اخیستي دي، چې د نوموړي زامن، کورنۍ، خپلوان او ساتونکي پکې اوسېږي.
د همدې کورنو قيمتونه له یو لک ډالرو څخه شروع تر ۶ لکه ډالرو قيمت لري.

ملا هدایت الله بدري
د طالبانو د کانونو او پټرولیم اوسنی وزیر ملا هدایت الله بدري، چې لومړی د ماليې وزیر او بیا د افغانستان بانک رییس و، په دویمه عينو مېنه کې کور او مېلمستون جوړ کړی، چې ۶ لکه ډالره قيمت لري.
سرچینه وایي، چې بدري د طالبانو په منځ کې تر ټولو شتمن کس بلل کيږي، چې د نوموړي د عاید سرچینه د نشه يي توکو کاروبار دی.

ملا عبدالحق همکار
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار هم په دویمه عينو مېنه کې په ۲ لکه ۸۵ زره ډالر کور اخیستی، چې دا مهال یې پکې کورنۍ اوسیږي.
عبدالاحد طالب
د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب په دویمه عينو مېنه کې د پخواني حکومت د ملي امنيت د يوه کارکوونکي کور غصب کړی او هغه ته نږدې يې بل کور هم اخیستی دی.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دواړو کورونو قيمت تر ۳ لکه ډالره لوړ دی.
یوسف وفا
د طالبانو د کندهار پخوانی او د بلخ اوسنی والي یوسف وفا په دویمه عينو مېنه کې یو لوی مېلسمتون او دوه کورونه څنګ پر څنګ اخیستي دي، چې هر کور شاوخو ۴ لکه ډالره قيمت لري.
د نوموړي کور ته دوه تللي سړکونه هم بند دي او څوک نه شي کولای تګ راتګ پرې وکړي.
یو بل کور د وفا ورور هم اخیستی، چې له خپلې کورنۍ سره پکې اوسيږي.

د هدایت الله بدري کارکوونکی
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري یو ملګری چې د ماليې وزارت راهيسي له هغه سره کار کوي په دويمه عينو مېنه کې د ماهيانو فوارې سره په ۶ لکه ډالره مېلمستون جوړ کړی، چې زيات مهال بدري او د هغه ملګري هلته ناستې هم کوي.
د معلوماتو له مخې؛ نوموړی په عینو مېنه کې په بېلابېلو مستعارو نومونو پېژندل کیږي.

ملا حیات الله (حاجي لالا)
ملا حیات الله چې مشهور په حاجي لالا دی د طالبانو د دفاع وزارت د کشف رییس دی. نوموړي په عینو مېنه کې څلور کورونه اخیستي ، چې د هر کور قیمت یې یو لک ډالره کیږي.
حاجي لالا څلور مېرمنې لري، چې هره یوه یې په بېل کور کې اوسي.
د کندهار د امنیتي او ملکي ادارو مسولين:
ملا شيرين
ملا هبت الله ته نېږدې د کندهار لپاره د طالبانو اوسنی والي ملا شيرين هم په عينو مېنه کې کور لري، چې قيمت يې شاوخوا ۲ لکه ۵۵ زره ډالره دی.
سرچینې وايي، چې د ملا شرین کورنۍ همدلته اوسي؛ خو نوموړی د ولایت د مېلمستون سربېره په عینو مېنه کې نور میلمستونونه هم لري.
عبدالرشید منیب
د کندهار لپاره د طالبانو د استخباراتو مخکنۍ مشر عبدالرشيد منيب هم په اوله عینو مېنه کې کور لري، چې قیمت یې نېږدې دوه سوه زره ډالره دی.
نوموړی دا مهال په همدغه کور کې اوسیږي.
حاجي تواب:
د کندهار د طالبانو د استخباراتو اوسنی مشر حاجي تواب هم په دویمه عینو مېنه کې کور لري، چې قیمت یې له دوه سوه زره ډالرو لوړ دی.
هغه هم په همدغه کور کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي.

د کندهار د قوماندانۍ د غړو کورونه
د کندهار د طالبانو امنيه قوماندان مولوی حزب الله، د امنيت امر شاه اغا، د امنيه قومندانۍ د داخلي امنيت مسوول مولوی محمد عسی او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير فیض الحق اخوند هر یوه جلا - جلا په دې ښار ګوټي کې د اوسېدو او ناستې کورونه اخیستي دي، چې د هر کور قيمت تر ۲ لکه ډالره زیات اټکل شوی دی.
د معاملاتو د لارښوونې دفترونه تاییدوي، چې د یادو اشخاصو په کورونو کې بیا رغونه هم شوې ده، چې له ارزونې وروسته ښايي قیمت یې لوړ وټاکل شي.

ملا حکمت الله
په کندهار کې د طالبانو ښاروال ملا حکمت الله د اولې عينو مېنې پر اخري سړک په مرسلين پلازه کې په ۱۷۰ زره ډالره کور اخیستی دی.
نوموړی له خپلې کورنۍ سره په دغه کور کې اوسي؛ خو د ښاروالۍ له دولتي میلمستون څخه هم استفاده کوي.

ملا سلام بریالی
په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رييس ملا سلام بریالي هم په دویمه عينو مېنه کې په څه باندې ۵ لکه ډالره کور اخیستی دی.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت ادارې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نوموړي وروسته د کور له اخیستو یاد کور په عصري ډول د اوسېدو لپاره برابر کړی، چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره پکې اوسيږي.

مولوي ظاهر
په کندهار کې د طالبانو د پاسپورټ مدير مولوي ظاهر پر ډي سړک په ۲ لکه ۹۰ زره تازه یو کور اخیستی دی.
نوموړی هم له خپلې کورنۍ سره په دغه کور کې اوسیږي.
نور احمد اغا
په کندهار کې د طالبانو د افغانستان بانک مشر نور احمد اغا د دويمې عينو مېنې پر ۲۷م سړک په ۳ لکه ۶۰ زره ډالره کور جوړ کړی.
د معاملاتو د لارښوونې د دفتر د معلوماتو له مخې؛ یاد کور نور احمد اغا په ډېره عصري بڼه جوړ کړی دی.

د دې تر څنګ د کندهار د ګمرک رييس سفر محمد سحر، ۵ ولسوالانو، د طالبانو د قول اردو ۱۱ قومندانانو، د ۸ حوزو مسوولينو او په زيات شمېر نورو د طالبانو کارکوونکو په دې ښارګوټي کې کورونه اخیستي دي.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت ادارې د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د یادو کسانو د کورنو ټول قيمت ۴ ميليونه او ۲ سوه زره ډالره کيږي.

د همدې ښارګوټي په دويمه، درېيمه برخه او د باغ په سيمه کې د طالبانو له لوري پر ډېرو ځايونو د کورنو، مدرسو او مېلمستونو د جوړولو چارې روانې دي، چې تر اوسه یې د ارزښت په اړه دقیق معلومات نه شته.

طالبان واک ته د رسېدو په لومړيو مياشتو کې په دې ښارګوتي کې د پخواني حکومت د چارواکو ډېر کورونه غصب کړل، چې هغوی ترې وتلي او يا يې دوستان پکې اوسېدل.
طالبانو په هغه ورځو کې د قوماندانانو، د ولایتي شورا د غړو، د امنيت د کارکوونکو، پوځي مسوولينو او يو شمېر نورو کسانو کورنه په پراخه ډول ونيول.

که څه هم د دغه کورنو ډېره برخه خپلو خاوندانو ته سپارل شوې؛ خو لا هم د مخکنيو قوماندانانو او د امنيت د کارکوونکو کورنه غصب دي.
په کندهار کې د پخواني حکومت د يوې ولسوالۍ قوماندان او د امنيت يو مسوول، چې د طالبانو له لوري یې کورونه غصب او له دوو کلونو وروسته بېرته ورکړل شوي افغانستان انټرنشنل ته وويل: « لا هم د ځينو قوماندانانو په کورنو کې طالبان اوسيږي، کله چې يې زموږ کورونه را کول، هېڅ شي يې پکې روغ نه و پرې ايښي، زيات توکي يې ځني وړي وو.»
د ښارګوټي امنيت
طالبان تر ډېره هڅه کوي، چې په دې ښارګوتي کې د عکس او ويډيو اخيستلو مخه ونيسي.
امنيتي مسوولين د دې ښارګوټي په ټولو برخو او عمومي سړکونو کې د تلاشۍ او څار کولو ځايونه جوړ کړي او هڅه کوي، چې د دې ښارګوټي امنيت په بشپړ ډول وساتي.

د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د وزيرانو د تګ راتګ او ناستو پر مهال ډېر وخت په دې ښارګوتي کې ټلیفوني شبکې هم بندي شي او پر مهمو سړکونو خلکو ته د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کيږي.
افکو کمپنۍ
دغه کمپنۍ د دې ښارګوټي، د جوړېدو، د کورنو، دوکانونو او مېنو د پېر او پلور او د دې ښارګوټي بشپړ مسووليت لري.

د دې کمپنۍ ټولې چارې د همدې ښارګوټي د مسوول محمود کرزي تر مشري لاندې تر سره کيږي.
د همدې کمپنۍ څخه يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د طالبانو په راتګ دغه ډلې تر ډېره پر طالبانو د کورنو د اخیستو او خرڅولو واک له دې کمپنۍ اخيستی او طالبان له دوی سره تر ډېره کورونه نه ثبتوي.
دغه سرچينه وايي: «طالب مشران، چې د دې ښارګوټي په هره سيمه کې ځای پېدا کړي، کمپنۍ ته راشي اسناد واخلي نور چې یې څومره زړه وي هغومره قيمت ورته ټاکي.»
د سرچينې په خبره، چې دا مهال کمپنۍ يوازې د کورنو د صفايي، برېښنا او نورو برخو د بېلونو د تحویلي چارې مخ ته وړي.
عينو مېنه د کندهار د معاصر دور تر ټولو مهم او عصري ښارګوټی دی، چې دغه ولایت ته یې د عصري او پاک ښار نوم ورکړی دی.

په کندهار کې د عینو په نوم د دغه عصري ښارګوټی د جوړېدو چارې په ۲۰۰۲ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي پيل کړې.
اوس مهال دغه ښارګوټی شاوخوا پنځه برخې لري.
په دې ښارګوټي کې د ژوند ټول سهولتونه (زده کړو او روغتيا مرکزونه، د لوبو ميدانونه، تفريخي ځايونه، د ناستو او مېلو سيمي) په کې موجود دي.
