عينو مېنه کې د طالبانو ۵۰ لوړ رتبه چارواکو د نېږدې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت کورونه اخیستي AP ۱۴۰۳ تله ۲ ۱۶:۵۸ GMT+۱ تازه شوی: ۱۹:۴۲ GMT+۱
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په یوې تازه څېړنې کې د کندهار په عينو مېنه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په ګډون د دغې ډلې ۵۰ لوړ رتبه چارواکو د اخیستل شویو او غضب شویو کورونو څېړنه کړې، چې له مخې یې څه باندې ۱۳ میلیونه ډالره ارزښت لري.
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
په کندهار کې عينو مېنه يو مهال د عامو خلکو په منځ کې په ناټو مېنې مشهوره وه، دا ځکه چې په دې مېنه کې شتمنو پانګونه کړې او د تېر جمهوريت پر مهال ډېرو چارواکو، سودګرو او ان ځينو قاچاقبرانو په پراخ ډول پکې کورونه اخیستي وو؛ خو د طالبانو په واکمنۍ کې بیا دغه مېنه د طالب چارواکو پانګونې لا مشهوره کړې ده.
اوس په دغه مېنه کې د ملا هبت الله په ګډون د ګڼو طالب چارواکو کورونه، ماڼۍ او میلمستونونه موجود دي.
له تېرو درېيو کلونو را وروسته کله چې طالبان واک ته رسېدلي اوس دغه ښارګوټی د طالبانو په مېنه بدل شوی او د سرچینو په خبره، چې د کندهاري طالبانو ۹۰ سلنه لوړو پوړو او ټيټ پوړو چارواکو په همدغه مېنه کې کورونه اخیستي او یا یې غصب کړي دي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنې په ډاګه کړې، چې په دغه مېنه کې هغو طالبانو کورونه اخیستي، چې مخکې يې هيڅ نه درلودل خو واک ته له رسېدو را وروسته یې په دې مېنه کې د لکونو ډالرو په ارزښت کورونه اخیستي دي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په دې ښارګوټي کې د همدې کورنو د قیمتونو په اړه د معاملاتو د لارښوونې (رهنمایی معاملات) له څلورو دفترونو سره خبرې کړې دي.
د همدې دفترونو د مسوولينو په خبره؛ هغه کورونه چې طالبانو اخیستي د يوه کور قيمت له ۹۰ زره ډالرو څخه شروع تر یو ميليون ډالرو پورې دی.
د دوی په خبره، چې یو شمېر طالب مشرانو اوس په دې ښارګوټي کې په عصري بڼه د کورنو جوړول هم شروع کړي، چې د يوه کور پر جوړولو نږدې ۸ ميليونه ډالره لګښت راځي.
طالب مشران هم هڅه کوي، چې په دې ښارګوټۍ کې د اوسېدو لپاره ځايونه واخلي ځکه دا سيمه د امنيت له اړخه ډاډمنه او دوی يې په اسانۍ سره کنټرولولای شي.
د عينو مېنې د چارو د سمبالښت په دفتر کې ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې په دې ښارګوټي کې د نورو ولایتونو طالب چارواکو هم کورونه اخیستي او يا یې اوس تازه په جوړولو بوخت دي.
په عينو مېنه کې د طالب مشرانو نوي کورونه
که څه هم په دې ښارګوټي کې د طالبانو د کورونو د اخیستلو ليست خورا لوی دی؛ خو موږ يې د بېلګې په ډول د ځينو لوړپوړو چارواکو یادونه کوو.
افغانستان انټرنشنل د کندهار په عینو مېنه کې د طالبانو د کورنو د پلټولو، قيمت معلومولو او د طالبانو له لوري د غصب شويو کورنو په اړه تر ۵۰ سرچینو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو مشر د اولې عينو مېنې پر ډبليو سړک د اتل قصر په نوم د کندهار د مخکني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق مېلمستون غصب کړی.
سرچينه زياتوي، چې نوموړی زيات مهال په دې مجلل مېلمستون کې اوسيږي او ډېر وخت دغه مېلمستون د کابل څخه د ورغلو وزيرانو او خپلو ليدونو لپاره کاروي.
د همدې مېلمستون څنګ ته د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق کور هم د هبت الله له لوري غصب شوی دی.
د طالبانو مشر د همدې مېملستون مخامخ د جنرال رازق د ورور تادين خان کور هم غصب کړی او د اوسېدو ځای يې ترې جوړ کړی دی.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت اداره او د معاملاتو د لارښوونې دفتر د دغه د مېلمستون او دوو کورنو قيمت شاوخوا يو نيم ميليون ډالره اټکل کړی دی.
طالبانو د خپل مشر د همدې مېلمستون د امنيت نيولو لپاره په همدې ښارګوټي کې شاوخوا ۴ سړکونه بند کړي او څوک په اسانۍ نه شي کولای تګ راتګ پرې وکړي.
د همدې مېلمستون شاته لوی جومات هم دی، چې خلک د لمونځ کولو لپاره هم تلاشي کيږي.
فتح الله منصور (د طالبانو د دویم مشر اختر محمد منصور زوی)
د طالبانو د دویم مشر اختر محمد منصور زوی فتح الله منصور، چې اوس مهال د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د هوایي چلند عملياتي مرستیال دی د اولې عينو مېنې پر ډبلیو سړک يې د اوسېدو لپاره جوړ شوی کور اخیستی دی.
د عينو مېنې د دفتر د يوې سرچينې په خبره، چې دغه کور شاوخوا ۳ نيم لکه ډالره قيمت لري.
تر دې دندې مخکې نوموړی د کندهار د هوايي ډګر مسول و، چې يو مهال د بګرام د نظامي اډې را وروسته د امريکايانو ستره نظامي اډه بلل کېدله.
هغه مهال پر نوموړي نيوکې او تورونه پورې کېدل، چې د امريکایانو څخه پاتې تجهزات او وسایط يې په تور بازار کې پلورلي.
د طالبانو د لومړي مشر ملا محمد عمر ورور عبدالمنان عمري، چې اوس مهال د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير دی په دویمه عينو مېنه کې يې کور اخیستی، چي تر ۴ لکه ډالره زيات قيمت لري.
د معاملاتو د لارښوونې د دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاد کور کې یو څه تغیرات هم راغلي، چې ښايي قیمت یې له دې هم لوړ وټاکل شي.
دوو باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي؛ هغه مهال چې عمري د طالبانو د ټولګټو وزارت وزير و، د افغانستان په شمال کې د اقینې بندر د ۶ مياشتو عواید چې شا او خوا یو ميليون ډالره کېدل د حکومت خزانې ته نه وو سپارلي.
د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر د دویمې عينو مېنې په ۳۱، ۳۲ او ۳۳ سړکونو کورونه اخیستي دي، چې د نوموړي زامن، کورنۍ، خپلوان او ساتونکي پکې اوسېږي.
د همدې کورنو قيمتونه له یو لک ډالرو څخه شروع تر ۶ لکه ډالرو قيمت لري.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم اوسنی وزیر ملا هدایت الله بدري، چې لومړی د ماليې وزیر او بیا د افغانستان بانک رییس و، په دویمه عينو مېنه کې کور او مېلمستون جوړ کړی، چې ۶ لکه ډالره قيمت لري.
سرچینه وایي، چې بدري د طالبانو په منځ کې تر ټولو شتمن کس بلل کيږي، چې د نوموړي د عاید سرچینه د نشه يي توکو کاروبار دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار هم په دویمه عينو مېنه کې په ۲ لکه ۸۵ زره ډالر کور اخیستی، چې دا مهال یې پکې کورنۍ اوسیږي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب په دویمه عينو مېنه کې د پخواني حکومت د ملي امنيت د يوه کارکوونکي کور غصب کړی او هغه ته نږدې يې بل کور هم اخیستی دی.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دواړو کورونو قيمت تر ۳ لکه ډالره لوړ دی.
د طالبانو د کندهار پخوانی او د بلخ اوسنی والي یوسف وفا په دویمه عينو مېنه کې یو لوی مېلسمتون او دوه کورونه څنګ پر څنګ اخیستي دي، چې هر کور شاوخو ۴ لکه ډالره قيمت لري.
د نوموړي کور ته دوه تللي سړکونه هم بند دي او څوک نه شي کولای تګ راتګ پرې وکړي.
یو بل کور د وفا ورور هم اخیستی، چې له خپلې کورنۍ سره پکې اوسيږي.
د هدایت الله بدري کارکوونکی
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري یو ملګری چې د ماليې وزارت راهيسي له هغه سره کار کوي په دويمه عينو مېنه کې د ماهيانو فوارې سره په ۶ لکه ډالره مېلمستون جوړ کړی، چې زيات مهال بدري او د هغه ملګري هلته ناستې هم کوي.
د معلوماتو له مخې؛ نوموړی په عینو مېنه کې په بېلابېلو مستعارو نومونو پېژندل کیږي.
ملا حیات الله (حاجي لالا)
ملا حیات الله چې مشهور په حاجي لالا دی د طالبانو د دفاع وزارت د کشف رییس دی. نوموړي په عینو مېنه کې څلور کورونه اخیستي ، چې د هر کور قیمت یې یو لک ډالره کیږي.
حاجي لالا څلور مېرمنې لري، چې هره یوه یې په بېل کور کې اوسي.
د کندهار د امنیتي او ملکي ادارو مسولين:
ملا هبت الله ته نېږدې د کندهار لپاره د طالبانو اوسنی والي ملا شيرين هم په عينو مېنه کې کور لري، چې قيمت يې شاوخوا ۲ لکه ۵۵ زره ډالره دی.
سرچینې وايي، چې د ملا شرین کورنۍ همدلته اوسي؛ خو نوموړی د ولایت د مېلمستون سربېره په عینو مېنه کې نور میلمستونونه هم لري.
د کندهار لپاره د طالبانو د استخباراتو مخکنۍ مشر عبدالرشيد منيب هم په اوله عینو مېنه کې کور لري، چې قیمت یې نېږدې دوه سوه زره ډالره دی.
نوموړی دا مهال په همدغه کور کې اوسیږي.
د کندهار د طالبانو د استخباراتو اوسنی مشر حاجي تواب هم په دویمه عینو مېنه کې کور لري، چې قیمت یې له دوه سوه زره ډالرو لوړ دی.
هغه هم په همدغه کور کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي.
د کندهار د قوماندانۍ د غړو کورونه
د کندهار د طالبانو امنيه قوماندان مولوی حزب الله، د امنيت امر شاه اغا، د امنيه قومندانۍ د داخلي امنيت مسوول مولوی محمد عسی او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير فیض الحق اخوند هر یوه جلا - جلا په دې ښار ګوټي کې د اوسېدو او ناستې کورونه اخیستي دي، چې د هر کور قيمت تر ۲ لکه ډالره زیات اټکل شوی دی.
د معاملاتو د لارښوونې دفترونه تاییدوي، چې د یادو اشخاصو په کورونو کې بیا رغونه هم شوې ده، چې له ارزونې وروسته ښايي قیمت یې لوړ وټاکل شي.
په کندهار کې د طالبانو ښاروال ملا حکمت الله د اولې عينو مېنې پر اخري سړک په مرسلين پلازه کې په ۱۷۰ زره ډالره کور اخیستی دی.
نوموړی له خپلې کورنۍ سره په دغه کور کې اوسي؛ خو د ښاروالۍ له دولتي میلمستون څخه هم استفاده کوي.
په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رييس ملا سلام بریالي هم په دویمه عينو مېنه کې په څه باندې ۵ لکه ډالره کور اخیستی دی.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت ادارې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نوموړي وروسته د کور له اخیستو یاد کور په عصري ډول د اوسېدو لپاره برابر کړی، چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره پکې اوسيږي.
په کندهار کې د طالبانو د پاسپورټ مدير مولوي ظاهر پر ډي سړک په ۲ لکه ۹۰ زره تازه یو کور اخیستی دی.
نوموړی هم له خپلې کورنۍ سره په دغه کور کې اوسیږي.
په کندهار کې د طالبانو د افغانستان بانک مشر نور احمد اغا د دويمې عينو مېنې پر ۲۷م سړک په ۳ لکه ۶۰ زره ډالره کور جوړ کړی.
د معاملاتو د لارښوونې د دفتر د معلوماتو له مخې؛ یاد کور نور احمد اغا په ډېره عصري بڼه جوړ کړی دی.
د دې تر څنګ د کندهار د ګمرک رييس سفر محمد سحر، ۵ ولسوالانو، د طالبانو د قول اردو ۱۱ قومندانانو، د ۸ حوزو مسوولينو او په زيات شمېر نورو د طالبانو کارکوونکو په دې ښارګوټي کې کورونه اخیستي دي.
د عینو مېنې د چارو د سمبالښت ادارې د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د یادو کسانو د کورنو ټول قيمت ۴ ميليونه او ۲ سوه زره ډالره کيږي.
د همدې ښارګوټي په دويمه، درېيمه برخه او د باغ په سيمه کې د طالبانو له لوري پر ډېرو ځايونو د کورنو، مدرسو او مېلمستونو د جوړولو چارې روانې دي، چې تر اوسه یې د ارزښت په اړه دقیق معلومات نه شته.
طالبان واک ته د رسېدو په لومړيو مياشتو کې په دې ښارګوتي کې د پخواني حکومت د چارواکو ډېر کورونه غصب کړل، چې هغوی ترې وتلي او يا يې دوستان پکې اوسېدل.
طالبانو په هغه ورځو کې د قوماندانانو، د ولایتي شورا د غړو، د امنيت د کارکوونکو، پوځي مسوولينو او يو شمېر نورو کسانو کورنه په پراخه ډول ونيول.
که څه هم د دغه کورنو ډېره برخه خپلو خاوندانو ته سپارل شوې؛ خو لا هم د مخکنيو قوماندانانو او د امنيت د کارکوونکو کورنه غصب دي.
په کندهار کې د پخواني حکومت د يوې ولسوالۍ قوماندان او د امنيت يو مسوول، چې د طالبانو له لوري یې کورونه غصب او له دوو کلونو وروسته بېرته ورکړل شوي افغانستان انټرنشنل ته وويل: « لا هم د ځينو قوماندانانو په کورنو کې طالبان اوسيږي، کله چې يې زموږ کورونه را کول، هېڅ شي يې پکې روغ نه و پرې ايښي، زيات توکي يې ځني وړي وو.»
طالبان تر ډېره هڅه کوي، چې په دې ښارګوتي کې د عکس او ويډيو اخيستلو مخه ونيسي.
امنيتي مسوولين د دې ښارګوټي په ټولو برخو او عمومي سړکونو کې د تلاشۍ او څار کولو ځايونه جوړ کړي او هڅه کوي، چې د دې ښارګوټي امنيت په بشپړ ډول وساتي.
په عينومېنه کې طالب امنيتي کسان د تلاښۍ پرمهال د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د وزيرانو د تګ راتګ او ناستو پر مهال ډېر وخت په دې ښارګوتي کې ټلیفوني شبکې هم بندي شي او پر مهمو سړکونو خلکو ته د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کيږي.
دغه کمپنۍ د دې ښارګوټي، د جوړېدو، د کورنو، دوکانونو او مېنو د پېر او پلور او د دې ښارګوټي بشپړ مسووليت لري.
د عینومېنې د باغ د سيمې یو سړک د دې کمپنۍ ټولې چارې د همدې ښارګوټي د مسوول محمود کرزي تر مشري لاندې تر سره کيږي.
د همدې کمپنۍ څخه يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د طالبانو په راتګ دغه ډلې تر ډېره پر طالبانو د کورنو د اخیستو او خرڅولو واک له دې کمپنۍ اخيستی او طالبان له دوی سره تر ډېره کورونه نه ثبتوي.
دغه سرچينه وايي: «طالب مشران، چې د دې ښارګوټي په هره سيمه کې ځای پېدا کړي، کمپنۍ ته راشي اسناد واخلي نور چې یې څومره زړه وي هغومره قيمت ورته ټاکي.»
د سرچينې په خبره، چې دا مهال کمپنۍ يوازې د کورنو د صفايي، برېښنا او نورو برخو د بېلونو د تحویلي چارې مخ ته وړي.
عينو مېنه د کندهار د معاصر دور تر ټولو مهم او عصري ښارګوټی دی، چې دغه ولایت ته یې د عصري او پاک ښار نوم ورکړی دی.
د دريېمې عینومېنې لويه دروزاه، چې هر ماځګر ډېری کسان د تفريح لپاره سره راټوليږي په کندهار کې د عینو په نوم د دغه عصري ښارګوټی د جوړېدو چارې په ۲۰۰۲ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي پيل کړې.
اوس مهال دغه ښارګوټی شاوخوا پنځه برخې لري.
په دې ښارګوټي کې د ژوند ټول سهولتونه (زده کړو او روغتيا مرکزونه، د لوبو ميدانونه، تفريخي ځايونه، د ناستو او مېلو سيمي) په کې موجود دي.
د خوست ځايي طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ټول څه نه دي ویلي.
د سرچینو د وینا له مخې؛ نیول شوې ځینې مېرمنې د خوست مرکز اړوند ۱۲ سوه فامیلیو، لکڼو او د ځاځي مېدان ولسوالۍ اوسېدونکې دي.
د نیول شویو مېرمنو کورنۍ وايي، چې طالبانو دا نیول شوې مېرمنې د خوست زندان ته انتقال کړې دي.
دغه کورنۍ بیا نیوکه کوي، چې د یوې اونۍ په تېرېدو سره تر اوسه پورې طالبانو دوی ته د دې مېرمنو د نیول کېدو د علت او جرم په اړه څه نه دي ویلي.
دوی زیاتوي؛ که چیرې طالبان دغو مېرمنو د نیول کېدو په اړه څه لري باید محکمې ته معرفي شي؛ نه دا چې بې سرنوشته په زندان کې واچول شي.
د یوې مېرمنې خپلوان وویل: « ټول خوست خبر دی، چې د ښځو بازار ته یوازې ښځې ځي او د طالبانو وخت کې هم اجازه ورکړل شوې ده، چې د ښځو بازار خلاص وی خو اوس چې دوی ښځې نیولې دي دا نه د خوست رسم رواج کې شته او نه هم په اسلام کې چې بې ګناه ښځې پرته له کومه جرمه زندان کې واچوي.»
سرچېنې وايي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د خوست د امینه قوماندانۍ د جنايي جرمنو مدیریت له خوا ځینې ښځې د نامشروع اړیکو په تور نیول کیږي.
په خوست کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ د دې ولایت د ښاروالۍ له خوا په پخواني حکومت کې جوړ شوی دی او د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته هم خلاص و.
د ښځو دا مارکیټ د خوست مرکز اړوند ۱۲۰۰ فامیلیو کې موقعیت لري او لسکونه دوکانونو په لرلو سره یې دوکاندارنې یوازې ښځې دي او یوازې ښځې په دې مارکېټ کې د خپل ضرورت وړ توکي اخلی.
دغې رسنۍ د دوشنبې په ورځ «د تلې ۲مه» په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه درې ښځې د انساني قاچاق ضد ادارې ته سپارل شوې دي او د دوی په ضد د جعل سازۍ دوسیه ثبت شوې ده. پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې یادو کسانو د درملنې او سوداګرۍ په پلمه د جعلي اسنادونو په جوړولو سره د پاکستان ویزې ترلاسه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، په نیول شویو کسانو کې عزیزه محمدي په روغتیایي، مهریه رحماني د سوداګرۍ او د زهره سلطاني په نوم یوه بله مېرمن بیا د مریضې د پایوازې په توګه ویزې ترلاسه کړې وې، چې د کراچۍ په هوایي ډګر کې ونیول شوې. دا په داسې حال کې ده، چې جیو نیوز دوه ورځې مخکې هم راپور ورکړی و، چې تېره اونۍ د کراچۍ په جناح نړۍوال هوايي ډګر کې ۹ تنه هغه افغانان نیول شوي، چې په جعلي روغتیايي اسنادو د درملنې په پلمه پاکستان ته راغلي وو او هڅه یې کوله، چې له هغه ځایه بهر ته ولاړ شي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر شمېر افغانان د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان ته د ویزو د بیو د لوړېدو او د سفارت له لوري د ویزې د نه ورکړې له امله مجبوره کېږي، چې یا په قاچاقي توګه دې هېواد ته سفر وکړي او یا د روغتیایي او سوداګریزو ویزو په واسطه ځان دغه هېواد ته ورسوي.
د یادولو ده، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د کډوالو د اېستلو د پالیسۍ له پلي کولو وروسته په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د نیولو او شړلو هڅې ګړندۍ کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې چې په دې وروستیو کې خپور شوی راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۳۱مې نېټې تر ۶ سوه ۸۳ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږل شوي دي.
په هغو انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د هرات د صرافۍ په بازار کې د خراسان مارکېټ دننه د طالب سرتېرو حضور لیدل کېږي.
صرافان وايي، چې طالبانو د صرافۍ د جواز او بانکي تضمین ټول لګښت ۹ میلیونه افغانیو ته لوړ کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يکشنبې راهيسې دغه صرافان نيول شوي او تر اوسه یې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.
طالبانو تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تل د لاریونونو او اعتراضیه غونډو مخه نیولې ده او د خپلو تګلارو او کړنو نیوکې نه شي زغملی.
د ناروې د کډوالو شورا د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ) وویل چې په ایران کې له زدهکړو څخه د پاتې افغان کډوالو ماشومانو لپاره یې د زدهکړو زمینه برابره کړې.
د کډوالو دغې شورا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له دغو درسي ټولګیو او کورسونو یې موخه دا ده چې، ډاډ ترلاسه کړي، هغه ټول افغان ماشومان، د هغو ماشومانو په ګډون چې په ښوونځینو کې د شاملېدو توان نه لري له خپلو ایراني همزولو سره یوځای معیاري زدهکړو ته لاسرسی ولري.
د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې په دغه هېواد کې ۱،۵ میلیونه افغان ماشومان ژوند کوي.
تېره ورځ په ایران کې نوی ښوونیز کال پیل شو او ایرانیانو افغان ماشومانو ته په ښوونځیو کې د نوم لیکلنې اجازه ور نه کړه.
په ایران کې مېشتو افغان کډوالو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه رالیږل شوې ویدیو کې ویلي، چې په ایران کې افغان کډوالو ماشومان ته په ښوونځیو کې د نوم لیکنې اجازه نه ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې ورستیو کې په افغان کډوالو فشار راوړی چې له یاده هېواده ووځي.
ایراني چارواکو د دغه هېواد په ډیرو ولایتونو کې د افغانانو پرکار کولو هم سخت بندیز لګولی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لغمان په ولایتي روغتون کې دننه یې د ایډز ناروغۍ د تشخیص یو مرکز پرانیستی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دغه مرکز لپاره په مسلکي ډول کسان له وړاندې روزل شوي و، خو په اړوند برخه کې د روغتیايي وسایلو تر بشپړېدو وروسته دغه مرکز اوس پرانیست.
په خبرپاڼه کې د لغمان د عامې روغتيا د مشرډاکټر سميع الله عابد نيازي له قوله لیکل شوي، چې «د دغه مرکز د کارکوونکو د ګومارلو او روزنې چارې ترسره شوې او د طبي او غير طبي وسايلو په بشپړېدو سره اوس دغه مرکز په رسمي ډول فعال شو.»
د طالبانو په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاد مرکز کې به یوازې د ایډز ناروغۍ تشخیص کیږي، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغې ناروغۍ اخته کسان به څنګه ژغورل کیږي.
طالبانو په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم نه دی یاد کړی او دا یې نه دي ويلي چې ولې یې لغمان د دغه مرکز د جوړېدو لپاره ټاکلی.