• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناروې د کډوالو شورا په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو ته درسي ټولګي جوړ کړي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا دغه خبر له هغه وروسته خپور کړ، چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې په ښوونځیو کې د افغان کډوالو د ماشومانو پر نوملیکنه بندیز ولګاوه.

د ناروې د کډوالو شورا د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ) وویل چې په ایران کې له زده‌کړو څخه د پاتې افغان کډوالو ماشومانو لپاره یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې.

د کډوالو دغې شورا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له دغو درسي ټولګیو او کورسونو یې موخه دا ده چې، ډاډ ترلاسه کړي، هغه ټول افغان ماشومان، د هغو ماشومانو په ګډون چې په ښوونځینو کې د شاملېدو توان نه لري له خپلو ایراني همزولو سره یوځای معیاري زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې په دغه هېواد کې ۱،۵ میلیونه افغان ماشومان ژوند کوي.

تېره ورځ په ایران کې نوی ښوونیز کال پیل شو او ایرانیانو افغان ماشومانو ته په ښوونځیو کې د نوم لیکلنې اجازه ور نه کړه.

په ایران کې مېشتو افغان کډوالو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه رالیږل شوې ویدیو کې ویلي، چې په ایران کې افغان کډوالو ماشومان ته په ښوونځیو کې د نوم لیکنې اجازه نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې ورستیو کې په افغان کډوالو فشار راوړی چې له یاده هېواده ووځي.

ایراني چارواکو د دغه هېواد په ډیرو ولایتونو کې د افغانانو پرکار کولو هم سخت بندیز لګولی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: لغمان کې د ایډز ناروغۍ د تشخیص مرکز پرانیستل شو

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د لغمان په مرکز مهترلام ولایتي روغتون کې دننه یې د ایډز ناروغۍ یو مرکز پرانیستی دی. دغه وزارت وايي، یاد مرکز په اړوند برخه کې په پرمختللو وسایلو سمبال دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لغمان په ولایتي روغتون کې دننه یې د ایډز ناروغۍ د تشخیص یو مرکز پرانیستی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دغه مرکز لپاره په مسلکي ډول کسان له وړاندې روزل شوي و، خو په اړوند برخه کې د روغتیايي وسایلو تر بشپړېدو وروسته دغه مرکز اوس پرانیست.

په خبرپاڼه کې د لغمان د عامې روغتيا د مشرډاکټر سميع الله عابد نيازي له قوله لیکل شوي، چې «د دغه مرکز د کارکوونکو د ګومارلو او روزنې چارې ترسره شوې او د طبي او غير طبي وسايلو په بشپړېدو سره اوس دغه مرکز په رسمي ډول فعال شو.»

د طالبانو په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاد مرکز کې به یوازې د ایډز ناروغۍ تشخیص کیږي، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغې ناروغۍ اخته کسان به څنګه ژغورل کیږي.

طالبانو په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم نه دی یاد کړی او دا یې نه دي ويلي چې ولې یې لغمان د دغه مرکز د جوړېدو لپاره ټاکلی.

طالبانو د ایران په یوه کان کې د مړو شویو کسانو له کورنیو او ایران سره خواخوږي ښودلې ده

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ایران کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو چاودنې له امله د مړه شویو لسګونه کسانو له کورنیو او د ایران له حکومت سره خواخوږي ښودلې.

د دغه وزارت له لوري د دوشنبې په ورځ د (تلې دویمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې، د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله د مړو شویو لسګونو کارګرو له کورنیو او د ایران له حکومت سره غمرازي کړې ده.

تېره ورځ ایراني رسنیو راپور ورکړ، چې د یکشنبې په ماښام د خراسان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو چاودنې له امله شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له یادې پېښې څخه درې ورځې وړاندې د وږي په ۲۹مه د طالبانو استازی عزیز الرحمن منصور چې د اسلامي وحدت په ۳۸م نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی و، چې د ایران ولسمشر په مخکې د دغه هېواد ملي سرود د غږېدو پرمهال له خپلې څوکۍ نه و پورته شوی.

د طالبانو د استازي دغه چلند ته ګڼو ایراني چارواکو او مشهورو څېرو غبرګون وښود.

د طالبانو د حج او اوقافو په وزارت کې د مذهبي ځایونو د تنظیم مرستیال عزیز الرحمان منصور له یاد چلند وروسته د ایران حکومت په تهران کې د طالبانو استازی احضار کړ.

له هغه وروسته بیا د طالبانو هغه استازی عزیز الرحمان منصور چې له کابله ایران ته په رسمي سفر تللی و او هلته د دغه هیواد ملي سرود ته نه و پورته شوی، چې بیا یې د رسنیو له لارې له ایرانه بښنه وغوښته.

شنوونکي په دې اند دي، چې د ایران په خراسان ولایت کې د ډبرو سکرو په کان کې د کارګرو د مړه کېدو د غمرازۍ په اړه د طالبانو له خواخوږۍ داسې ښکاري چې یاده ډله له ایران سره خورا نرمه غاړي وړي، او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې سمې او نورمالې وښيي.

طالبان: له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو ۱۵۷ کورنۍ راستنې کړل شوې دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېره ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له دوو ګاونډو هېوادونو څخه ۱۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې دي. ایران په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده.

دغه اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات له قوله لیکلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې تېره ورځ له یادو ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۵۷ افغان کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې.

د راپور له مخې، ۲۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۴۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۶۵ کورنۍ د نیمرو د وریښمو پله او ۲۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخې، تازه له راستنو کړل شویو کډوالو سره د طالبانو له لوري د مرستو تر څنګ یو شمېر دغه کډوال یې خپلو اصلي سیمو ته لیږدولي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران د کرمانشاه لوی څارنوال بیا ویلي، چې دغه ولایت ته د افغانانو په ورتګ بندیز دی.

د دغه ولایت لوی څارنوال حمید رضا کریمي تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې که هر چا افغان کارګرانو ته کار ورکړی وو، قانوني چلند به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره چلند خورا سخت کړی او ډیری افغانان وايي، چې ایراني پولیس پر پاسپورټ او ویزې سربېره هم افغانان نیسي او له یاد هېواده یې باسي.

د پوتین مرستیال ته لیک؛ طالبانو د برېکس په سرمشریزه غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

طالبانو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته یو لیک استولی چې د برېکس په سرمشریزه غونډه کې یې د ګډون غوښتنه کړې. په دغه لیک کې ویل شوي چې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالغني برادر لېوال دی چې په کازان کې د برېکس په غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د برېکس سرمشريزه د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانوستي ویلي، دغه لیک د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له لوري، د ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته استول شوی دی.

عزیزي یوري اوشاکوف ته په یوه لیک کې ویلي، «موږ د برېکس په غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ګډون لېوالتیا لرو.»

د برېکس ډلې اصلي غړي برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا ده. دغه ډله د روان کال په پیل کې د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

روسیې ویلي، چې راتلونکې غونډه به په درېیو مهمو برخو کې د همکاریو پر پراختیا لکه: سیاسي او امنیتي، اقتصادي او مالي او کلتوري اړخونو راټوله وي.

ملاله یوسفزۍ: نړۍ دې پر طالبانو فشار راوړي چې د «بشریت ضد جنایتونو» په اړه حساب ورکړي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۵ GMT+۱

ملاله یوسفزۍ وايي، هڅه کوي چې د نړۍ پر مشرانو فشار راوړي، او له دې لارې طالبان د دوی د «بشریت ضد جنایتونو» په اړه حساب ته راکاږي. یوسفزۍ وايي، چې د یوې عادلانه ټولنې رامنځته کولو او په ځانګړې توګه د افغانو نجونو او ښځو لپاره دې نړۍ لاس په کار شي.

د دوشنبې په ورځ د (تلې دویمه نېټه) ملګرو ملتونو د ملالي یوسفزۍ یو ویډیويي پيغام خپور کړی، چې نوموړې په کې د طالبانو له لوري د افغان نجونو او ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په اړه څرګندونې کړې.

ملاله یوسفزۍ وايي، په افغانستان کې د نجونو حقونو ته ګواښ په هر ځای کې د نجونو حقونو ته ګواښ دی.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، تر هغه وخته پورې به په کراره نه کیني چې د یوې عادلانه ټولنې رامنځته کولو او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو لپاره نړۍ لاس په کار شوې نه وي.

ملالې یوسفزۍ تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو ودانۍ مخې ته له یو شمېر نورو ښځينه فعالانو سره په اعتراض کې ویلي و، چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې دې د دوی غوښتونو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړې ویلي و :«په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو ته له تګه ګرځول شوې. په غزه کې نجونې د دوامداره بمباریو لاندې ژوند کوي. په نایجریا کې نجونې له ناورین او سېلابونو سره مخ دي»

په دې وروستیو کې لوېدیځ مېشتو د بشر او ښځو حقونو فعالانو پر نړۍ فشار ډیر کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه نور باید چوپ پاتې نه شي او له طالبانو دې د هغوی د سرغړونو حساب واخیستل شي.