• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو ۱۵۷ کورنۍ راستنې کړل شوې دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېره ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له دوو ګاونډو هېوادونو څخه ۱۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې دي. ایران په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده.

دغه اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات له قوله لیکلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې تېره ورځ له یادو ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۵۷ افغان کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې.

د راپور له مخې، ۲۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۴۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۶۵ کورنۍ د نیمرو د وریښمو پله او ۲۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخې، تازه له راستنو کړل شویو کډوالو سره د طالبانو له لوري د مرستو تر څنګ یو شمېر دغه کډوال یې خپلو اصلي سیمو ته لیږدولي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران د کرمانشاه لوی څارنوال بیا ویلي، چې دغه ولایت ته د افغانانو په ورتګ بندیز دی.

د دغه ولایت لوی څارنوال حمید رضا کریمي تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې که هر چا افغان کارګرانو ته کار ورکړی وو، قانوني چلند به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره چلند خورا سخت کړی او ډیری افغانان وايي، چې ایراني پولیس پر پاسپورټ او ویزې سربېره هم افغانان نیسي او له یاد هېواده یې باسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پوتین مرستیال ته لیک؛ طالبانو د برېکس په سرمشریزه غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

طالبانو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته یو لیک استولی چې د برېکس په سرمشریزه غونډه کې یې د ګډون غوښتنه کړې. په دغه لیک کې ویل شوي چې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالغني برادر لېوال دی چې په کازان کې د برېکس په غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د برېکس سرمشريزه د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانوستي ویلي، دغه لیک د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له لوري، د ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته استول شوی دی.

عزیزي یوري اوشاکوف ته په یوه لیک کې ویلي، «موږ د برېکس په غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ګډون لېوالتیا لرو.»

د برېکس ډلې اصلي غړي برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا ده. دغه ډله د روان کال په پیل کې د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

روسیې ویلي، چې راتلونکې غونډه به په درېیو مهمو برخو کې د همکاریو پر پراختیا لکه: سیاسي او امنیتي، اقتصادي او مالي او کلتوري اړخونو راټوله وي.

په کورمه کې د سني او شیعه مذهبو تر منځ جګړه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د خیبرپښتنخوا له کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچیني وايي، چې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د درې ورځنۍ جګړې په پایله کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. دغه جګړه د کورمې ولسوالۍ د پاړه چنار په سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ روانه ده.

د کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې جګړه دوه ورځې وړاندې د دوو کلیو د اوسېدونکو تر منځ چې سنيان او شیعه ګان دي پیل شوې.

په دغې روانه جګړه کې چې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل کیږي چې، تر دې مهاله د دواړو لوریو ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

ځايي خبریالانو د کرمې ولسوالۍ د پولیسو له قوله ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پېښور او پاړه چنار لویه لاره او د کلیو ترمنځ پر وړو لارو تګ راتګ بند شوی دی.

سرچینو ویلي، چې تېره ورځ د سني او شیعه ترمنځ د اوربند په اړه خبرې اترې هم شوې، چې پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي او حکومت هم د روانې شخړې په مهارولو کې پاتې راغلی.

له دې مخکې هم په کورمه د سنيانو او شعیه ګانو تر منځ څو ځلې خپلمنځي جګړې رامنځته شوې چې دواړو لوریو ته په کې د سر او مال زیان اوښتی دی.

د سیمې خلکو شکایت دا دی چې ځايي او مرکزي حکومت یې یوازې د جګړې ننداره کوي او د یوې مسوولې ادارې په توګه په ډزبندۍ کې رول نه لوبوي.

ملاله یوسفزۍ: نړۍ دې پر طالبانو فشار راوړي چې د «بشریت ضد جنایتونو» په اړه حساب ورکړي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۵ GMT+۱

ملاله یوسفزۍ وايي، هڅه کوي چې د نړۍ پر مشرانو فشار راوړي، او له دې لارې طالبان د دوی د «بشریت ضد جنایتونو» په اړه حساب ته راکاږي. یوسفزۍ وايي، چې د یوې عادلانه ټولنې رامنځته کولو او په ځانګړې توګه د افغانو نجونو او ښځو لپاره دې نړۍ لاس په کار شي.

د دوشنبې په ورځ د (تلې دویمه نېټه) ملګرو ملتونو د ملالي یوسفزۍ یو ویډیويي پيغام خپور کړی، چې نوموړې په کې د طالبانو له لوري د افغان نجونو او ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په اړه څرګندونې کړې.

ملاله یوسفزۍ وايي، په افغانستان کې د نجونو حقونو ته ګواښ په هر ځای کې د نجونو حقونو ته ګواښ دی.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، تر هغه وخته پورې به په کراره نه کیني چې د یوې عادلانه ټولنې رامنځته کولو او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو لپاره نړۍ لاس په کار شوې نه وي.

ملالې یوسفزۍ تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو ودانۍ مخې ته له یو شمېر نورو ښځينه فعالانو سره په اعتراض کې ویلي و، چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې دې د دوی غوښتونو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړې ویلي و :«په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو ته له تګه ګرځول شوې. په غزه کې نجونې د دوامداره بمباریو لاندې ژوند کوي. په نایجریا کې نجونې له ناورین او سېلابونو سره مخ دي»

په دې وروستیو کې لوېدیځ مېشتو د بشر او ښځو حقونو فعالانو پر نړۍ فشار ډیر کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه نور باید چوپ پاتې نه شي او له طالبانو دې د هغوی د سرغړونو حساب واخیستل شي.

ځايي سرچینې: د ټي ټي پي وسله والو وزیرستان کې په زور د زده‌کوونکو وېښتان کم کړي دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۱

له سوېلې وزیرستانه ځايي سرچینې وايي، چې د ټي ټي پي وسله والو تېر ماښام د واڼه په عواه خواه سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو وېښتان په زور خرېیلي دي. ویل کیږي، په دغه سیمه کې وسله والو نورو تنکیو ځوانانو ته هم خبرداري ورکړي چې وېښتان به کموي.

له سیمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (تلې دوېمه) ویلي، چې د سوېلي وزیرستان واڼه په عواه خواه سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو د ښوونځي د زده‌کوونکو وېښتان په زور ور خرېیلي دي.

دغو وسله والو په کلي کې خلکو ته ویلي، چې نور به لوی او په بهرني سټایل وېښتان نه جوړوي، او ږېرې به هم نه کموي.

تحریک طالبان پاکستان په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دغې ډلې له وړاندې ویلي وو، چې په پاکستان او د دوی د واک په سیمه کې به شریعت پلی کوي.

د ټي ټي پي وسله والو دارنګه په دغو سیمو کې په ټنګ ټکور او د شپې پر ګرځېدو هم بندیزونه لګولي دي.

داسې بندیزونه په قبایلي سیمو کې ورو ورو را روان دي، تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو یو راپور خپور کړی و، چې د ټي ټي پي وسله والو په وزیرستان کې د ټيک ټاک له ځینو کارونکو نجونو د هغوی ټلیفونونه اخیستې وو، او هغوی یې له دغه کاره منعه کړې وې.

په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي وسله والو له لوري د ښوونځیو د زده‌کوونکو په زور د وېښتانو خرېیلو دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو امربالمعروف وروستي قانون پر افغانانو او ځانګړي ډول پر ښځو یو شمېر تازه او سخت بندیزونه لګولي دي.

په وروستۍ پېښه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ښار کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو ټولو ښاریانو او سلمانیو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به ږېرې نه کموي، خطونه به په کې نه اچوي او وېښتان به هم په بهرني سټایل نه جوړوي.

اسټراليايي سازمان: طالبانو هڅه کړې چې په نړۍوالو ناستو کې د خپلو نیوکه کوونکو غږ غلی کړي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ وايي، چې طالبانو په نړۍوالو ناستو کې د خپلو نیوکه کوونکو د چوپتیا لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي. که لوېدیځ حکومتونه د بشري حقونو په اړه جدي وي، دوی باید په کلکه د دې هڅو په وړاندې مقاومت وکړي.

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ د یکشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه په نړۍواله ټولنه کې د مخالفینو د غږ د خاموشه کولو لپاره د طالبانو د هڅو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده او اعلان یې کړی، چې ملګرو ملتونو ددې هڅو پر دوام له طالبانو سره د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه هوکړه او له اجنډا څخه د جنسیتي توپیر موضوع لرې کړه.

دغه بنسټ وايي؛ طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان د ځینو سیاسي استازولیو له لورې خپاره شوي اسناد چې د دوی اطاعت نه کوي، باطل اعلان کړي او ځینو هېوادونو بیا په دې برخه کې له طالبانو ملاتړ کړی دی.

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ استدلال کوي، کله چې لوېدیځ هېوادونه طالبان په رسمیت نه پیژني، نو د طالبانو پیغامونه او غوښتنې د دغو هېوادونو لپاره داخلي قانوني اهمیت هم نه لري.

یاد سازمان ټینګار کړی، چې د دغو هېوادونو له خوا د طالبانو د غوښتنو منل د دې ډلې اهمیت زیاتوي.

په همدې حال کې دغه انسټیټیوټ وايي، چې د طالبانو د سیاسي اپوزیسیون د ځپلو او خاموشه کولو له هڅو وروسته د ناروې او برېتانیا هېوادونو په لندن او اوسلو کې د افغانستان سفارتونه تړلي دي.

دغه سازمان ویلي، چې یادو دواړو هېوادونو د افغانستان سفارتونه تړلي، خو د «شرم له مخې» یې په خپلو رسمي پاڼو کې د افغانستان د سفارتونو د تړلو اعلان نه دی کړی.

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ هم په ډاګه کړې، چې برېتانیا او ناروې شاید د خپلو داخلي ستونزو له امله د افغانستان سفارت تړلی وي او غواړي، د دغه هېواد د وګړو په شړلو کې له طالبانو سره د همکارۍ په تضمین سره د کډوالو په اړه د خلکو احساسات کنټرول کړي.

د دغه سازمان په خبره؛ د هغو سفارتونو له خوا چې د طالبانو په کنټرول کې نه دي د صادرو شویو اسنادونو نه منل کېدل، د هغه څه په پرتله چې تصور یې کېږي، لږ عملي اهمیت لري.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د واک دعوه کوونکي هیڅ قانوني حق نه لري چې د حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي او له همدې امله د افغانستان ماموریتونه چې د طالبانو تر واک لاندې نه دي د زمري له ۱۴۰۰ راهیسې په ډېرو هېوادونو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.