ځايي سرچینې: د خوست لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ۱۶ مېرمنې د ښځو له بازاره وړې دي

له خوست څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ ۱۶ مېرمنې د ښځو له ځانګړي بازاره وړې دي. سرچینې زیاتوي؛ طالبانو دا مېرمنې د بې حجابۍ او نامشروع په اړیکو په تور نیولي دي.