• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ د ابراهیم ځدراڼ د پښې د عملیاتو خبر ورکړی

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ د پښې له عملیاتو خبر ورکړی. کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه د ابراهیم ځدراڼ د دغه انځور په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی به د لسو اونیو لپاره تر رغېدو په استراحت کې وي.

100%

تر دې وړاندې (د وږي په ۱۹مه) کرېکټ بورډ ویلي و، چې ابراهیم ځدراڼ (د وږي په ۱۸مه) د تمرین پر مهال ټپي شوی او د نیوزیلنډ تر څنګ له سوېلي افریقا سره هم په لوبلړۍ کې نه شي لوبېدی.
کرېکت بورډ زیاته کړې وه، چې د ملي لوبډلې پيلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې د چمتووالي او تمرین پر مهال په پښه ټپي شوی و.
کرېکټ بورډ هغه مهال د ملي لوبډلې فزیوتراپیسټ او ډاکټر له قوله ویلي و، چې د ابراهیم ځدراڼ ښنګرکي یو څه سخته ضربه لیدلې او د ډاکټرانو له لوري ورته د استراحت سپارښتنه شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د اسټرالیا په وړاندې لوبیږي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۸ GMT+۱

د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن مازدیګر د اسټرالیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي. دغه لوبه نن د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، افغان ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې دویمه) مازدیګر د افغانستان پر وخت پنځه نیمې بجې د سعودي عربستان ابها ښار په سلطان بن عبدالعزیز فوټبال لوبغالي کې د اسټرالیا د فوټبال د ۲۰ کلنو لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د افغانستان فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي او روزونکي وايي، د اسټرالیا لوبډلې په وړاندې یې چمتوالی نیولی او هڅه کوي، چې د اسټرالیا په وړاندې لوبه وګټي او دیادو سیالیو دویم پړاو ته لاره ومومي.

د افغانستان فوټبال د شل کلنو کم عمره ملي لوبدلې د جمعې په ورځ د وږي په ۳۱مه نېټه خپله لومړنۍ لوبه له (مکاو) څخه په یوه ګول وګټله.

دغه سیالۍ د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې او د تلې میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

د اسیا جام غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې افغانستان له سعودي عربستان، فلسطین، اسټرالیا او مکاو سره لوبیږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه کوي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د افغانستان په کوربه‌توب له سوېلي افریقا سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه لوبې شوې چې دواړه افغانستان ګټلې او نن یې درېیمه لوبه کیږي. د دغې دریمې لوبې ګټل یا بایلل د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ جام پر ګټلو هیڅ اغېزه نه لري.

دغه لوبه نن د کابل پر وخت د مازدیګر په څلورنیمو بجو پیلیږي.

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د یو ورځینو لوبو تاریخي لړۍ جام د افغانستان ملي لوبډلې په خپل نوم کړی دی.

افغانستان په خپل کوربه‌توب په شارجه نړۍوال لوبغالي کې دوه مخکینۍ لوبې به لوی توپير له سیالۍ لوبډلې څخه ګټلي دي.

د یو ورځنیو لوبو لړۍ درېیمه او ورستۍ لوبه نن یکشنبې د (تلې په لومړۍ) نېټه په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان او سوېلي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ دا لومړنۍ لوبلړۍ وه چې نن یې وروستۍسیالي تر سره کیږي.

د سوېلي افریقا لوبډله چې په نړۍ کې د کرېکټ له پنځو غوره لوبډلو څخه شمېرل کیږي چې،د افغانستان د ملي لوبډلې له لوريله دوو پرله‌پسېماتې ورکولو وروسته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په نړۍواله کچه وستایل شوه.

د افغانستان فوټسال لوبډله له اوکراین سره برخلیک ټاکونکې لوبه لري

۳۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د فوټسال نړيوال جام کې افغان لوبډله نن د کابل پر مهال ماښام ۷ نمې بجې له اوکراین سره برخلیک ټاکونکې سيالي لري. د دغې سيالۍ ګټل د دواړو لوبډلو لپاره ځکه مهم دي، چې دواړو یوه لوبه مساوي کړې او یوه يې بايللې ده.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ پر ۴ ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې يې له ارجنټاين ه ۲ پر يو ماتې وخوړه

اوکراین بیا انګولا ته ۷ پر ۲ ماتې ورکړه او له ارجنټاين یې ۷ پر يو ماتې خوړلې وه.

ارجنټاين د ګروپ په سر کې او د ګولونو په توپير بیا افغانستان په دويم او اوکراين په دريم ځای کې قرار لري.

افغان لوبډله به د نن د سيالۍ پرمهال په ګټلو او يا مساويتوب سره د سیاليو بل پړاو ته لاره پيدا کړي.

د فوټسال په نړیواله درجه بندي کي اوکراین دوولسم او افغانستان اته څلوېښتم ځای لري.

اوکراین د پياوړو لوبډلو څخه شمېره کېږي.

په ۱۹۹۶ کال کې اوکراین په دې نړيوال جام کې تر څلورم مقام ځان رسولی و.

اوکراین شپږ ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او په دې برخه کې تر افغانستان ډېره تجربه لري.

افغانستان په لومړي ځل په دې سیالیو کې برخه اخيستې.

پاکستان وایي، د کرېکټ نړيواله شورا د ۲۰۲۵ کال نړیوال جام لپاره د دوی له تياري ډاډه شوه

۳۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ نړیوالې شورا يو پلاوی ډاډمن شوی چې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ نړیوال جام لپاره ښه تیاری روان دی. د کرېکټ اتلولۍ جام د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ مياشتې په ۱۹ د پاکستان په کوربتوب پيليږي.

د پاکستان رسنيو خبر ورکړی، چې د کرېکټ نړيوالې شورا یو پلاوی اسلام اباد ته تللی او د دې هېواد د کرېکټ بورډ له مشر محسن نقوي سره یې د ۲۰۲۵ اتلولۍ جام پر تیاريو خبرې کړې دي.

په دې ليدونو کې د کراچۍ، راولپنډۍ او لاهور د لوبغالو پر عصري جوړېدو، امنيتي مسايلو او د لوبو پر ښه تر سره کېدو هم خبرې شوې دي.

په ليدنه کې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر هم ډاډ ور کړی، چې د دې لوبو لپاره به بشپړ تیاری ونیسي او په ښه ډول به تر سره شي.

په دې سياليو کې افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش، انګلینډ، استراليا، نيوزيلينډ او سویلي افریقا لوبډلې برخه لري.

د کرېکټ اتلولۍ جام وروستۍ سیالۍ په ۲۰۱۷ کال په انګلينډ کې شوې وې، چې پايلوبه کې يې پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه.

دغه سيالۍ په پنځوس اوره بڼه کیږي.

د سوېلي افریفا د ښځو لوبډلې له پاکستان د کرېکټ شل اوره لوبلړۍ وګټله

۳۰ وږی ۱۴۰۳ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۱

د سوېلي افریقا د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان په ملتان ښار کې کوربه لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ور کولو سره لوبلړۍ وګټله. دا لوبلړۍ څلور ورځې مخکې پیل شوې وه او سوېلي افریقا پکې لومړۍ او وروستۍ لوبې وګټلې.

په نننۍ لوبه کې پاکستان د پچې ګټلو سره توپوهلو ته مخه کړه او په ټاکلو اورنو کې یې د پنځو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

د سوېلي افریقا لوبډلې د دوو لوبغاړو سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

تر دې مخکې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې خوړلې وه.