• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ټاکنې؛نوې نظر پوښتنې ښيي، چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې هریس له ټرمپ مخکښه ده

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د سي این این تلویزون نوې نظر پوښتنه ښيي، چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د نظر پوښتنې ۴۸ سلنه ګډونوال د کمالا هرېس ملاتړ کوي او ۴۷ سلنه ګډونوال د ټرمپ ملاتړي دي. همدا راز د رویټرز نظر پوښتنې هم په ډاګه کړې، چې کمالا هرېس مخکښه ده.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له راتلونکو ټاکنو څخه لاس پر سر شو، دا د سي این این د خبري شبکې وروستۍ نظر پوښتنه ده، چې په روانه میاشت کې ترسره شوې ده.

سي این این ویلي، چې د جو بایډن له استعفا وروسته د هرېس ملاتړي هڅېدلي، چې د هغې بشپړ ملاتړ وکړي.

دغه نظر پوښتنه ښيي، چې کمالا هرېس د ښځینه رایه ورکوونکو لویه برخه له ځانه سره لري او ټرمپ بیا د نارینه رایه ورکوونکو زیات ملاتړ له ځانه سره لري.

همدا راز هرېس بیا له ډېرشو څخه په کم عمرو ځوانانو، تور پوستو او لاتیني اقلیتونو کې مخکښه ده؛ خو ټرمپ بیا په سپین پوستو کې غښتلی ملاتړ لري.

د دغې نظر پوښتنې دوه سلنه خلکو لا تر اوسه دا ټاکنه نه ده کړې، چې چا ته به رایه ورکوي.

سي این این ویلي، چې ټرمپ د اقتصاد، کډوالۍ او بهرنۍ تګلارې د اداره کولو د پالیسۍ له امله په رایه ورکوونکو کې خپل باور تر لاسه کړی دی.

د سي بي سي نیوز د نظر پوښتنې له مخې؛ کمالا هرېس د ګډنوالو په منځ کې ۵۲ سلنه ملاتړ لري او ټرمپ بیا ۴۸ سلنه ملاتړ خپل کړی دی.

همدا راز د این بي ایس او رویټرز په نظر پوښتنو کې هم کمالا هرېس د ګډونوالو مخکښ ملاتړ له ځانه سره لري.

له دې وړاندې د ټرمپ کمپاین ویلي وو، چې یو شمېر رسنۍ د خپلو شخصي اهدافو په موخه نادرستې نظر پوښتنې وړاندې کوي، چې له حقیقت څخه لېرې دي.

ټاکل شوې، چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه په ټوله امریکا کې ترسره شي.

په دغو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراټانو څخه دوه مخکښ نوماندان پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا د ولسمشر اوسنۍ مرستیاله کمالا هرېس سیالي کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین بیا د علي وزیر او نورو بندي غورځنګیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بیا د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د دې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر او نور غړي یې خوشي کړي. منظور پښتین د علي وزیر او د غورځنګ د نورو بندي غړو شهزاد خان، مولانا زینت الله، سلمان طوري او عزت افغان یادولو سره وايي، «دا ټول په ظلم او جبر زندان کې ساتل کېږي.»

ښاغلی پښتین نن خپل فیسبوک کې د علي وزیر د خوشي کولو له غوښتنې سره پر دې هم نیوکه کړې، چې ښاغلی وزیر ولې پنجاب کې بندي دی، ځکه هلته یې کوم څه هم نه و کړي.

د اسلام اباد پولیسو د تېر اګسټ پر دویمه علي وزیر په اسلام ابادکې ونیو او پر نوموړي یې درې تورونه ولګول.

سره له دې چې محکمې د روانې سپټمبر میاشتې پر څلورمه د ښاغلي وزیر ضمانت منلی او د خوشي کولو امر یې کړی، خو نوموړی لا هم په بند کې دی.

د علي وزیر او د غورځنګ د نورو مشرانو زندان په داسې حال دی چې پښتون ژغورنه غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱ د پښتنو تاریخي جرګه را بللې ده.

د غورځنګ مشر منظور پښتین او نور غړي یې د دې جرګې د کامیابولو لپاره د پاکستان مختلفو سیمو ته ځي او مختلفو خلکو ته په جرګه کې د ګډون بلنه ور کوي.

حزب الله: د مخابراتي وسایلو د چاودنې له امله ۱۵۰۰ جنګیالیو د عملیاتو توان له لاسه ورکړ

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د حزب الله یو نامعلوم چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دې ډلې پر مخابراتي تجهیزاتو وروستي برید کې د حزب الله ۱۵۰۰ غړي د ټپونو له امله له فعالیته وتلي دي. د حزب الله دغه ډېری غړي پر سترګو ړانده او یا یې لاسونه پرې شوي دي.

که څه هم دا ټپونه یو لوی ګوزار ګڼل کیږي؛ خو یوازې د حزب الله د فعالو غړو یوه کوچنۍ برخه پکې شامله ده.

په دې وروستیو کې د امریکا په کانګرس کې یو راپور وړاندې شو، چې د حزب الله د جنګیالیو شمېر له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو اټکل شوی دی.

د حزب الله مشر حسن نصرالله وايي، دغه ډله سل زره کسان لري.

د تېرې اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د حزب الله ډلې پيجر او بېسیم وسایل په همغږو عملیاتو کې وچاودېدل.

حزب الله د چاودنې پړه پر اسراييل واچوله، خو تل ابیب تر اوسه رسمي په دې اړه څه نه دي ويلي.

د شمالي وزیرستان میرعلي پرونۍ پېښې ته د منظور پښتین او محسن داوړ غبرګونونه

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې تېره ورځ د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي ترمنځ جکړه وشوه. چې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ، هلته د څارویو او سبزي منډه‌يي وسوځېده او لسګونه څاروي هم په کې وسوځېدل، چې منظور پښتین او محسن داوړ یې په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي.

د پاکستان ځايي امنیتي چارواکو ادعا کړې وه، چې په دغې جګړه کې د ټي ټي پي څلور وسله وال وژل شوي او پنځه ټپیان شوي. پاکستاني چارواکو په دغه جګړه کې یوازې د دوو پوځیانو ټپي کېدل منلي.

په ميرعلي بازار کې د تېرې ورځې په جګړه کې د څارویو او سبزي منډه‌يي سوځېدو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين غبرګون ښودلی او پخپله ايکس پاڼه یې ليکلي، چې د ناوړه جګړې له امله څاروي هم خوندي پاتې نه شول، هغه وايي «د ميرعلي بازار پېښه د دغه رياست پوځي او طالباني چلند ښيي، هغه لوبه، چې وسله والې ډلې جوړه کړه، جګړه وشوه او وروسته د هغوی د له منځه وړلو په نوم عملیاتو کې ولسي پښتنو ته یې مالي او ځاني زيانونه واړول. د دغه رياست له شر څخه زموږ څاروي هم خوندي نه دي.»
پرون سې شنبه سرچینو افغانستان انټزنشنل ته یوه ویډیو استولې وه چې په دغې جګړه کې د میرعلي بازار کې اور د میوو، سبزي او مال منډه‌يي ته سخت زیانونه اړولي چې د میوو او سبو تر څنګ لسګونه غواوې په کې ژوندۍ سوځېدلې وې.
دغو سرچینو ویلي وو، په دې جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستل شوی او ځينې توغندي د میوې، سبزي او مال منډه‌يي ترڅنګ د ولسي خلکو پر دوکانونو لګېدلي دی او دغو ځایونو ته یې سخت تاوانونه اړولي دی.
په ميرعلي کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تېرې ورځې جګړې ته په غبرګون کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم پخپله ايکس پاڼه لیکلي، «د پوځ او طالبانو په جګړه کې د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي، د خلکو مالونه او څاروي ژوندي سوځېدل دا ښيي، چې نړۍ زموږ په سيمه کې د انسانانو په وینو سياست کوي.»
له میرعلي څخه ځايي سرچینو تېره ورځ د تلې درېیمه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي وسلوالو ترمنځ جګړه د ځايي وخت له غرمې مخکې ۱۰ بجې پیل شوه چې په دغې جګړې کې د خلکو کورونه، د څارویو، میوو او سبو منډه‌يي اور واخيست او هر څه په خاورو او ايرو بدل شول.

د سرچینو پر وینا یوازې په مال منډه‌يي کې شاوخوا ۳۰ څاروي ژوندي سوځېدلي دي.

له هغه وروسته چې په خواله رسنیو کې د څارویو او سبو د منډه‌يي سوځېدو ویډیوګانې لاس په لاس شوې او پراخ غبرګونونه یې راوپارول، په خواله رسنیو کې د پاکستان امنیتي ادارو ته منسوبو ځينې پاڼو د میرعلي پېښه د ټي ټي پي او پښتون ژغورنې غورځنګ کار وباله.
خو د سیمې خلکو تېره ورځ ویلي وو، چې د میرعلي بازار هغه وخت اور واخیست چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پر دغه بازار د وسله والو د ځپلو په پار توغندي ولګېدل.

ټولنیزې رسنۍ؛ ټېک ټاک خپلو کارونکو ته د پیسو ګټلو نوی فرصت ورکړی

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د ټېک ټاک شرکت خپلو کارونکو ته د عاید نوي فرصتونه چمتو کوي او د سبسکرایب فیچر ته ټولو جوړونکو ته لاسرسی ورکول کیږي. مخکې دا فیچر یوازې پر ټېک ټاک کې په ژوندۍ بڼه د ګډون کاروونکو لپاره و.

اوس د سبسکرایب فیچر له لارې هر هغه کس چې عمر یې اتلس یا له اتلسو څخه پورته وي د پیسو ګټلو فرصت شته؛ مګر ځیني شرایط هم موجود دي.

د کارونکي فالورز باید لږ تر لږه ۱۰ زره وي او د یوه کال څخه په لږه موده کې باید یوه ویډیو یې له ۱۰۰ زرو ډېره لیدل شوې وي.

ټېک ټاک په ۲۰۲۰ کال کې سبسکرایب فیچر په لایف کې د یوټیوب د ننګولو لپاره جوړ کړی و.

ټېک ټاک د سبسکرایب لپاره درې کټګورۍ وړاندیز کړي.

سبسکرایب کارونکو ته د خپلې خوښې ویډیو جوړونکو د منځپانګې، چینلونو او سټیکرونو ته د لاسرسي لپاره میاشتنی معاش ورکوي.

د دې وسیلې له لارې کارونکي به وکولی شي د ځانګړې منځپانګې د فیس لپاره پیجونو او نور ډېر څه له لارې پیسې وګټي.

کارونکې له خپلو پېرودونکو سره چټ هم کولی شي.

د سبسکرایب فیچر په برازیل، فرانسه، جرمني، هسپانیه، بریتانیا، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، سویلي کوریا او متحده ایالاتو کې پیل کیږي.

ټېک ټاک کمپنې به دا فیچر په نورو هېوادونو کې وروسته فعاله کړي.

د افغانستان په اړه د امریکا د استازو جرګې غونډې ته بلېنکن د ځواب ورکولو لپاره حاضر نه شو

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو په اړه د وضاحت لپاره د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ورغوښتل شوی و، په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې بلېنکن د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال نه شي کولی د شاهدی لپاره حاضر شي.

دغې کمېټې مخکې له بلېنکن څخه غوښتي وو، چې وږي په ۲۹مه نېټه حاضر شي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې ویلي وو، چې ښاغلی بلېنکن غوښتل شویو نېټو کې د شهادت لپاره نه شي ورتللی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه چې مشري یې د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه مایکل مکال پر غاړه لري، له ډېرې مودې راهیسې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه څېړنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وو، چې بلېنکن د امریکا کانګرس ته د افغانستان په اړه له ۱۴ ځلو څخه زیات شاهدي ورکړې دی.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین له پیل راهیسي له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو په تړاو پېښې په سیاسي مسالې بدلې شوې دي.