• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې په کابل کې یې ۳ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې نن ماښام ( د تلې ۵مه) د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند په ارزان قیمت سیمه کې د سید جمال الدین افغان په ښارګوټي کې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی.

دغې جبهې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په برید کې یې ۳ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

کومه ویدیو چې دغې جبهې پر اېکس پاڼې خپره کړې، په هغې کې د د چاودنې غږ اوریدل کیږي او بیا د اور لمبۍ لیدل کیږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالبانو له واکمنیدو راهیسي د هېواد په مختلفو ولایتونو کې طالبان په نښه کوي.

طالبانو د دغې پېښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچينې: د حمید خراساني کسانو د کابل په ۱۷مه ناحيه کې يو ځوان وژلی دی

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د وسله وال قوماندان حمید خراساني تر قوماندې لاندې کسانو د هغه په ​​امر په کابل کې د عصمت الله نوري په نوم یو ځوان وژلی دی. خراساني دغه تورونه ردوي او وايي، چې عصمت الله د زړه د درېدو له امله مړ شوی دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا؛ عصمت الله د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د سرکوتل خیرخانې د ساختماني چارو مسوول و، چې له خراساني سره د مالي شخړې له امله وژل شوی دی.

له پېښې وروسته د دغه کس د جنازې ویډیوګانې افغانستان انټرنشنل ته استول شوي، چې د وژل شوي کس خپلوان د هغه پر بدن د شکنجې او د ټوپکو ګوزارونه په ګوته کوي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې؛ عصمت الله نوري د کاپیسا ولایت له اوسېدونکو څخه و او د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې یې د کورنیو چارو په وزارت کې دنده ترسره کوله.

له هغه وروسته بېرته عادي ژوند او ملکي کارونو ته راستون شو.

حمید حراساني له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې تایید کړه، چې عصمت الله نوري یې پېژنده.

حمید خراساني ادعا وکړه، چې نوموړی د پنجشنبې په ورځ د زړه د درېدو له امله مړ شوی.

ښاغلي خراساني د شکنجې تورونه رد کړل.

تر اوسه طالبانو دغې پېښې ته کوم غبرګون نه دې څرګند کړی.

حمید خراساني چې د طالبانو یو له جنجالي شخصیتونو څخه دی، تر دې مخکې هم د کابل په شمال کې د ځوانانو په خپلسري نیولو او له بشري حقونو په پراخه سرغړونو تورن شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پولیسو په مرکز کې چاودنې یو پولیس وژلی او اتلس ټپیان دي

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د صوابۍ د پولیسو مشر هارون الرشید رسنیو ته ویلي، چې نن شپه د صوابۍ د پولیسو په مرکز کې چاودنه شوې ده، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او اتلس نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د پولیسو یو بل چارواکي جاوید مروت بیا رسنیو ته ویلي، چې په زخمیانو کې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

نوموړي زیاته کړې ده، چې تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه درست معلومات نه شته؛ خو یاده چاودنه د پولیسو د لومړۍ حوزې په ډیپو کې شوې ده.

بل خوا د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډا پور ویلي، چې زخمیانو ته دې پر خپل وخت رسیده ګي وشي او د چاودنې د څېړنې لپاره یې د پولیسو یو پلاوی سیمې ته استولی دی.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې په امنیتي پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې پاکستاني چارواکي یې د ټي ټي پي کار بولي.

پاکستان په وار - وار افغان طالبان د ټي ټي پي په مرسته تورن کړي؛ خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

پاکستاني رسنۍ: په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې افغانان هم شامل وو

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې وسله والو افغانانو هم برخه اخیستې ده. رسنیو په راپور کې د هغه افغان قوماندان تصویر هم خپور کړی، چې په دغه جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغان وسله وال په پاکستان کې له قومي جګړو وروسته کورمې ته ننوتلي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې قبايلو په دغو قومي شخړو کې د سيمه ييزو او د افغان وسله والو په جګړو خواشيني څرګنده کړه او د پاکستان له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي، چې دغه وسله د پکتیا له شهرنو څخه کورمې ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، نن له کورمې ولسوالۍ څخه یوې سرچینې وویل، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو تر منځ جګړو کې تر دې مهاله ۴۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
له یادې سیمې څخه د نورو سیمو او پېښور تر منځ د تلو راتلو ټولې لارې بندې شوې هم دي.
شپږ ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په پاړه چنار سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ نښته پیل شوه، چې تر اوسه هم روانه ده.
د یادولو ده، چې د سیمې اوسېدونکي د سیمه ییزو او ډېورنډ په اوږدو کې د وسله والو شتون د اندېښنې وړ بولي
ځايي خبریالانو د پولیسو له قوله ویلي، په یاده ولسوالۍ کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د پاړه چنارـ پېښور او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي لاره هم د تګ راتګ لپاره بنده ده.
په یو شمېر ويډیوګانو کې چې د شیعه مذهبو له لارې خپرې شوې، لیدل کېږي چې په جګړه کې له ډېرو درنو وسلو کار اخیستل کېږي.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د دغه دوو ډلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په مهارولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کورمه کې له دواړو خواو سره هغه درنې وسلې دي، کومې چې د پاکستان پوځ کاروي.

په یادې جګړې کې د افغانانو د ښکېلتیا په تړاو تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

ملا هبت الله د سترې محکمې مسوولینو ته: په پرېکړو کې د هېچا تر فشار لاندې را نه شئ

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۱

ملا هبت الله اخوندزاده د دغې ډلې د سترې محکمې مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې قضايي چارې د اسلامي شریعت مطابق ترسره کړي او په پرېکړو کې دې د هیچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې را نه شي.

هغه زیاته کړه، چې شریعت له قضايي چارو سره تړلی دی او هر څومره چې قضايي چارې ښې پر مخ لاړې شي او د خلکو ستونزې حل شي په همغه اندازه شرعي نظام پیاوړی کیږي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست له خوا د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) خپره شوې راغلي، چې ملا هبت الله وویل: «په یوه هېواد کې د اسلامي نظام د موجودیت په صورت کې باید د دغه هېواد ټول وګړي له خپلو شرعي حقونو برخمن وي، که څوک پر چا ظلم کوي یا د بل حق ضایع کوي د محاکمو دنده او مسولیت دی چې ظالم او مجرم ته سزا ورکړي.»

د طالبانو مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې شاوخوا درې کاله کیږي، چې د دغې ډلې اسلامي نظام پر نیم قشر ظلم کړی او له دوی یې شرعي حقونه اخیستي دي.

ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار او له ټولنیز ژوند څخه منع کړي دي.

د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو په وینا، چې د طالبانو چارواکو ډېری څرګندونې د دوی د عمل برعکس دي.

شاوخوا درې کاله کیږي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض چلند کوي.

بل خوا جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقضول په ځانګړې توګه د ښځو پروړاندې جنسیتي توپیر غندي او خبرداری یې ورکړ، چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت تغییر ونه کړي، له طالبانو په نړیواله محکمه کې شکایت وکړي.

تازه ۲۰ نورو هېوادونو هم له دغو ۴ هېوادونو سره یو ځای شوي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د یادو څلورو هېوادونو د قانوني اقدام ملاتړ وکړي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په ننګرهار کې یو سوداګریز مارکیټ جوړ کړی دی

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د حج او اوقافو وزارت وايي، د دغه وزارت د عوایدو د زیاتوالي په موخه یې په ننګرهار کې د ۶۸ میلیونه او ۳۷۵ زره افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ کړی دی. دا د خپل ډول یو بې ساری اقدام دی، چې حج او اوقافو وزارت سوداګریز مارکیټ جوړوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له دغه مارکېټ څخه به په کال کې تر شپږ میلیونه افغانیو زیات عایدات ترلاسه شي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مارکیټ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په ۱۲۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.

په دغه سوداګریز مارکېټ کې ۲۳ لوی پلورنځي او ۲۳ د استوګنې خونې شاملې دي او اووه تالارونه هم په پام کې نیول شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزير نورمحمد ثاقب وويل، چې دغه مارکېټ د ننګرهار ولايت خلکو او سوداګرو ته د نويو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوى دى.

هغه وويل، چې د حج او اوقافو وزارت له لوري د سوداګريزو مارکېټونو د جوړولو پلان به په نورو ولايتونو کې هم عملي شي.

د سکتوري وزارتونو تر منځ د دندو د وېش اصول نامې ته په کتو د دا ډول ودانیزو عایداتي کارونو چارې د فواید عامې وزارت او اړونده ښاروالۍ کولی شي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د حج او اوقافو وزارت سوداګریزې چارې پر مخ وړي.