• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شمالي وزیرستان کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې ۶ تنه ووژل شول

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۱

شمالي وزيرستان کې د ماري پټروليم کمپنۍ چورلکه لوېدلې چې په کې ۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د پاکستان امنیتي سرچینو د چورلکې د غورځېدو لامل "تخنیکي ستونزه" بللې ده. په دې چورلکه کې د درېو روسي پیلوټانو او عملې په ګډون ۱۴ سپرلۍ وې.

د پاکستان امنیتي سرچینو تایید کړې، چې چورلکه د ماري پټرولیم شرکت کرایه کړې وه او د پښتونخوا د شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې غورځېدلې ده.

د دغې پېښې لامل د چورلکې د انجن خرابوالی بلل شوی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینې وايي چې د تخریب نښې نه دي لیدل شوي.

سرچينې د شپږو تنو وژل کېدل تاييد کړي، خو تر اوسه د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د ژغورنې عملیات روان دي او نور جزیات به د پلټنو له بشپړیدو وروسته خپاره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

حسن نصرالله له ماشومتوب د حزب الله تر مشرۍ

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ ويلي، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله یې د بيروت په جنوبي څنډه کې، د دې ډلې پر مرکزي دفتر په يوه هوایي بريد کې وژلی دی.

حزب الله ډلې هم منلې چې مشر یې وژل شوی دی.

له څو لسيزو را هیسې د نصر الله په مشرۍ حزب الله ډله په سيمه ییز ځواک بدله شوې، چې په منځني ختيځ کې د تهران نفوذ ښيي.

د ایران سپاه پاسداران یا انقلابي ګارډ په ۱۹۸۲ کال کې دغه ډله جوړه کړه.

د نصرالله مړينه به د حزب الله ډلې ترڅنګ ایران ته هم لويه ضربه وي.

د اسراييل د پوځ ویاند پر اېکس پاڼه ليکلي: « د حزب الله ترهګريز سازمان مشر حسن الله يې له منځه وړی دی.»

هغه زیاته کړې، چې د حزب الله یو بل جګپوړی مشر علی کراکي هم وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ په یوه جلا پوسټ کې ویلي: «حسن نصرالله نور نه شي کولای چې نړۍ ترور کړي.»

د حزب الله د قوماندې په مرکز باندې د جمعې د ورځې تر بريد وروسته د شنبې په ورځ نورو هوايي بریدونو د اسراییل او سخت دریځې وسله والې ډلې حزب الله ترمنځ جګړه نوره هم زیاته کړې.

دې شخړې دا اندیښنې زیاتې کړې، چې سیمه به په پراخه جګړه کې ښکیله شي.

د اسراییل پوځ ویلي، دقیق هوايي برید یې په داسې حال کې کړی، چې د حزب الله مشرتابه د بیروت په جنوب کې په داحیه کې د دوی په مرکزي دفتر کې غونډه کوله.

سید حسن نصرالله څوک دی؟

د ۶۴ کلن سید حسن نصرالله په مشرۍ حزب الله له اسراييل سره جګړې کړې او په سوريه کې يې په جګړو کې برخه اخيستې ده.

نوموړي د ولسمشر بشارالاسد په ګټه د قدرت د توازن په بدلولو کې مرسته کړې ده.

کارېزماتیک او هوښيار ستراتيژيسټ سید حسن نصرالله حزب الله د اسراییل په يوه دښمن بدله کړه.

نوموړي په ایران کې د شعيه مذهبي مشرانو او د حماس په څېر د فلسطيني وسله والو ډلو سره اتحاد ټينګ کړ.

لبناني شيعه پيروانو او په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې ميليونو کسانو نصرالله ته درناوی درلود.

په امريکا او لويديځ کې نصرالله او حزب الله ته د افراطيت او يو خطر په سترګه کتل کيږي.

سره له دې چې د نصرالله ډله په لبنان کې په واک کې شریکه ده، خو نوموړي په تیرو کلونو کې د اسراییل د وژنې له ویرې تر ډیره حده په پټه ژوند کاوه.

سید حسن نصرالله څنګه واک ته ورسید؟

نصرالله په ۱۹۶۰ کال کې د بيروت په بې وزله شمالي ښار شارشبوک کې په يوه بې وزله شيعه کورنۍ کې زېزېدلی او وروسته یې کورنۍ جنوبي لبنان ته تللې.

نوموړي د حزب الله له بنسټ ايښودلو مخکي د شيعه سیاسي او نيمه نظامي سازمان امل غورڅنګ سره یو ځای و.

حزب الله د ایران د سپاه پاسداران یا انقلابي ګارډ د غړو له خوا جوړه شوه، چې د ۱۹۸۲ کال په دوبي کې د نیواکګرو اسراییلي ځواکونو سره د مبارزې لپاره لبنان ته راغلي وو.

حزب الله لومړنۍ ډله وه، چې ایران یې ملاتړ وکړ او د خپل سياسي اسلام د صادرولو لپاره یې د يوې وسیلې په توګه وکاروله. له هغه وروسته چې ۳۹ کلن سید عباس موسوي د لبنان په جنوب کې د اسراییل په هوايي بريد کې ووژل شو، حزب الله د ۱۹۹۲ کال په فيبوري مياشت کې نصرالله د خپل سرمنشي په توګه وټاکه.

پنځه کاله وروسته امریکا حزب الله یو تروریستي سازمان اعلان کړ.

د نصرالله په مشرۍ حزب الله ته د غچ اخيستني د جګړې مشري ورکول سوه، چې په نتیجه کې یې له ۱۸ کلن اشغال وروسته په ۲۰۰۰ کال کې له جنوبي لبنان د اسرایيل ځواکونه ووتل.

د نصرالله مشر زوی هادي په ۱۹۹۷ کال کې د اسرایيل ځواکونو په وړاندي په جګړه کې ووژل شو.

په ۲۰۰۰ م کال کې د سويلي لبنان څخه د اسراييل ځواکونو له وتلو وروسته نصرالله په لبنان او ټوله عربي نړۍ کې د پام وړ حيثيت پيدا کړ او پیغامونه یې د حزب الله په راډيو او سټلايټ ټلويزيون کې خپرېدل.

دا دریځ هغه وخت نور هم پیاوړی شو کله، چې په ۲۰۰۶ کال کې حزب الله له اسراییلو سره د ۳۴ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې مقابله وکړه.

کله چې په ۲۰۱۱ کې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه، د حزب الله جنګیالي د بشار الاسد له ځواکونو سره یوځای شول.

په اوسنۍ جګړه کې د حسن نصرالله رول

یوه ورځ وروسته له هغه، چې د اکټوبر په اوومه د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه، حزب الله د غزې په پوله کې د اسراییل پر پوځي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د غزې لپاره د «بشپړ جبهې» په نوم یادیږي.

د جګړې پر مهال دوی استدلال کاوه، چې د حزب الله له پولې هاخوا بريدونو د اسرایيلي ځواکونو د دې ګام مخه نیولې، چې په غزه کې پر حماس تمرکز وکړي.

نصرالله ټينګار وکړ، چې حزب الله به په غزه کې د اوربند تر پیلېدو پوري پر اسراییل بريدونه وکړي.

اسراییل په شخړه کې یو نوی پړاو اعلان کړ، چې موخه یې له پولې د حزب الله شاته کول و، ترڅو د شمالي اسراییل څخه زرګونه بې ځایه شوي بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

اسراییل د دې ډلې د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو د وژلو لپاره بریدونه پیل کړل او د زرګونو مخابراتي وسایلو پر چاودلو هم تورن دی چې د حزب الله د غړو لخوا کارول کېدل.

په دې بريدونو کې ۳۷ کسان ووژل شول او په زرګونه نور ټپيان شول.

سرچینه: د بریتانیا انډیپېنډېنټ ورځپاڼه

اسراییل وایي، د حزب الله مشر حسن نصرالله په بیروت کې وژل شوی دی

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وژلی دی.

د پوځ ویاند ډیویډ ابراهام اې اېف پي اژانس ته منلې، چې د حزب الله مشر د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمینه کې د دوی په بریدونو کې وژل شوی دی.
حسن نصرالله له درېیو لسیزو راهیسې د حزب الله مشري کوله.
خو حزب الله لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي سرچینې په حواله ویلي و، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د برید موخه وه.

تر دې وړاندې حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې نصرالله ژوندی دی او د ایران تسنیم خبري اژانس هم ویلي و، چې هغه خوندي دی.
یوه جګپوړي ایراني امنیتي چارواکي هم رویټرز ته ویلي و، چې تهران د هغه وضعیت څاري.
له بل پلوه نیویارک ټایمز له پنځو اسراییلي امنیتي چارواکو له خولې راپور ورکړی و، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې حسن نصرالله وژل شوی دی.

د اسراییل رسنۍ د خبر له مخې، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.

تر دې وړاندې د اسراییل یوې رسنۍ ویلي و، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.

شیګرو ایشیبا د جاپان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۷ GMT+۱

د جاپان پخوانی دفاع وزیر شیګرو ایشیبا د نوي لومړي وزیر او د لیبرال ډیموکراټ ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. هغه د جمعې په ورځ ژمنه وکړه، چې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې به د هېواد امنیت ټینګوي.

دغه ۶۷ کلن سیاستوال د خپل سیال سانایه تاکاییشي په مقابل کې د نهه کاندیدانو په ګډون د ګوندونو ترمنځ د نه اټکلېدونکې سیالۍ په ترڅ کې د ۲۱۵ رایو په ترلاسه کولو بریالی شو.

ټاکل شوې چې نوموړی به راتلونکې سې شنبه د پارلمان له ځانګړې غونډې وروسته د لومړي وزیر په توګه خپله دنده پیل کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې شیګرو ایشیبا وویل: «موږ باید یو داسې ګوند ووسو، چې خپلو غړو ته اجازه ورکړي چې په ازاده او رېښتیني ډول د حقایقو په اړه خبرې وکړي، داسې ګوند چې په ټولو چارو کې عادلانه او بې طرفه وي.»

نوموړي په یوې خبري غونډه کې د روسیې او چین له خوا امنیتي ګواښونو او د شمالي کوریا د توغندیو ازموینو ته په اشارې سره وویل، چې له دغو ګواښونو سره به مقابله وکړي.

دا داخلي ګوندي ټاکنې د اګست په میاشت کې د لیبرال ډیموکراټ ګوند له مشرتابه څخه د فومیو کیشیدا له استعفاء وروسته ترسره شوې.

د نړۍ تر ټولو لوی نوري ټیلسکوپ تر ۲۰۲۸ کال پورې د فعالیت لپاره چمتو کیږي

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۶ GMT+۱

دغه ډیر لوی ټیلسکوپ یا "اي ال ټي" به په ۲۰۲۸ کې خپل کار پیل کړي او د ساینس په برخه کې به د بشریت ترټولو غوره لاسته راوړنه وي. د دې ټیلسکوپ اصلي ایینه د ټینس د لوبو میدان څلور چنده لویه ده او د رڼا راټولولو توان یې د جیمز ویب فضایي ټیلسکوپ په پرتله ۴۰ چنده ډېر دی.

د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، دا ټیلسکوپ به تر فعالیت وروسته په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن نوري ټیلسکوپ وپیژندل شي.

د اي ال ټي پروژې مدیر د ډاویده ډیانا په وینا، دا ټیلسکوپ نه یوازې یو لوی جوړښت دی، بلکې یو خورا حساس ساینسي وسیله هم ده. هغه وویل: «موږ د انجینرۍ په اوسني حدودو د فشار راوړلو په حال کې یو.»

د دې ټیلسکوپ د څارنې گنبد ۷۴ متر (د ۲۲ پوړونو په اندازه) لوړ دی او قطر یې ۸۷ مترو ته رسیږي. د دې لوی جوړښت وزن ۶۰۰ ټُنه دی.

د دې گنبد دننه د ۳۹ متره په اصلي ایینې یو ټیلسکوپ ځای پرځای شوی چې د ټینس میدان شاوخوا څلور چنده دی.

له دې امله چې ټیلسکوپ د زلزلې کیدونکې سیمې کې موقعیت لري، د دې جوړونکو د چیلي د ځواکمنو زلزلو پر وړاندې د مقاومت لپاره د دغه ۲/۴ میلیارد دالري جوړښت کې د زلزلې په وړاندې د مقاومت له پرمختللو سیستمونو څخه کار اخیستی دی.

د دغه ټیلسکوپ ودانۍ د دغه هېواد د اتاکاما دښتې په زړه کې د بحر له سطحې څخه د ٢٥٠٠ مترو په لوړوالي او د وي ال تي ټیلسکوپ ته څېرمه موقعيت لري.

د رڼا جذبولو کې د دې ټیلسکوپ وړتیا د جیمز فضایي ټیلسکوپ په پرتله ۴۰ ځله او په ځمکه کې د اوسني دوربینونو په پرتله ۱۵ ځله ډېره ده.

د اي ال ټي یو له مهمو موخو څخه دا ده چې په نږدې کهکشانونو کې د ځمکې په څېر سیارې کشف کړي.

د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې ستورو پیژندونکي مټیو کولس د ټیلسکوپ په اړه وویل: «د لومړي ځل لپاره، موږ باید وکولی شو د ځمکې په څېر سیارې د ځمکې په څیر مدارونو کې د لمر په څېر د ستورو په شاوخوا کشف کړو. دا کشف نه یوازې زموږ د فضایي نړۍ په اړه پوهه بدلولی شي، بلکې موږ ته اجازه راکړي چې په نورو سیارو کې د ژوند نښې وګورو.»

پداسې حال کې چې اي ال ټي د بشپړیدو ته نږدې دی، نور لوی د ټیلسکوپونو پروژې له لوی ننګونو سره مخ دي. لوی ماژلان ټیلسکوپ، چې په چیلي کې تمه کیږي چې اي ال ټي ته نږدې جوړ شي، لاهم د جوړولو په لومړیو مرحلو کې دی او د بودجې ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

هغه ۳۰متره ټیلسکوپ چې په هاوايي کې ځای پر ځای شوی و، هم د هاوايي وګړو له سختو اعتراضونو سره مخ شوی او ښايي ځای یې بدل شي.

د اروپا فضایي سازمان، د خپلو ۱۶ غړو هېوادونو په ملاتړ، په بریالیتوب سره د اي ال ټي جوړولو ته دوام ورکوي.

په پاړه چنار کې د قومي جګړو له امله د مړو شمېر ۴۸ او د ټپيانو شمېر ۱۰۵ ته ورسېد

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې د مړو شمېر ۴۸ او د ټپيانو شمېر ۱۰۵ ته ورسېد. په راپور کې راغلي، چې دغه جګړې له یوې اونۍ راهیسې په کورمې ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ روانې دي.

د سیمه ییزو چارواکو په خبره، د یادې ولسوالۍ د مشرانو په مرسته د قبایلي اولس په ملاتړ سپين بيرغونه لګول شوي او په ډېریو سيمو کي د اوربند هڅې هم روانې دي.
د سیمې قومي مشرانو ویلي، چې سره له دې چې دوی د سولې په ټینګښت او اوربند کې په بشپړ ډول همکاري کوي، خو د اوربند له اعلان سره سم د شلوزان او لقمان خېلو له غرنیو سیمو توغندي توغول شوي، چې پر وړاندې یې د سمدستي او سختو اقداماتو اړتیا ده.

100%


دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې وسله والو افغانانو هم برخه اخیستې ده.
په راپور کې همداراز راغلي، چې افغان وسله وال په پاکستان کې له قومي جګړو وروسته کورمې ته ننوتلي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې قبايلو په دغو قومي شخړو کې د سيمه ييزو او د افغان وسله والو په جګړو خواشيني څرګنده کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره دې اقداماتو وکړي.
له یادې سیمې څخه د نورو سیمو او پېښور تر منځ د تلو راتلو ټولې لارې بندې شوې هم دي.
تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په پاړه چنار سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ نښته پیل شوه، چې تر اوسه هم روانه ده.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د دغه دوو ډلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په مهارولو کې پاتې راغلی.
وړمه ورځ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کورمه کې له دواړو خواو سره هغه درنې وسلې دي، کومې چې د پاکستان پوځ کاروي.