• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله ته منسوب نوی فرمان: د دولتي ادارو چارواکي او استازي مکلف دي چې مراجعین وګوري

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب يو حکم خپور کړ چې په کې راغلي دي چې د دولتي ادارو مامورين مکلف دي چې له مراجعينو سره وګوري. په فرمان کې راغلي، که چارواکي له خلکو سره نه شي لیدلی، د دې کار لپاره دې استازی وټاکي.

په دغه فرمان کې د وزارتونو، سترې محکمې، ولایتي دفترونو، امنیه قوماندانانو، ولسوالیو او نورو دولتي ادارو له مسوولینو غوښتل شوي، چې د مراجعینو د اړتیا په صورت کې دې حاضر شي.

په حکم کې ټینګار شوی چې د دولتي ادارو له مسوولینو سره دې د مراجعینو د لیدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

په همدې حال کې افغانستان انټرنشنل په وروستیو میاشتو کې ګڼې ویډیوګانې ترلاسه کړې، چې په کې خلکو د طالبانو تر واک لاندې دولتي ادارو کې د کار له سستوالي، ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ شکایت کړی دی.

دغه راز په دولتي ادارو کې د طالبانو د کارکوونکو د ناوړه چلند او له مراجعو سره د غیر مسلکي چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

۵

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

اسناد: د طالبانو د برېښنا عمومي رییس د ملا هبت الله د فرمان خلاف تازه ګمارنې کړې

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۱
اسناد: د طالبانو د برېښنا عمومي رییس د ملا هبت الله د فرمان خلاف تازه ګمارنې کړې
100%

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف کمارنې کړې دي. د ملا هبت الله اخوندزاده په فرمان کې راغلي، چې برېښنا شرکت نشي کولی له پنځمو بستونو پورته ګمارنې وکړي.

خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت د مکتوبونو پر اساس د یاد شرکت رییس عبدالباري عمر په تېرو څو ورځو کې د نعمان احمدي په نوم یو کس د برېښنا شرکت د سیستم د پراخوالي مدیریت کې د ۶ بست لپاره ټاکلی دی.

100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینې وايي، نعمان احمدي له مدرسې فارغ شوی دی، خو اوس د تېر حکومت کارمند پرځای چې په دغه مدیریت کې یې د کلونو کاري سابقه درلوده په پنځم ګرېډ کې په لوړ معاش مقرر شوی دی.

په یو بل مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، د طالبانو د برېښنا د عمومي رییس عبدالباري عمر په امر ،د دې شرکت د بشري منابعو د رییس په لاسلیک د ضیاالحق په نوم یو ملا چې له مدرسې فارغ دی او هېڅ تعلیمي اسناد نه لري، د پخواني حکومت د یو کارمند پر ځای ګومارل شوی، چې هغه مسلکي انجنیر و.

خو د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه ځانګړي فرمان کې له برېښنا شرکت غوښتي چې د پنځم بست نه ښکته په دغه اداره کې کسان «د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د استازي په حضور کې د ازاد رقابت له لارې وګمارئ.»

100%

په دغه فرمان کې راغلي «له پنځم بست نه پورته بستونو کې ګمارنې د برېښنا شرکت پورې اړه نه لري او نه هم د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته له وړاندیز پرته بره ګمارنې کولی شئ.»

د اسنادو پر بنسټ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان شرکت رییس عبدالباري عمر نه یوازې د ملا هبت الله فرمان تر پښو لاندې کړی بلکې د دې ډلې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست حکم یې هم نه دی عملي کړی.

نوموړي له پنځمو بستونو ښکته بستونو کې هم له ازاد رقابت نه پرته او نا مسلکي کسان ګمارلي او دې یې سره په خپل سر ګمارنې کړې دي او د مدرسو ملایان یې ټاکلي دی.

100%

د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، ځیني مسلکي کسان چې د پخواني حکومت څخه یې په دغه اداره کې کار کاوه له دندو یې شړلي دي او دا بهیر هره ورځ ادامه لري.

ډیری کتوونکي په دې باور دي، چې د طالبانو د لومړي مشر ملا عمر په پرتله د دې ډلې د اوسني مشر ملا هبت الله ډيری فرمانونه نه عملي کیږي او یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

ملا هبت الله اخوندزاده د روان کال « د زمري ۲۷مه» عبدالباري د افغانستان برېښنا شرکت د رییس په توګه وټاکه.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر: د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د خلکو ملاتړ تر ټولو مهم دی

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر: د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د خلکو ملاتړ تر ټولو مهم دی
100%

د ترکمسنتان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سیمه کې د امنیت لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکاري ده چې ور سره یې اقتصاد رغول کېږي او بشري ستونزې یې حل کېږي. د دې وزارت د اعلامیې له مخې رشید مرادوف دا خبرې پرون د ملګرو ملتونو په ۷۹ ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وکړې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت د رشید مرادوف د وینا متن نن خپله وېبپاڼه کې خپور کړ ی دی.

ښاغلي مرادوف په خپلو خبرو کې د سیمه ییز امنیت لپاره په افغانستان کې اقتصادي پروژې پیلول او ملاتړ یې مهم بللي.

هغه په دې برخه کې ټاپي پروژې ته هم اشاره کړې، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز تر پاکستان او هند رسوي.

رشید مرادوف وویل، چې دوه اونۍ مخکې یې افغان خاوره کې د دې نللیکې د چارو پیلېدو سره د دې پروژې نوی پړاو پیل شو.

هغه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا او نوري فایبر لېږدول او له دغه هېواده افغانستان ته پټلۍ غځول هم نورې مهمې پروژې وبللې.

ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ځینې نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.

که څه هم دا هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دوی له واکمنېدو سره یې له افغانستان سره اقتصادي راکړه ورکړه ډېره شوې ده.

د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، چین او روسیې څلور اړخیزه ناسته په نیویارک کې جوړه شوه

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۱
د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، چین او روسیې څلور اړخیزه ناسته په نیویارک کې جوړه شوه
100%

د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشریزې په څنډو کې د افغانستان په اړه په نیویارک کې څلور اړخیزه ناسته کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د چېن، روسیې او پاکستان چارواکو سره په نیویارک کې جوړه شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ناستې برخه‌والو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې او په دې اړه یې یوه اعلامیه هم صادره کړې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس لیکلي، چې د څلورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو او د هغه هېواد له واکمنو چارواکو سره د تعامل په رامنځته کولو سلا مشورې کړې دي.
اېرنا د دغې ناستې په اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي او د خپرې شوې اعلامیې په اړه یې هم زیاته رڼا نه ده اچولې.

د ایران مهر خبري اژانس پرته له دې چې د غونډې د نېټې یادونه وکړي، د جمعې په ورځ لیکلي، دغه غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي، وانګ يي او سرګي لاوروف او همدارنګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون جوړه شوې وه.

څرګنده نه ده، چې په غونډه کې ولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر ځای دفاع وزیر خواجه اصف ګډون کړی و.
که څه هم چې دغو څلورو هېوادونو لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی؛ خو له دغې ډلې سره ډېر نږدې اړیکي پالي.
دغو هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره په مبارزې ټینګار کړی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو له‌خوا د بشری حقونو په سرغړونو زیات نه دي تم شوي.

ځايي اوسېدونکي: د ننګرهار په ګوشته کې یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۱
ځايي اوسېدونکي: د ننګرهار په ګوشته کې یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې
100%

ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشل ته وویل، چې څو شیبې وړاندې د ننګرهار په ګوشته کې یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو پوله ساتو ځواکونو ترمنځه جګړه پیل شوې ده. تر اوسه پاکستان او طالبانو د روانې جګړې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د روانې چګړې د مرګ ژوبلې په اړه هم لا کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د سیمو خلکو په رالیږل شوو غږیزو پیغامونو کې د درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

له دې وړاندې د ننګرهار د ګوشتې او د کونړ د خاص کونړ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې پرون د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر نښته شوې.

دوی ویلي و، چې له دې جګړې وروسته د دواړو ولسوالیو پر سرحدي کلیو د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه هم شوی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، طالبانو غوښتل د کوشتې په انارګي غاښي کې پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني پوځ یې مخالفت وکړ.

د طالبانو استخباراتو په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني نیولی

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۱
د طالبانو استخباراتو په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني نیولی
100%

معتبرو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته خبر ورکړی، چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني نیولی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، ښاغلی کوهستاني د پنجشنبې په ورځ د تلې په پنځمه د کابل په سرای شمالي کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده، چې ښاغلی کوهستاني ولې نیول شوی دی.

جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو له ننوتلو مخکې په ټلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو تحلیل کاوه.

هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ راهیسې له افغانستانه نه دی وتلی.