
معتبرو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته خبر ورکړی، چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني نیولی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، ښاغلی کوهستاني د پنجشنبې په ورځ د تلې په پنځمه د کابل په سرای شمالي کې د طالبانو له خوا ونیول شو.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده، چې ښاغلی کوهستاني ولې نیول شوی دی.
جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو له ننوتلو مخکې په ټلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو تحلیل کاوه.
هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ راهیسې له افغانستانه نه دی وتلی.

د ننګرهار د ګوشتې او د کونړ د خاص کونړ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، پرون د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځهد یوې پوستې د جوړېدو پر سر نښته شوې. دوی وايي، له دې جګړې وروسته د دواړو ولسوالیو پر سرحدي کلیو د پاکستان له لوري توغندیز برید هم شوی دی.
د ځايي سرچینو په وینا طالبانو غوښتل د کوشتې په انارګي غاښي کې پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني پوځ یې مخالفت وکړ.
د پاکستان د پوله ساتو په مخالفت پسې دواړو لورو پر یو بل ډزې وکړې او وروسته یې سخته جکړه سره وکړه.
ځايي سرچینې وايي په دې څو ساعته جکړه کې د طالبانو د ګوشتې د سرحدي کنډګ یو تن پوله ساتی شهاب الدین وژل شوی، چې په اصل کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د شنډن اوسېدونکی و.
ګوشته کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، له جکړ وروسته له انارګي غاښي هغه کاریکر هم راښکته شوي، چې له طالبانو یې په دې غاښي کې د پوستې د جوړولو ټېکه اخېستې وه.
په ګوشته کې یو عیني شاهد وايي، له دې جګړې وروسته پرون ګڼ شمېر طالب وسلوال چې درنې وسلې یې هم لرلې ډیورنډ ګرښې ته څېرمه ورغلي.
دوی زیاتوي له جګړې وروسته پاکستاني ځواکونو د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ په شالۍ او د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ پر مرغۍ کلیو راکېټونه وتوغول، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه اطلاعات نشته.
ځايي اسېدونکي همدراز زیاتوي چې د پاکستاني ځواکونو توغول شویو توپونو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې ده.
یو ځايي اوسېدونکی وايي، « نن سهار هم د خاص کونړ د شالۍ کلیو شاوخوا د پاکستاني ځواکونو
توغول شوي توپونه لګېدلي دي»
تردې دمه طالبانو او پاکستاني چارواکو د دې جکړې په اړه رسنیو ته رسمي څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د خوست په ځاځي میدان او د ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر کې هم د طالبانو لخوا د پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه جګړه شوې وه.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بیلابیلو سیمو کې وار – وار سره د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو جوړول وي او کله یې علت نه وي معلوم.
د ولسي جرګې د پخواني وکیل کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ننګرهار لپاره د طالبانو د محکمې رییس پرون شاپور حسنزوی «بې جرمه» زنداني کړی دی. د ښاغلي حسنزوی کورنۍ زیاتوي، د طالبانو د ننګرهار د ولایتي محکمې او د کورنیو چارو وزارت د خپلمنځي اختلافاتو له امله نوموړی نیول شوی.
د شاپور حسنزوی کورنۍ نن «د تلې ۶مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانود کورنیو چارو وزارت مرستیال، شاپور حسنزوی ته په ننګرهار کې د یو کور په حقوقي موضوع کې مکتوب ورکړی و.
د دوی په وینا، شاپور حسنزوی پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مکتوب د ننګرهار امنیه قومندانۍ ته وړی او قومندانۍ هم د خپلو پولیسو په مرسته کور ورته خالی کړی و.
د وکیل شاپور حسنزوی د کورنۍ غړی زیاتوي، « د کور له خالي کېدو وروسته د طالبانو د ننګرهار محکمې رییس نوموړی خپل دفتر ته ور غوښتی او له هغه ځای یې پرته له کوم جرمه محبس ته لېږلی دی.»
د وکیل کورنۍ همدراز وايي، د طالبانو د ننګرهار د محکمې رییس عبدالشکور، شاپور حسنزوی ته ویلي، تاسې باید د کور د حقوقي موضوع په اړه د کورنیو چارو وزارت پرځای محکمې ته عریضه کړې وای.
د طالبانو د ننګرهار د محکمې رییس په خبره، د کورنیو چارو وزارت دا حق نه لری، چې ښاغلي حسنزوی ته په حقوقي موضوع کې مکتوب ور کړي.
خو له دې سره د شاپور حسنزوی کورنۍ وايي، نوموړی د طالبانو د داخلي اداري کشمکش او کډوډیو قرباني شوی.
د شاپور حسنزوی کورنۍ له طالبانو غواړي چې نوموړی له بنده ازاد کړي.
شاپور حسنزوی د طالبانو د واک په لومړیو ورځو کې کابل کې حضور درلود، خو بیا څه موده وروسته بهر ته لاړ.
له څه مودې کډوالۍ وروسته بیا د طالبانو د شخصیتونو د تماس کمېسون له لارې هېواد ته رستون شو.
شاپور حسنزوی د افغانستان د داخلي رسنیو په سیاسي بحثونو کې کډون کوي او نور افغانان هم هڅوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ولاړ شي.
هغه په خپلو ټولنیزو شبکو کې طالبانو حکومت ته په پراخه کچه کمپاین کاو او ویل به یې چې افغانستان کې امن راغلی دی، خو کله به یې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار له امله پر دې ډله نیوکه هم کوله.
هغه به خپلو شبکو کې د یو کور حقوقي موضوع ته هم اشاره کوله او ظاهر ناراضه معلومېد، چې د طالبانو په محاکمو کې کارونه نه کیږي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د پخواني وکیل شاپور حسنزوی د زنداني کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ښوونځي له تړل کېدو څلور میاشتې تېرې شوې؛ خو لا هم نړۍوالو مرستندویانو یې د خلاصولو په کار کې مرسته نه ده کړې.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افتاب په نامه د افغان کډوالو لپاره ښوونځی لا هم تړلی دی او د پرانېستلو لپاره یې نړۍوالو مرستندویانو هېڅ ګام نه دی اخیستی.
په دغه ښوونځي کې تر ډېره هغو زدهکوونکو زدهکړې کولې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کډوال شوي وو.
په دغه ښوونځي کې سره له دې چې له زدهکوونکو میاشتینی فیس نه اخیسنل کېده، تر څنګ یې د افغانو ښوونکو لهخوا یې زدهکړې د افغانستان د تعلیمي نصاب سره سمې په پښتو او دري ژبو پر مخ وړل کېدې.
د دغه ښوونځي سمبالوونکی سید قاسم هاشمي وایي، دوی ۱۸ میاشتې دغه ښوونځی د یو شمېر بهر مېشته افغانانو په مالي ملاتړ وچلاوه؛ خو کله چې ورسره مرستې بندې شوې، د مالي ستونزو له امله دغه ښوونځی هم وتړل شو.
ښاغلي هاشمي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په مرکه کې وویل:« په تېرو څو میاشتو کې موږ د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو دروازې وټکولې؛ خو یوې یې هم زموږ سره مالي مرستې ته غاړه کېنښوده، له (یو این اېچ سي ار) څخه نېولې بیا تر یونېسف پورې او داسې نورو ادارو ته ورغلو؛ خو هیچا هم موږ ته د مرستې ډاډ را نکړ.»
په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زدهکوونکي چې زیاته برخه یې نجونې وې پر زدهکړو بوختې وې او د ۳۰ افغانو ښونکو لهخوا زده کړې ورکول کېدې.
د افتاب ښونځي زدهکوونکې وایي، دوی ډېرې هیله منې وې چې د دوی نیمګړې زدهکړې به دلته بشپړې شي؛ خو د هغوی دغه هیلې هم مړاوې شوې.
د دغه ښوونځي د نهم ټولګي زدهکوونکې سعیده کوثر افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د ښوونځي تړل کېدو زه سخته نهیلې کړې یم، موږ داسې ګڼله که په افغانستان کې طالبانو زموږ لپاره ښونځي تړلي، لږ تر لوه خو دلته کولای شو خپلې نیمګړې زدهکړې بشپړې کړو؛ خو اوس چې دلته هم زموږ لپاره د ښونځي دروازه تړل کېږي، نه پوهېږو چې څه وکړو او چا ته وژاړو.»
د دغه ښونځي ټولې ښوونکې افغانانې وې، چې اسلام اباد ته راکډه شوې وې.
د دغه ښونځي ښوونکې زرغونه وایي، سره له دې چې میاشتیني معاشونه یې ډېر کم ول؛ خو دوی د افغانو نجونو لپاره په لږې تنخوا هم تدریس ته ملا تړلې وه.
هغې زیاته کړه:« زموږ تنخواوې ډېرې کمې وې؛ خو زموږ هیله دا وه چې هغه ماشومان او نجونې چې له زدهکړو پاتې شوي د هغوی د زدهکړو د بشپړولو لپاره خدمت وکړو، اوس چې ښونځی تړل شوی، موږ ښوونکې له زدهکوونکو څخه زیاتې خواشینې یو.»
که څه هم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره لا هم د پاکستان په ځینو کمپونو کې د ګوتو په شمېر ښؤنځيو سره مالي ملاتړ کوي؛ خو په اسلام اباد کې یوازې یو ښوونځی د دوی تر پوښښ لاندې دی، چې هغه هم په یوې لرې پرته سیمه کې دی.
له کله نه چې طالبانو په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، ډېر افغانان د خپلو لوڼو د زدهکړو د بشپړولو په پار هم له افغانستانه مهاجرت ته اړ شول؛ خو دلته هم د هغوی د لوڼو لپاره داسې اسانتیاوې نه شته لکه څنګه چې دوی یې تمه لرله.
که څه هم چې د پاکستان په ډېرو برخو او ان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم یو شمېر خصوصي ښونځي افغان ماشومان د فیس په بدل کې مني؛ خو افغان کډوال وایي یو خو د دوی میاشتیني فیسونه او نور لګښتونه د دوی له وسه وتلي او له بله پلوه دلته زدهکړې په اردو او انکلیسي ژبو دي، چې د دوی ماشومان یې نه شي زده کولای.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د زدهکړو فعال احمد فهیم عظیمي تر یوولس میاشتني بند وروسته طالبانو خوشې کړ.
احمد فهیم عظیمي د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د کابل په شېرشاه مېنه (کارته چهار) سیمه کې ونیول شو او د څرخي پله زندان ته ولېږدول شو.
داسې ویل کېده، چې ښاغلی عظیمي د ښځو د تعلیم د غوښتنې له امله بندي شوی و.
د بښنې نړۍوال سازمان د احمد فهیم عظیمي پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه باید هیڅکله د نجونو د زدهکړو د حق مبارزې لپاره زنداني شوی نه وای .
دغه سازمان له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د هغه د خلاصون لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې (د وږي په ۳۰مه) دغه سازمان د طالبانو په زندان کې د فهیم عظیمي د رواني روغتیا په خرابېدو پر ټینګار د هغه د ژر او بې له شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د بښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې چې (د وږي په ۳۰مه) خپره شوه ویلي و، چې د پوهنې فعال فهیم عظیمي د هغه جرم له امله چې ترسره کړی یې نه دی، څو میاشتې وشوې چې د طالبانو په زندان کې دی.
خو طالبانو د نوموړي د خلاصون په اړه لا څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې نن ماښام ( د تلې ۵مه) د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند په ارزان قیمت سیمه کې د سید جمال الدین افغان په ښارګوټي کې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی.
دغې جبهې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په برید کې یې ۳ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
کومه ویدیو چې دغې جبهې پر اېکس پاڼې خپره کړې، په هغې کې د د چاودنې غږ اوریدل کیږي او بیا د اور لمبۍ لیدل کیږي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالبانو له واکمنیدو راهیسي د هېواد په مختلفو ولایتونو کې طالبان په نښه کوي.
طالبانو د دغې پېښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.