• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو تړل شوی ښوونځی څلور میاشتې وروسته هم تړلی پاتې دی

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۱ GMT+۱

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ښوونځي له تړل کېدو څلور میاشتې تېرې شوې؛ خو لا هم نړۍوالو مرستندویانو یې د خلاصولو په کار کې مرسته نه ده کړې.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افتاب په نامه د افغان کډوالو لپاره ښوونځی لا هم تړلی دی او د پرانېستلو لپاره یې نړۍوالو مرستندویانو هېڅ ګام نه دی اخیستی.
په دغه ښوونځي کې تر ډېره هغو زده‌کوونکو زده‌کړې کولې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کډوال شوي وو.
په دغه ښوونځي کې سره له دې چې له زده‌کوونکو میاشتینی فیس نه اخیسنل کېده، تر څنګ یې د افغانو ښوونکو له‌خوا یې زده‌کړې د افغانستان د تعلیمي نصاب سره سمې په پښتو او دري ژبو پر مخ وړل کېدې.
د دغه ښوونځي سمبالوونکی سید قاسم هاشمي وایي، دوی ۱۸ میاشتې دغه ښوونځی د یو شمېر بهر مېشته افغانانو په مالي ملاتړ وچلاوه؛ خو کله چې ورسره مرستې بندې شوې، د مالي ستونزو له امله دغه ښوونځی هم وتړل شو.
ښاغلي هاشمي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په مرکه کې وویل:« په تېرو څو میاشتو کې موږ د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو دروازې وټکولې؛ خو یوې یې هم زموږ سره مالي مرستې ته غاړه کېنښوده، له (یو این اېچ سي ار) څخه نېولې بیا تر یونېسف پورې او داسې نورو ادارو ته ورغلو؛ خو هیچا هم موږ ته د مرستې ډاډ را نکړ.»
په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زده‌کوونکي چې زیاته برخه یې نجونې وې پر زده‌کړو بوختې وې او د ۳۰ افغانو ښونکو له‌خوا زده کړې ورکول کېدې.
د افتاب ښونځي زده‌کوونکې وایي، دوی ډېرې هیله منې وې چې د دوی نیمګړې زده‌کړې به دلته بشپړې شي؛ خو د هغوی دغه هیلې هم مړاوې شوې.

د دغه ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکې سعیده کوثر افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د ښوونځي تړل کېدو زه سخته نهیلې کړې یم، موږ داسې ګڼله که په افغانستان کې طالبانو زموږ لپاره ښونځي تړلي، لږ تر لوه خو دلته کولای شو خپلې نیمګړې زده‌کړې بشپړې کړو؛ خو اوس چې دلته هم زموږ لپاره د ښونځي دروازه تړل کېږي، نه پوهېږو چې څه وکړو او چا ته وژاړو.»
د دغه ښونځي ټولې ښوونکې افغانانې وې، چې اسلام اباد ته راکډه شوې وې.

د دغه ښونځي ښوونکې زرغونه وایي، سره له دې چې میاشتیني معاشونه یې ډېر کم ول؛ خو دوی د افغانو نجونو لپاره په لږې تنخوا هم تدریس ته ملا تړلې وه.

هغې زیاته کړه:« زموږ تنخواوې ډېرې کمې وې؛ خو زموږ هیله دا وه چې هغه ماشومان او نجونې چې له زده‌کړو پاتې شوي د هغوی د زده‌کړو د بشپړولو لپاره خدمت وکړو، اوس چې ښونځی تړل شوی، موږ ښوونکې له زده‌کوونکو څخه زیاتې خواشینې یو.»
که څه هم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره لا هم د پاکستان په ځینو کمپونو کې د ګوتو په شمېر ښؤنځيو سره مالي ملاتړ کوي؛ خو په اسلام اباد کې یوازې یو ښوونځی د دوی تر پوښښ لاندې دی، چې هغه هم په یوې لرې پرته سیمه کې دی.
له کله نه چې طالبانو په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، ډېر افغانان د خپلو لوڼو د زده‌کړو د بشپړولو په پار هم له افغانستانه مهاجرت ته اړ شول؛ خو دلته هم د هغوی د لوڼو لپاره داسې اسانتیاوې نه شته لکه څنګه چې دوی یې تمه لرله.
که څه هم چې د پاکستان په ډېرو برخو او ان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم یو شمېر خصوصي ښونځي افغان ماشومان د فیس په بدل کې مني؛ خو افغان کډوال وایي یو خو د دوی میاشتیني فیسونه او نور لګښتونه د دوی له وسه وتلي او له بله پلوه دلته زده‌کړې په اردو او انکلیسي ژبو دي، چې د دوی ماشومان یې نه شي زده کولای.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان: د زده‌کړو فعال احمد فهیم عظیمي تر ۱۱ میاشتني بند وروسته خوشې شو

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د زده‌کړو فعال احمد فهیم عظیمي تر یوولس میاشتني بند وروسته طالبانو خوشې کړ.

احمد فهیم عظیمي د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د کابل په شېرشاه مېنه (کارته چهار) سیمه کې ونیول شو او د څرخي پله زندان ته ولېږدول شو.

داسې ویل کېده، چې ښاغلی عظیمي د ښځو د تعلیم د غوښتنې له امله بندي شوی و.
د بښنې نړۍوال سازمان د احمد فهیم عظیمي پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه باید هیڅکله د نجونو د زده‌کړو د حق مبارزې لپاره زنداني شوی نه وای .
دغه سازمان له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د هغه د خلاصون لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې (د وږي په ۳۰مه) دغه سازمان د طالبانو په زندان کې د فهیم عظیمي د رواني روغتیا په خرابېدو پر ټینګار د هغه د ژر او بې له شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د بښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې چې (د وږي په ۳۰مه) خپره شوه ویلي و، چې د پوهنې فعال فهیم عظیمي د هغه جرم له امله چې ترسره کړی یې نه دی، څو میاشتې وشوې چې د طالبانو په زندان کې دی.

خو طالبانو د نوموړي د خلاصون په اړه لا څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې په کابل کې یې ۳ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې نن ماښام ( د تلې ۵مه) د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند په ارزان قیمت سیمه کې د سید جمال الدین افغان په ښارګوټي کې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی.

دغې جبهې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په برید کې یې ۳ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

کومه ویدیو چې دغې جبهې پر اېکس پاڼې خپره کړې، په هغې کې د د چاودنې غږ اوریدل کیږي او بیا د اور لمبۍ لیدل کیږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالبانو له واکمنیدو راهیسي د هېواد په مختلفو ولایتونو کې طالبان په نښه کوي.

طالبانو د دغې پېښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


ځايي سرچينې: د حمید خراساني کسانو د کابل په ۱۷مه ناحيه کې يو ځوان وژلی دی

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د وسله وال قوماندان حمید خراساني تر قوماندې لاندې کسانو د هغه په ​​امر په کابل کې د عصمت الله نوري په نوم یو ځوان وژلی دی. خراساني دغه تورونه ردوي او وايي، چې عصمت الله د زړه د درېدو له امله مړ شوی دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا؛ عصمت الله د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د سرکوتل خیرخانې د ساختماني چارو مسوول و، چې له خراساني سره د مالي شخړې له امله وژل شوی دی.

له پېښې وروسته د دغه کس د جنازې ویډیوګانې افغانستان انټرنشنل ته استول شوي، چې د وژل شوي کس خپلوان د هغه پر بدن د شکنجې او د ټوپکو ګوزارونه په ګوته کوي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې؛ عصمت الله نوري د کاپیسا ولایت له اوسېدونکو څخه و او د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې یې د کورنیو چارو په وزارت کې دنده ترسره کوله.

له هغه وروسته بېرته عادي ژوند او ملکي کارونو ته راستون شو.

حمید حراساني له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې تایید کړه، چې عصمت الله نوري یې پېژنده.

حمید خراساني ادعا وکړه، چې نوموړی د پنجشنبې په ورځ د زړه د درېدو له امله مړ شوی.

ښاغلي خراساني د شکنجې تورونه رد کړل.

تر اوسه طالبانو دغې پېښې ته کوم غبرګون نه دې څرګند کړی.

حمید خراساني چې د طالبانو یو له جنجالي شخصیتونو څخه دی، تر دې مخکې هم د کابل په شمال کې د ځوانانو په خپلسري نیولو او له بشري حقونو په پراخه سرغړونو تورن شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پولیسو په مرکز کې چاودنې یو پولیس وژلی او اتلس ټپیان دي

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د صوابۍ د پولیسو مشر هارون الرشید رسنیو ته ویلي، چې نن شپه د صوابۍ د پولیسو په مرکز کې چاودنه شوې ده، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او اتلس نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د پولیسو یو بل چارواکي جاوید مروت بیا رسنیو ته ویلي، چې په زخمیانو کې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

نوموړي زیاته کړې ده، چې تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه درست معلومات نه شته؛ خو یاده چاودنه د پولیسو د لومړۍ حوزې په ډیپو کې شوې ده.

بل خوا د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډا پور ویلي، چې زخمیانو ته دې پر خپل وخت رسیده ګي وشي او د چاودنې د څېړنې لپاره یې د پولیسو یو پلاوی سیمې ته استولی دی.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې په امنیتي پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې پاکستاني چارواکي یې د ټي ټي پي کار بولي.

پاکستان په وار - وار افغان طالبان د ټي ټي پي په مرسته تورن کړي؛ خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

پاکستاني رسنۍ: په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې افغانان هم شامل وو

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې وسله والو افغانانو هم برخه اخیستې ده. رسنیو په راپور کې د هغه افغان قوماندان تصویر هم خپور کړی، چې په دغه جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغان وسله وال په پاکستان کې له قومي جګړو وروسته کورمې ته ننوتلي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې قبايلو په دغو قومي شخړو کې د سيمه ييزو او د افغان وسله والو په جګړو خواشيني څرګنده کړه او د پاکستان له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي، چې دغه وسله د پکتیا له شهرنو څخه کورمې ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، نن له کورمې ولسوالۍ څخه یوې سرچینې وویل، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو تر منځ جګړو کې تر دې مهاله ۴۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
له یادې سیمې څخه د نورو سیمو او پېښور تر منځ د تلو راتلو ټولې لارې بندې شوې هم دي.
شپږ ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په پاړه چنار سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ نښته پیل شوه، چې تر اوسه هم روانه ده.
د یادولو ده، چې د سیمې اوسېدونکي د سیمه ییزو او ډېورنډ په اوږدو کې د وسله والو شتون د اندېښنې وړ بولي
ځايي خبریالانو د پولیسو له قوله ویلي، په یاده ولسوالۍ کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د پاړه چنارـ پېښور او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي لاره هم د تګ راتګ لپاره بنده ده.
په یو شمېر ويډیوګانو کې چې د شیعه مذهبو له لارې خپرې شوې، لیدل کېږي چې په جګړه کې له ډېرو درنو وسلو کار اخیستل کېږي.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د دغه دوو ډلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په مهارولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کورمه کې له دواړو خواو سره هغه درنې وسلې دي، کومې چې د پاکستان پوځ کاروي.

په یادې جګړې کې د افغانانو د ښکېلتیا په تړاو تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.