اسراییل په غزه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر پنډغالي برید کې ۱۵ کسان وژلي دي

د غزې په شمال کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي. د اسراییل پوځ تایید کړه، چې د جبالیه د کډوالو په پنډغالي کې یې پر ښوونځي برید کړی دی.