
اسپانیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسپانیا د ایل هیرو ټاپو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د لادرکه شویو ۴۸ کډوالو د موندلو هیلې په کمېدو دي. له افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تېرېدو په ۳۰ کلن تاریخ کې دغه پېښته تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.
د بېړنیو حالاتو او ژغورونکو ډلو په وینا؛ د کښتۍ د ډوبېدو په دغه پېښه کې نهه کسان، چې یو یې ماشوم دی، مړه شوي دي.
ژغورونکي توانیدلي، چې د شنبې په ورځ د ۸۴ کډوالو څخه ۲۷ کسان وژغوري چې هڅه یې کوله د اسپانیا ساحل ته ورسیږي.
د اسپانیا د ساحل ساتونکو یو ویاند وویل، درې د ګزمې کښتۍ او درې چورلکې د یکشنبې په ورځ د لادرکه شوو کټوالو د لټون په عملیاتو کې بوخت دي.
د کانري ټاپو د حکومت یوې ویاندې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: "له بده مرغه مونږ خوشبینه نه یو. لټون دوام لري؛ خو داسې ښکاري چې د لادرکه شوو کسانو د موندلو چانس کم دی."
هسپانوي چارواکو ویلي، چې دغه کډوال د مالي، موریتانیا او سینیګال اوسېدونکي وو.
د اروپایی ټولنې د سرحدی ادارې د معلوماتو له مخې؛ د جنورۍ څخه تر جولای پورې د لویدیځې افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تلونکو کډوالو شمیر۱۵۴٪ ډیر شوی.
د ۲۰۲۴ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په دغه لاره د تلونکو کډوالو شمېر ۲۱ زره ۶۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.
د ترکیې څخه یونان ته د تېرېدونکو کډوالو کچه ۵۷٪ او د انګلیسي چینل څخه انګلستان ته د تیریدونکو کډوالو شمیره ۲۲٪ لوړه شوې ده.
په مړه شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دی چې عمرونه یې د ۱۲-۱۵ ترمنځ دي.
له دغې پیښې وروسته درې نورې کښتۍ د شپې په جریان کې کانري ټاپو ته ورسیدې چې ۲۰۸ مهاجر پکې سپاره وو.

نیپالي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې ښوونځي یې د درېیو ورځو له پاره وروسته له هغه تړلي، چې په همالیا کې د دوو ورځو سختو بارانونو له امله د رامنځته شوې ځمکې ښوېیدنې او سېلابونو په پایله ۱۵۱ کسان مړه شوي او ۵۶ لا درکه دي.
سېلابونو د کتمندو په ښار کې د موټرو تګ راتګ او نورمال فعالیتونه په ټپه درولي او ۳۷ کسان یې مړه کړي.
په دغه سیمه کې ۴ میلیونه کسان ژوند کوي.

نیپالي چارواکو وویل، چې د بارانونو له امله د پوهنتونونو او ښوونځيو ودانۍ ویجاړې شوې دي، چې بیا جوړولو ته اړتیا لري.
د پوهنې د وزارت ویاندې لکشمي بهتاراي رویټرز خبري اژانس ته وویل: "موږ له اړوندو چارواکو څخه وغوښتل چې په اغېزمنو سیمو کې ښوونځي د درېیو ورځو لپاره وتړي."

کارپوهانو وايي، چې د پلازمینې ځینو برخو کې د ۳۲۲.۲ ملي میترو پورې باران شوی دی، چې د بګمتي سیند کچه یې ۲.۲ متره لوړه کړې.
دغه کچه د خطر له ټاکل شوې اندازې هم پورته ده.

په پلازمېنه کې د هوا پېژندونکي ګویندا جاه وویل، چې د یکشنبې په سهار د هوا د ښه کېدو ځینې نښې لیدل شوي او په ډېری ځایونو کې د باران کچه کمه شوې ده.

هغه وویل: "شاید یو څه بارانونه وشي؛ خو د درنو بارانونو امکان نه شته."
د اقلیم ساینس پوهان وايي، چې په نیپال کې د اقلیم د بدلون خطرونه مخ په زیاتېدو دي.
په پلازمېنه کې د چاپیریال د برخې یو چارواکي ارون بکتا شریستا وايي: "ما تر دې وړاندې په کتمندو کې په دې کچه سېلابونه نه دي لیدلي."

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د نیپال په سویل ختیځ کې د کوشي سیند کچه پورته شوې ده.
د دغو چارواکو په وینا؛ دا سیند چې نږدې هر کال د هند ختیځ ایالت بهار ته د وژونکو سېلابونو سبب کیږي، د اوبو اندازه یې د خطر له کچې څخه نږدې درې چنده پورته شوې ده.
د غزې روغتیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي دي. د دوی په وینا؛ د اسراییل الوتکو په څو شمالي، مرکزي او سویلي سیمو بمباري کړې ده.
د غزې په شمال کې د بیت لاحیا په سیمه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یوه ډله چې یو ښوونځی یې د سرپناه په توګه کاروه، برید شوی څلور تنه په کې وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
د اسراییل پوځ ویلي، د حماس وسله وال یې په یو کمانډويي مرکز کې چې پخوا د ښوونځي په توګه کارېده، په نښه کړي دي.
دوی په حماس تور لګوي، چې د پوځي اهدافو لپاره د ملکي تاسیساتو او خلکو څخه ناوړه ګټه پورته کوي؛ خو حماس دغه تورونه ردوي.
فلسطیني ډاکټرانو وویل، چې په یو بل برید کې د غزې په ښار کې په یوه کور کې درې کسان وژل شوي دي.
د غزې تړانګې په مرکزي او سویلي سیمو کې په درېیو جلا - جلا بریدونو کې څلور تنه وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونو د مصر سره پولې ته څېرمه په رفح او د غزې د ښار په څنډه کې د زیتون په سیمه کې خپل عملیاتو ته دوام ورکړی، چیرې چې دغو ځواکونو د سیمې د اوسیدونکو او د حماس د رسنیو په وینا یو شمېر کورونه په بمونو الوځولي دي.
د یکشنبې په ورځ د اسراییل پوځ وویل، چې ځواکونه یې په "څو اړخیزه جګړه" کې نښتو ته دوام ورکوي او په غزه کې د یرغمل شویو کورونو د خوشې کولو او د حماس د "منځه وړلو" لپاره عملیات کوي.
د پوځ په وینا؛ اسراییلي سرتېرو د غزې په مرکزي برخه کې د استوګنې ودانیو او ملکي سیمو ته نږدې د ځمکې لاندې یو تونل کشف کړی او له منځه یې وړې دی.
پوځ ویلي، چې په دغه تونل کې یې ډېری تجهیزات موندلي چې د اوږدې مودې راهیسې د حماس له خوا کارول کیده.
د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا؛ د غزې د ۲.۳ میلیون نفوس ډېری برخه د جګړې له امله بې ځایه شوي، او په وروستیو جګړو شاوخوا ۴۱ زره ۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسراییل او حماس تر منځ وروسته له هغې جګړې پیل شوې، چې تېر کال د اکتوبر په اوومه د فلسطیني اورپکو ډلې وسله والو د اسراییل پر سویلي سیمو برید وکړ، چې له امله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل شول.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسي ځواکونو د شنبې په سهار د دغه هیواد په شمال ختیځ کې په سومي سیمه کې پر یو طبي مرکز برید وکړ او کله چې ودانۍ تخلیه کیده بل برید هم وشو، چې له امله یې نهه کسان ووژل شول.
اوکرایني څارنوالانو ویلي، چې د بریدونو پر مهال ۸۶ ناروغان او ۳۸ کارکوونکي په روغتون کې وو.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو پر ټیلیګرام خپور کړي پیغام کې وویل: «لومړي برید یو کس وواژه او د روغتون د څو پوړونو چتونه یې زیانمن کړل.»
هغه وویل؛ کله چې خلک د وتلو په حال کې وو، روسانو بیا برید وکړ، چې پنځه نور کسان یې ووژل.
د اوکراین بیړنیو خدماتو وروسته وویل، چې په ټوله کې نهه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ټیلیګرام یو پیغام کې ویلي: «په نړۍ کې هر هغه څوک چې د دې جګړې په اړه خبرې کوي باید پام وکړي چې روسیه کوم ځایونه په نښه کوي. دوی روغتونونو، ملکي ځایونو او د خلکو ژوند سره جګړه کوي.»
هغه زیاته کړه: «یوازې زور کولای شي روسیه سولې ته اړه کړي. د زور له لارې سوله یوازینۍ سمه لار ده.»
د کورنیو چارو وزیر، کلیمینکو، څرګنده نه کړه، چې د شنبې ورځې په بریدونو کې کومې وسلې کارول شوي خو سیمه ییزې ادارې او هوايي ځواکونو ویلي، چې برید د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوی دی.
شمالي وزيرستان کې د ماري پټروليم کمپنۍ چورلکه لوېدلې چې په کې ۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د پاکستان امنیتي سرچینو د چورلکې د غورځېدو لامل "تخنیکي ستونزه" بللې ده. په دې چورلکه کې د درېو روسي پیلوټانو او عملې په ګډون ۱۴ سپرلۍ وې.
د پاکستان امنیتي سرچینو تایید کړې، چې چورلکه د ماري پټرولیم شرکت کرایه کړې وه او د پښتونخوا د شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې غورځېدلې ده.
د دغې پېښې لامل د چورلکې د انجن خرابوالی بلل شوی دی.
د پاکستان امنیتي سرچینې وايي چې د تخریب نښې نه دي لیدل شوي.
سرچينې د شپږو تنو وژل کېدل تاييد کړي، خو تر اوسه د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د ژغورنې عملیات روان دي او نور جزیات به د پلټنو له بشپړیدو وروسته خپاره شي.
د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ ويلي، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله یې د بيروت په جنوبي څنډه کې، د دې ډلې پر مرکزي دفتر په يوه هوایي بريد کې وژلی دی.
حزب الله ډلې هم منلې چې مشر یې وژل شوی دی.
له څو لسيزو را هیسې د نصر الله په مشرۍ حزب الله ډله په سيمه ییز ځواک بدله شوې، چې په منځني ختيځ کې د تهران نفوذ ښيي.
د ایران سپاه پاسداران یا انقلابي ګارډ په ۱۹۸۲ کال کې دغه ډله جوړه کړه.
د نصرالله مړينه به د حزب الله ډلې ترڅنګ ایران ته هم لويه ضربه وي.
د اسراييل د پوځ ویاند پر اېکس پاڼه ليکلي: « د حزب الله ترهګريز سازمان مشر حسن الله يې له منځه وړی دی.»
هغه زیاته کړې، چې د حزب الله یو بل جګپوړی مشر علی کراکي هم وژل شوی دی.
د اسراییل پوځ په یوه جلا پوسټ کې ویلي: «حسن نصرالله نور نه شي کولای چې نړۍ ترور کړي.»
د حزب الله د قوماندې په مرکز باندې د جمعې د ورځې تر بريد وروسته د شنبې په ورځ نورو هوايي بریدونو د اسراییل او سخت دریځې وسله والې ډلې حزب الله ترمنځ جګړه نوره هم زیاته کړې.
دې شخړې دا اندیښنې زیاتې کړې، چې سیمه به په پراخه جګړه کې ښکیله شي.
د اسراییل پوځ ویلي، دقیق هوايي برید یې په داسې حال کې کړی، چې د حزب الله مشرتابه د بیروت په جنوب کې په داحیه کې د دوی په مرکزي دفتر کې غونډه کوله.
سید حسن نصرالله څوک دی؟
د ۶۴ کلن سید حسن نصرالله په مشرۍ حزب الله له اسراييل سره جګړې کړې او په سوريه کې يې په جګړو کې برخه اخيستې ده.
نوموړي د ولسمشر بشارالاسد په ګټه د قدرت د توازن په بدلولو کې مرسته کړې ده.
کارېزماتیک او هوښيار ستراتيژيسټ سید حسن نصرالله حزب الله د اسراییل په يوه دښمن بدله کړه.
نوموړي په ایران کې د شعيه مذهبي مشرانو او د حماس په څېر د فلسطيني وسله والو ډلو سره اتحاد ټينګ کړ.
لبناني شيعه پيروانو او په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې ميليونو کسانو نصرالله ته درناوی درلود.
په امريکا او لويديځ کې نصرالله او حزب الله ته د افراطيت او يو خطر په سترګه کتل کيږي.
سره له دې چې د نصرالله ډله په لبنان کې په واک کې شریکه ده، خو نوموړي په تیرو کلونو کې د اسراییل د وژنې له ویرې تر ډیره حده په پټه ژوند کاوه.
سید حسن نصرالله څنګه واک ته ورسید؟
نصرالله په ۱۹۶۰ کال کې د بيروت په بې وزله شمالي ښار شارشبوک کې په يوه بې وزله شيعه کورنۍ کې زېزېدلی او وروسته یې کورنۍ جنوبي لبنان ته تللې.
نوموړي د حزب الله له بنسټ ايښودلو مخکي د شيعه سیاسي او نيمه نظامي سازمان امل غورڅنګ سره یو ځای و.
حزب الله د ایران د سپاه پاسداران یا انقلابي ګارډ د غړو له خوا جوړه شوه، چې د ۱۹۸۲ کال په دوبي کې د نیواکګرو اسراییلي ځواکونو سره د مبارزې لپاره لبنان ته راغلي وو.
حزب الله لومړنۍ ډله وه، چې ایران یې ملاتړ وکړ او د خپل سياسي اسلام د صادرولو لپاره یې د يوې وسیلې په توګه وکاروله. له هغه وروسته چې ۳۹ کلن سید عباس موسوي د لبنان په جنوب کې د اسراییل په هوايي بريد کې ووژل شو، حزب الله د ۱۹۹۲ کال په فيبوري مياشت کې نصرالله د خپل سرمنشي په توګه وټاکه.
پنځه کاله وروسته امریکا حزب الله یو تروریستي سازمان اعلان کړ.
د نصرالله په مشرۍ حزب الله ته د غچ اخيستني د جګړې مشري ورکول سوه، چې په نتیجه کې یې له ۱۸ کلن اشغال وروسته په ۲۰۰۰ کال کې له جنوبي لبنان د اسرایيل ځواکونه ووتل.
د نصرالله مشر زوی هادي په ۱۹۹۷ کال کې د اسرایيل ځواکونو په وړاندي په جګړه کې ووژل شو.
په ۲۰۰۰ م کال کې د سويلي لبنان څخه د اسراييل ځواکونو له وتلو وروسته نصرالله په لبنان او ټوله عربي نړۍ کې د پام وړ حيثيت پيدا کړ او پیغامونه یې د حزب الله په راډيو او سټلايټ ټلويزيون کې خپرېدل.
دا دریځ هغه وخت نور هم پیاوړی شو کله، چې په ۲۰۰۶ کال کې حزب الله له اسراییلو سره د ۳۴ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې مقابله وکړه.
کله چې په ۲۰۱۱ کې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه، د حزب الله جنګیالي د بشار الاسد له ځواکونو سره یوځای شول.
په اوسنۍ جګړه کې د حسن نصرالله رول
یوه ورځ وروسته له هغه، چې د اکټوبر په اوومه د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه، حزب الله د غزې په پوله کې د اسراییل پر پوځي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د غزې لپاره د «بشپړ جبهې» په نوم یادیږي.
د جګړې پر مهال دوی استدلال کاوه، چې د حزب الله له پولې هاخوا بريدونو د اسرایيلي ځواکونو د دې ګام مخه نیولې، چې په غزه کې پر حماس تمرکز وکړي.
نصرالله ټينګار وکړ، چې حزب الله به په غزه کې د اوربند تر پیلېدو پوري پر اسراییل بريدونه وکړي.
اسراییل په شخړه کې یو نوی پړاو اعلان کړ، چې موخه یې له پولې د حزب الله شاته کول و، ترڅو د شمالي اسراییل څخه زرګونه بې ځایه شوي بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.
اسراییل د دې ډلې د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو د وژلو لپاره بریدونه پیل کړل او د زرګونو مخابراتي وسایلو پر چاودلو هم تورن دی چې د حزب الله د غړو لخوا کارول کېدل.
په دې بريدونو کې ۳۷ کسان ووژل شول او په زرګونه نور ټپيان شول.
سرچینه: د بریتانیا انډیپېنډېنټ ورځپاڼه