کییف وایي، روسیې د اوکراین په سومي سیمه کې پر طبي مرکز برید کړي او ۹ تنه یې وژلي دي

اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسي ځواکونو د شنبې په سهار د دغه هیواد په شمال ختیځ کې په سومي سیمه کې پر یو طبي مرکز برید وکړ او کله چې ودانۍ تخلیه کیده بل برید هم وشو، چې له امله یې نهه کسان ووژل شول.