• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنجشېر کې د نجونو يوه لېسه سوځول شوې ده

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ تاییدوي، چې د دې ولایت د مرکز بازارک اړوند په پارنده سيمه کې د «بي بي امنې» نجونو لېسې ودانۍ سوځول شوې ده. د طالبانو د قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب وایي، چې په دې تړاو یې د ښوونځي د ساتونکي په ګډون درې کسان نيولي دي.

په ښوونځي کې يو شمېر ټولګي او تدريسي توکي هم سوځول شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب تر پېښې وروسته رسنيو ته په لېږلې ويډيو کې وایي، چې اور وژونکې ډله پر وخت سيمې ته رسېدلې او اور يې پر وخت مهار کړی دی.

طالب ویاند د نیولو شویو کسانو اړوند وایي: «لېسې د چوکیدار په ګډون درې کسان نيول شوي، دوی استادانو په لارښونه غوښتل د غومبسو ځالې ته اور واچوي، چې اورلګيدنه یې تر واک وتلې.»

طالبان وایي، چې د پېښې د ښه معلومولو لپاره لا څېړنې رواني دي.

پر طالبانو نيوکه کېږي، چې په دې ډول پېښو د کورنیو او په خاص ډول د نجونو په زړونو کې وېره پېدا کوي تر څو د ښوونځيو څخه له تګ منعه شي.

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زده کړو څخه د نجونو بنديزونه د افغانانو ترڅنګ، نړۍوالو بنسټونو، هېوادونو او بېلابېلو اسلامي هېوادونو غندلي او پر طالبانو يې غږ کړی، چې پر نجونو د زده کړو محدودیتونه لرې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان له ټول ځواک سره په غزني کې برمې ته د لوېدلي ماشوم په ژغورلو کې پاتې راغلل

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۱

طالبان په خپلو ټولو امکاناتو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د عبيدالله په نوم برمې ته د لوېدلي ماشوم په ژغورلو کې پاتې راغلل. د ژغورنې په دې عملياتو کې د یوه طالب په ګډون درې نور کسان هم مړه شوي دي.

د غزنې ولایت له ده یک ولسوالۍ څخه سرچينو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عبیدالله په نوم برمې ته لويدلی ماشوم له څلورو شپو وروسته د برمې پای ته رسېدلی او په اوبو کې مړ شوی دی.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د برمې څنګ ته یو لغم اېستلی تر څو ماشوم وژغوري، چې د ګاز نيونې کبله ژغورونکې ډله مړه شوې ده.

یوه بله سرچینه بیا وايي، چې په لغم کې د ژغورونکې ډلې د اکسیجن بالون چاودنه کړې، چې په کې يو طالب او دوه ملکي کسان مړه شوي دي.

ویل کېږي، چې ماشوم ۳۰ متره برمې ته لويدلی و.

له تېرې پنجشنبې راهیسې د طالبانو د دفاع وزارت او له کندهار څخه دوو جلا جلا ډلو د ماشوم د ژغورنې لپاره هڅې کولې، چې مثبته پايله يې ور نه کړه.

د یادولو ده، چې غزني په ده یک ولسوالۍ کې ډېر شمېر برمې اېستل شوي دي او د دې ولسوالۍ ځمکه هم نم ناکه ده.

د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې د جاوید کوهستاني د خلاصون غوښتنه وکړه

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې په کابل کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، یوناما او سره صلیب څخه غوښتي چې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د خلاصون لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي. دغې کمېټې د طالبانو وروستي نیول د ټولنې د ځپلو نښه بولي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتو د کابل په سرای شمالي کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ونیوو.

د افغانستان د بشري حقونو مدافع کمېټې د سرچینو په حواله لیکلي دي، چې ښاغلی کوهستاني د طالبانو د استخباراتو په یوه مرکز کې شکنجه شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د کمېټې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي: "د طالبانو کړنلاره دا ده چې د ویرې او ترور فضا رامنځ ته کړي، د بیان ازادي محدوده کړي، د معلوماتو انحصار وکړي، او د ټولنې ټولنیز او حتی فزیکي پوهه تر پښو لاندې کړي."

دغې کمېمټې له طالبانو غوښتيو چې د مدني او سیاسي ازادیو د حقونو د ساتنې په برخه کې د افغانستان د نړیوالې ژمنې مراعات کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم کړکېچن نه کړي.

جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې په تلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو په اړه بحثونه کول، هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ څخه وروسته هم افغانستان کې پاتې دی.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي کوهستاني د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د اصفهان پولیسو ویلي، چې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغانان نیسي او له پولې یې اړوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د ایران اصفهان د پولیسو قوماندان ویلي، چې په منځنۍ کچه هره ورځ له دغه ولایت څخه ۳۰۰ تنه افغان کډوال نیسي او له پولې یې اړوي. حمید علینقیان پور ویلي، چې له ایرانه د افغانانو د وتلو یوه لاره دا ده، چې په یاد هېواد کې پر افغانانو لګښتونه لوړ شي.

د اصفهان ولایت امنیه قوماندان د یکشنبې په ورځ ناوخته یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د ایران لوړپوړو چارواکو ته یې وړاندیز کړی چې په ایران کې پر افغان کډوالود اوسېدو لګښتونه لوړ کړي.

علینقیانپور وویل: «په ورته وخت کې، د ناقانونه وګړو په اړه د ښار تر پوستکي لاندې اقدامات ترسره کیږي او منفي او مثبت اقدامات باید په ګډه ترسره شي.»

په وروستیو میاشتو کې ایراني چارواکو په ایران کې د افغان کډوالو د ماشومانو په ښوونځیو کې له شاملیدو مخنیوی، په افغان کورنیو باندې د ډوډۍ نه پلورلو، د کور په کرایه نه ورکولو، د کارخونو او ورکشاپونو پرې بندولو او راټولول هغه څه دې چې په ایران کې یې پر افغانان فشارونه څو برابره ډیر کړي دي.

د اصفهان امنيه قوماندان د افغانانو د راغونډولو په اړه وويل: «موږ هره ورځ په منځنۍ توګه د ولايت په کچه تر ٣٠٠ زيات ناقانونه افغان وګړي راټولوو او تر پولې پورې يې لېږدوو او سرحدي ځواکونو ته يې سپارو، سرحدي ځواکونه هغوی د افغانستان پوله ساتو ته ورسپاري.»

هغه زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې په ایران او په ځانګړې توګه په اصفهان ولایت کې پام وړ افغانان ډیر شوي او پولیس له هغوی سره د قانون له مخې چلند کوي.

ایران په رسمي ډول ویلي، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه میلیونه افغانان له دغه هېواده وباسي.

طالبانو فاریاب کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب ولایت کې یې پر یوه ښځه د «نامشروع اړیکو او له کوره تېښتې» له امله تعزیري سزا پلې کړه. د طالبانو داسې کړنې په نړېواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي، په دغه کار سره «اسلامي شریعت» پلی کوي.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د (تلې نهمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت لومړۍ محکمې یوې ښځې ته د «نامشروع اړیکو او له کوره تېښتې» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د فاریاب لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر یوې ښځې عملي شوه.

په خبرپاڼه کې د تورنېښځې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې دغه ښځه ته ۳۰ دورې او شپږ میاشتې تنفیذي بند سزا ورکړل شوه.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

ذبیح الله مجاهد: د داعش خراسان څانګه د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللې ده

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۱

دغه څرګندونې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د داعش د هغې ډلې له نیولو وروسته کړې، چې د نوموړي په خبره په کابل کې یې پر څارنوالانو او بامیانو کې پر سیلانیانو بریدنو کې لاس درلود. مجاهد وايي، په افغانستان کې یې د داعش ډله سخته ځپلې او اوس پاکستان ته لېږدول شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګې مشران او نور غړي د طالبانو له ځپونکو عملیاتو وروسته د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللي دي.

د طالبانو ویاند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه داعش خراسان څانګې د مشرانو وتلو او پاکستان ته د تللو معلومات یې له هغه وروسته ترلاسه کړي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو پر مهاله د داعش هغه ډله ونیوله چې په کابل کې پر څارنوالانو او په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په بریدونو کې لاسه درلود.

مجاهد وايي، له یادو کسانو سره یې یو تن تاجکستانی وګړی هم نیولی چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.

مجاهد زیاتوی، چې د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې پر څارنوالانو بریدګر د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له رونیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې د یولړ نورو عملیاتو په پایله کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په نیول شویو داعشیانو کې یو شمیر یې تازه د بلوچستان ایالت مستونګ کې د داعش خراسان څانګې د روزنیز کمپ څخه تازه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري، او له هغه ځایه په افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.

د نوموړي په خبره همدا ډله د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې هم د دیني عالمان، مذهبي او سیاسي ګوندونو غړي په نښه کوي.

پاکستان تر اوسه پورې د ذبیح الله مجاهد د دغوڅرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.