• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په لغمان کې درې کسان د خلکو په مخ کې په دورو وهلي دي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په لغمان ولایت کې یې درې کسان د همجنسبازۍ او "اخلاقي فساد" په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي. طالبانو له دغو کسانو څخه یو یې په څلور کاله او شپږ میاشتې بند او دوه نور یې په یو کال بند محکوم کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سترې محکمې «د تلې ۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د لغمان ولایت د ښاري ابتدایي محکمې د حکم پر اساس په بند محکوم شول.

په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د تطبیق په اړه له نړۍوالو غبرګونونو سره - سره طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په دورو وهي.

تر دې مخکې دغې ډلې په فاریاب ولایت کې یوه ښځه له کوره د تیښتې او د واده پرته د جنسي اړیکې نیولو په تور په دورو وهلې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې طالبانو یو محصل د ګیله من وزیر انځور د خپرولو په جرم زنداني کړی دی

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د طالبانو له خوا زنداني شوی محصل زین العابدین کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د ګیله من وزیر د انځور د خپرولو له امله زنداني کړی دی. د زین العابدین کورنۍ وايي؛ له یوې میاشتې راهیسې نوموړی پرته د محکمې له حکمه د طالبانو په بندخونه کې دی.

د کورنۍ د وینا له مخې؛ زین العابدین د خوست شیخ زاید پوهنتون اخري سمستر محصل دی.

د کورنۍ غړي وايي، چې د خوست د باک ولسوالۍ لپاره د طالبانو تروریزم مدیر هغه په خپل سر زنداني کړی دی.

زین العابدین کورنۍ همدراز وايي، چې یوه میاشت وړاندې د باک ولسوالۍ ځايي طالبانو یې پر کور چاپه واچوله او د نوموړی لاسونه ور ولچک کولو سره له ځان سره یوړو.

کورنۍ یې نیوکه کوي، چې د یوې میاشتې په تېرېدو سره تر اوسه زین العابدین د طالبانو هېڅ کومې محکمې ته نه دی وړاندې شوی او نه یې هم د دوسیې څرک لکیږي.

کورنۍ غړی: «زین العابدین د طالبانو په شخصي زندان کې د سختو شکنجو لاندې دی او دا شکنجه د قانون له مخې نه بلکې د عقدوي چلند له مخې ده.»

دغه کورنۍ د طالبانو له مشرانو غواړي، چې له دوی سره د روان ظلم مخه ونیسي او انصاف دې ورکړي.

زین العابدین کورنۍ وايي، چې د باک ولسوالۍ ځايي طالبانو له خوا ګواښل کیږي، چې د دغه روان ظلم پر وړاندې غږ پورته نه کړي.

ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه و، چې د هغه د وژل کېدو وروسته په نړۍ کې د افغانانو غبرګونونه راپارول.

ګېلامن وزیر د لوي افغانستان د جوړېدو سرسخته ملاتړی و او تل به یې په انځورونو کې د افغانستان ملي بېرغ لرلو تر څنګ د پاکستان پوځ پر ضد څرګندونې کولې.

شاعر ګیله من وزیر نه یوازې په پښتونخوا کې بلکې په افغانانو کې هم ځانګړي مینوال لري.

د نوموړي د وژل کېدو وروسته افغانانو د هغه مړینه وغندله او په ټولنیزو رسنیو کې د هغه له کورنۍ سره په پراخه کچه غمرازي وکړه.

خو په افغانستان کې طالبانو د ګیله من وزیر مینوالو اجازه ور نه کړه، چې د هغه غایبانه جنازه وکړي او یا هم فاتحه واخلي.

طالبانو نه یوازې په خوست بلکې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هغه افغانان ونیول، چې د ګیله من وزیر انځورنه یې په خپلو ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي وو.

زین العابدین سربېره یو شمېر ځوانان چې د ګیله من وزیر د انځورو خپرولو په جرم نیول شوي دي، بلکې په ډېرو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.

له دې وړاندې د ګیله من وزیر ورور پر طالبانو غږ کړی و، چې د ګیله من وزیر د فکر په لارویانو دې فشار نه راوړي.

د ملا هبت الله اخوندزاده امنیتي کسانو نوموړي ته د اوسېدو د ځای د بدلولو سپارښتنه کړې ده

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۱

په کندهار کې ملا هبت الله ته نېږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د ملا هبت الله اخوندزاده امنیتي مسوولینو نوموړي ته د اوسېدو د ځای د بدلولو سپارښتنه کړې. په دې تړاو د کندهار والي او د ملاهبت الله د ساتونکو قوماندان دوه غونډې هم کړې دي.

په لبنان کې د حزب الله پر مشر حسن نصرالله تر برید وروسته د ایران مشر علي خامنه یي د اوسېدو لپاره نامعلوم ځای ته انتقال شوی.
له کندهار څخه بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرو دوه ورځو راهیسي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته نږدې او د نوموړي امنیتي کسانو هغه ته د اوسېدو د ځای د بدلولو سپارښتنه کړې ده.
خو د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه هم ملا هبت الله اخوندزاده او د نوموړي امنیتي کسان د ځای د بدلولو په اړه کومې وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

منډیګک ماڼۍ
100%
منډیګک ماڼۍ


سرچیني وايي، د افغانستان شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال او هلته د ملا هبت الله اخوندزاده د ناستې په ځای کې د نوموړي لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول کېدل.
سرچیني وايي، چې شمالي ولایتونو ته د ملا هبت الله اخوندزاده د سفر پر مهال له نوموړي سره د طالبانو ټول لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي، چې له ملا هبت الله سره به یې لیدل تر کلک امنیتي څار لاندې به نیول کېدل.
له کندهار څخه سرچیني وايي، له هغه وروسته چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکي د غورځېدو او په ایران کې د حماس ډلې پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو تر پېښو وروسته په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده لپاره هم امنیتي تدابیر څو برابره کلک شوي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، چې په لبنان کې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله تر وژلو وروسته کندهار والي ملاشيرين او د ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب د نوموړي د ښه امنيت د خونديتوب لپاره په ولایت مقام او منډيګک ماڼۍ کې دوې پرله پسې ناستې کړي او پر تدابير نیولو یې خبرې کړې دي.
سرچیني وايي، چې ملا هبت الله اخوندزاده له خپلو نږدې کسانو سره ډېری لیدنې په منډیکګ ماڼۍ او عينو مېنه کې د اتل قصر په نوم د کندهار د پخواني امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په مېلمستون کې ترسره کوي.

عینو مېنه، اتل قصر
100%
عینو مېنه، اتل قصر


د معلوماتو له مخې؛ هغه کسان چې له ملا هبت الله سره ویني، له مبایل، مخابري او الکټرونیکي وسایلو پرته له هغه سره د لیدلو اجازه ورکول کیږي.
بېلابېلو کسانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې ملا هبت الله سره د لیدو لپاره هر کس اړ دی، چې له شپږ ځایه بدنې تلاشۍ او څلورو امنیتي سکینرونو څخه تېر شي.
د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې؛ ولایتونو ته د ملا هبت الله د سفرونو د تلو وخت او مسیر پټ ساتل کیږي.
همدارنګه معلومات ښيي، چې په کندهار کې په څو محدودو غونډو کې د نوموړي د ګډون په اړه له وړاندې هېڅ معلومات نه خپریږي.
دمګړی د طالبانو مشر ملا هبت الله ډېری وختونه د کندهار ښار په زړه کې د دویمي حوزي اړوند په منډیګک ماڼۍ، عينومېنه او د لسمي امنیتي حوزي اړوند “کوماندو” په سیمه کې چې تر ډېره هلته د طالبانو د نظامیانو کورنۍ اوسیږي پاتې کیږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده لپاره ورستیو کلکو امنیتي تدابیرو نیولو ته په کتو داسې ښکاري، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د لوړ پوړو چارواکو ترور د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او نوموړي ته نږدې کسان کې هم ډار پېدا شوی دی.

پنجشېر کې د نجونو يوه لېسه سوځول شوې ده

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ تاییدوي، چې د دې ولایت د مرکز بازارک اړوند په پارنده سيمه کې د «بي بي امنې» نجونو لېسې ودانۍ سوځول شوې ده. د طالبانو د قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب وایي، چې په دې تړاو یې د ښوونځي د ساتونکي په ګډون درې کسان نيولي دي.

په ښوونځي کې يو شمېر ټولګي او تدريسي توکي هم سوځول شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب تر پېښې وروسته رسنيو ته په لېږلې ويډيو کې وایي، چې اور وژونکې ډله پر وخت سيمې ته رسېدلې او اور يې پر وخت مهار کړی دی.

طالب ویاند د نیولو شویو کسانو اړوند وایي: «لېسې د چوکیدار په ګډون درې کسان نيول شوي، دوی استادانو په لارښونه غوښتل د غومبسو ځالې ته اور واچوي، چې اورلګيدنه یې تر واک وتلې.»

طالبان وایي، چې د پېښې د ښه معلومولو لپاره لا څېړنې رواني دي.

پر طالبانو نيوکه کېږي، چې په دې ډول پېښو د کورنیو او په خاص ډول د نجونو په زړونو کې وېره پېدا کوي تر څو د ښوونځيو څخه له تګ منعه شي.

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زده کړو څخه د نجونو بنديزونه د افغانانو ترڅنګ، نړۍوالو بنسټونو، هېوادونو او بېلابېلو اسلامي هېوادونو غندلي او پر طالبانو يې غږ کړی، چې پر نجونو د زده کړو محدودیتونه لرې کړي.

طالبان له ټول ځواک سره په غزني کې برمې ته د لوېدلي ماشوم په ژغورلو کې پاتې راغلل

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۱

طالبان په خپلو ټولو امکاناتو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د عبيدالله په نوم برمې ته د لوېدلي ماشوم په ژغورلو کې پاتې راغلل. د ژغورنې په دې عملياتو کې د یوه طالب په ګډون درې نور کسان هم مړه شوي دي.

د غزنې ولایت له ده یک ولسوالۍ څخه سرچينو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عبیدالله په نوم برمې ته لويدلی ماشوم له څلورو شپو وروسته د برمې پای ته رسېدلی او په اوبو کې مړ شوی دی.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د برمې څنګ ته یو لغم اېستلی تر څو ماشوم وژغوري، چې د ګاز نيونې کبله ژغورونکې ډله مړه شوې ده.

یوه بله سرچینه بیا وايي، چې په لغم کې د ژغورونکې ډلې د اکسیجن بالون چاودنه کړې، چې په کې يو طالب او دوه ملکي کسان مړه شوي دي.

ویل کېږي، چې ماشوم ۳۰ متره برمې ته لويدلی و.

له تېرې پنجشنبې راهیسې د طالبانو د دفاع وزارت او له کندهار څخه دوو جلا جلا ډلو د ماشوم د ژغورنې لپاره هڅې کولې، چې مثبته پايله يې ور نه کړه.

د یادولو ده، چې غزني په ده یک ولسوالۍ کې ډېر شمېر برمې اېستل شوي دي او د دې ولسوالۍ ځمکه هم نم ناکه ده.

د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې د جاوید کوهستاني د خلاصون غوښتنه وکړه

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې په کابل کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، یوناما او سره صلیب څخه غوښتي چې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د خلاصون لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي. دغې کمېټې د طالبانو وروستي نیول د ټولنې د ځپلو نښه بولي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتو د کابل په سرای شمالي کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ونیوو.

د افغانستان د بشري حقونو مدافع کمېټې د سرچینو په حواله لیکلي دي، چې ښاغلی کوهستاني د طالبانو د استخباراتو په یوه مرکز کې شکنجه شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د کمېټې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي: "د طالبانو کړنلاره دا ده چې د ویرې او ترور فضا رامنځ ته کړي، د بیان ازادي محدوده کړي، د معلوماتو انحصار وکړي، او د ټولنې ټولنیز او حتی فزیکي پوهه تر پښو لاندې کړي."

دغې کمېمټې له طالبانو غوښتيو چې د مدني او سیاسي ازادیو د حقونو د ساتنې په برخه کې د افغانستان د نړیوالې ژمنې مراعات کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم کړکېچن نه کړي.

جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې په تلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو په اړه بحثونه کول، هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ څخه وروسته هم افغانستان کې پاتې دی.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي کوهستاني د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.