• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره: د ایران توغندیز برید دفاعي نه دی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ پر اسراییل د ایران توغندیز برید غندلی او ویلي یې دي، پر دغه هېواد نور بندیزونه هم لګېږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دغې سفیرې وویل، د ایران توغندیز برید «دفاعي» نه و.

مېرمن لیڼډا توماس ګرین فیلډ ملګرو ملتونو ته وویل: "خوشبختانه او د متحده ایالاتو او اسراییل ترمنځ د نږدې همغږۍ له لارې، ایران په خپلو موخو کې پاتې راغی.

هغې د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د بل غړي هېواد له ګواښونو څخه د ایران ساتنه نه کوله.

د دې پر ځای د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژلو وروسته له حزب الله سره په پیوستون کې عمل کاوه، هغه چې د یوې ترهګرې ډلې مشري یې کوله چې د زرګونو امریکایانو، لبنانیانو او اسراییلیانو په وینو یې لاسونه سره دي.

توماس ګرین فیلډ وویل: «دا د نه منلو وړ ده او موږ د امنیت شورا د غړو په توګه یو ټولیز مسوولیت لرو چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو باندې د ترهګرۍ د ملاتړ او د ډېرو تړونونو د سرغړونې لپاره اضافي بندیزونه ولګوو.»

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

منظور پشتین د پښتونخوا پولیسو ته: د پنجابي بادار په خوښه مو پر خپلو پښتنو برید کړی دی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په یو ویډیويي پیغام کې د پښتونخوا پر پولیسو نیوکه وکړه او ویې ویل: "د خپل پنجابي بادار په خوښه مو په خپلو پښتنو برید وکړ".

نوموړي په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې په تنظیم کوونکو برید وغنده او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې د جرګې ځای ته ځانونه ورسوي.
منظور پشتین وايي، پولیسو پر هغې خیمې برید کړی، چې د وژل شویو، لادرکه شویو او ځپل شویو پښتنو کورنۍ او د ورته پېښو شاهدان ورته راتلل.
پشتین ژمنه وکړه چې دغه برید او د خیمې سوځول دی له خپلې ارادې نه شي اړولای.
هغه پولیس په پیغوروزمه ژبه مخاطب کړل چې د پښتنو د وینې تویولو پرځای ښه داده چې مزدوري وکړي او ریړۍ وچلوي.
په ورته وخت کې د پي ټي ایم غړي وايي، په خیبر ولسوالۍ کې د قامي جرګې پر تنظیموونکو برید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه شوی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه مکتوب کې، چې د پي ټي ایم غړو خپور کړی، د خیبر پښتونخوا حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پي ټي ایم د فعالیتونو پر وړاندې زر او پرېکنده ګام واخلي.

100%


په دغه مکتوب کې پي ټي ایم د حکومت او حکومتي بنسټونو پر وړاندې د کرکې او قومي احساساتو په راپارولو تورن شوی.
په مکتوب کې لیکل شوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له قومي او قبیلوي احساساتو ګټه پورته کوي او بېلابېلې رسنۍ او تبلیغاتي توکي کاروي.
مکتوب دا ډل فعالیتونه د عامه امن او حکومتولۍ د اصولو کمزوري کول ګڼلي او د خیبر پښتونخوا حکومت ته پکې سپارښتنه شوې چې یاد غورځنګ ژور و څاري او ددغسې چلند د ډېریدو مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو نیوکې کوي، چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه د پښتنو په سیمه کې نیابتي جګړې پرمخ وړي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په غزنې کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول نیولی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د خبريالانو مرکز په يوې اعلاميه کې د خپلو سرچینو له قوله ويلي، چې طالب استخباراتو دوې ورځې وړاندې خبريال او په غزنې کې د «خوشحال» سيمه ييزي راډيو مسوول حکمت ارين نیولی دی.

سازمان په دې اړوند اندېښنه ښودلې او زياتوي، چې د نیول شوي خبريال د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

د افغانستان خبريالانو د ملاتړ سازمان د چهار شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې طالب استخباراتو په غزنې کې خبريال حکمت ارين د نامعلومو تورونو پر بنسټ نيولی، چې کورنۍ او دوستانو ته یې د برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

دغه سازمان په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زياتوي: «په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرکندوي چې لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.»

د افغانستان د خبريالانو سازمان ويلي، چې د طالبانو له لوري د خبريالانو سره ناوړه چلند دا روښانوي، چې دغه ډله لا هم د بیان ازادۍ ته ژمنتيا نه لري.

سازمان په غزني کې د خبريال او «خوشحال» سيمه ييزې راډيو د مسوول حکمت ارين نیول کېدل غندلي او د طالبانو څخه یې د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه کړې.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو لسګونه خبریالان نیولي او د رسنیو پر ازادو فعالیتونو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

په وروستیو کې دغې ډلې په کورنیو رسنیو کې د سیاسي خپرونو پر ژوندیو خپرونو بندیز لګولی او هغه وخت دا خپرونې خپرېدلی شي چې له ثبت وروسته یې منځپانګه د دغې ډلې له خوا تایید شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په لبنان کې د هر اړخیزې جګړې مخنیوي خورا اړین دی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

انټونیو ګوترش د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې په لبنان کې د هر اړخیزې جګړې مخنیوی خورا اړین دی هغه څه چې ژورې او ویجاړونکي پایلې به ولري. هغه همدا راز ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو امنیت او خوندیتوب باید تامین شي.

ګوټریش په اسراییل باندې د ایران توغندیز برید هم وغانده.

تر دې مخکې، د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتز ویلي وو، هېواد یې انتونیو ګوترش د ایران د پرونۍ ورځې توغندويي برید د نه غندلو له امله «نامطلوب شخصیت» په ګوته کړی او پر ورتګ یې بندیز لګولی.

هغه زیاته کړه: "د تاوتریخوالي وژونکې دوره باید پای ومومي."

هغه وویل: "وخت په تېرېدو دی."

د ملګرو ملتونو مشر دا هم وویل، چې اوس د دې وخت دی چې په لبنان کې "دښمنۍ" پای ته ورسېږي او په غزه کې اوربند وشي.

بندیان دې خوشې شي او فلسطینیانو ته دې مرستې ورسیږي.

یمني محصلینو پر اسراییل د ایران د برید ستاینه وکړه

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

یمني محصلین او استادان په پلازمینه صنعا کې سړکونو ته راووتل او پر اسراییل د ایران د برید ستاینه یې وکړه او پر غزې او لبنان باندې د اسراییل د پرله پسې بریدونو پر وړاندې یې لاریون وکړ.

د صنعا پوهنتون د رسنیو د پوهنځي مرستیال حسین جغمان وویل: «موږ د ایران د هغه غبرګون څخه د ملاتړ او خوښۍ څرګندولو لپاره راوتلي یو، چې پرون د اسراییل او اسرالیانو د غرور په وړاندې ترسره شو.»

تر دې مخکې د حوثي وسله والې ډلې ویاند ویلي وو، د یمن حوثي وسله والو د درې وزرونو لرونکي "قدس ۵" راکټونو سره د اسراییل پوځي پوستې په نښه کړې.

حوثي وسله والې ډلې د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په ۷مه د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې په پرله پسې ډول له فلسطینیانو سره د پیوستون په خاطر پر اسراییل توغندي او ډرون بریدونه کوي.

کرېکټ؛ د انګلستان د کرېکټ لوبډله د ټېسټ لوبلړۍ لپاره پاکستان ته ورسېده

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د انګلينډ لوبډله د درېيو ټېسټ لوبو د تر سره کولو لپاره پاکستان ته رسېدلې ده. د کرېکټ بورډ په خبره، چې انګلینډ لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د سياليو لپاره تمرينات پیل کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلامیه کې ویلي، چې د بین سټوکس په لوبډلمشرۍ انګلينډ لوبډله به تر دوه ورځني استراحت وروسته د سياليو لپاره تياری ونيسي.

بورډ ویلي، چې د پاکستان او انګلستان تر منځ به لومړۍ او دويمه ټیسټ لوبه په ملتان کرېکټ لوبغالي کې د روانې میاشتې په اوومه نېټه پیل او تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د کرېکټ درېیمه ټېسټ سيالۍ به د اکټوبر مياشتي له ۲۴ څخه تر ۲۸ نېټې د راولپڼډۍ په کرېکټ لوبغالي کې تر سره شي.

پاکستان کرېکټ لوبډله لا له وړاندې دغو سياليو ته په تیاريو او تمريناتو بوخته ده.