د کانګو په کیو جهيل کې د کښتۍ له ټکر وروسته شاوخوا ۲۳ جسدونه وموندل شول

د کانګو په ډېموکراټیک جمهوریت کې د سویلي افریقا د پرمختیایي ټولنې د ماموریت مشر ډګروال مولاټیلو موټاو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د کیو په جهيل کې د کښتۍ له ټکر وروسته شاوخوا ۲۳ جسدونه موندل شوي او ۴۰ کسان ژغورل شوي دي.