په شمالي وزیرستان کې د پیل شوي پرلت له امله نن په دویمه ورځ هم ټولې لارې تړلې پاتې دي

سیمه‌ییزو خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغه پرلت چې د تېرې اونۍ د میرعلي پر بازار د برید په غبرګون کې پیل شوی، له امله یې ټولې لارې بندې شوې او ځایي خلکو ته یې ستونزې پېښې کړې دي.