غزه کې د اسراییل تازه بریدونو ۲۶ تنه فلسطینیان وژلي

په غزه کې د حماس اړوند حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د غزې په تړانګه کې پر یو جومات او ښوونځي د اسراییل د هوايي بمبارۍ په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.

په غزه کې د حماس اړوند حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د غزې په تړانګه کې پر یو جومات او ښوونځي د اسراییل د هوايي بمبارۍ په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په شمالي غزه کې له شنبې شپې راهیسې هوايي بمباریو کې۲۰ نور کسان وروسته له هغه ووژل شول، چې اسراییلي پوځ دې سیمې ته ټانکونه واستول او له خلکو یې وغوښتل څو سیمه پریږدي.
د اسراییل پوځ وايي، چې د غزې د مرکز اړوند دیرالبلاح سیمه کې یې په ابن رشد ښوونځي او شهدای مسجد کې د حماس ډلې د قوماندې پر فعالو مرکزونو کره بریدونه کړي.
حماس، د پوځي موخو لپاره د ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو کارول ردوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د جومات امام احمد فلیت په داسې حال کې، چې له کنډوالو یې د قران کریم پاڼې راټولولې، وویل، چې دا جومات له شل کلونو راهیسې دلته دی او دا چې بریدونو د سیمې خلک بېځایه کړي.
دا بریدنونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسراییل او فلسطینۍ جنګیالۍ ډلې حماس ترمنځ جګړه یوکلنۍ ته نږدې کیږي او اسراییل خپل عملیات د لبنان پر لور غځوي.
د اسراییل د شمېرو له مخې، حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت د سرچینو د رپوټ له مخې، د اسراییل په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۴۲ زره تنه فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا دوه عشاریه درې میلیونه کسان له سیمې بې ځایه شوي دي.


د ایران د پولیسو او سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، غیر قانوني بهرنیو وګړو ته کار او په کرایه کور ورکول جواز نه لري. سردار احمد رضا رادان وايي، دوی غیرقانوني کډوالو ته په ایران کې د استوګنې او کار کولو اجازه نه شي ور کولای.
سردار احمد رضا رادان د ایران له تسنیم رسنۍ سره په مرکه کې د کډوالو هویت په ډاګه نه کړ، خو د ایران د احصایې مرکز د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۹۷ په سلو کې کډوال افغانان دي، چې یوه ستره برخه یې قانوني اسناد نه لري.
هغه زیاته کړه: « خلک او د کاروبار څښتنان باید وپوهیږي چې دغو خلکو ته کار او غیر قانوني وګړو ته استوګنځای ور کول جرم دی». د نوموړي په وینا، غیر قانوني وګړي د کار او تجارت حق نه لري او نه هم کور کرایه کولی شي.
رادان په دې مرکه کې وویل، چې « موږ سږ کال حتما تر دوه میلیونو پورې غیر قانوني وګړي اخراج کوو. تر اوسه موږ تر ۵۰۰ زره ډېر نیولي او ایستلي دي. له ۲۵۰ زره ډېرو کسانو ځانونه خپل را پېژندلي دي».
هغه پر خپلو خلکو غږ وکړ، چې له پولیسو سره د غیر قانوني وګړو په پېژندګلوي او نیولو کې مرسته وکړي.
رادان وايي، قانوني کډوال په دې بهیر کې شامل نه دي او دوی یې د امنیت په ټینګښت مکلف دي.
ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې دوه میلیونه او ۷۰۰ زره تنه افغان کډوال قانوني اوسیږي خو تر پنځو میلیونو ډېر نور په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

د پاکستان پوځي سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان او کورمې ولسوالیو په پرونیو نښتو کې د پوځ د یوه افسر په ګډون ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي. د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړنۍ نښته د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې شوې او شپږ وسله وال پکې وژل شوي.
د پاکستان پوځ وايي، په بریدونو کې د جنګیالیو د یوه مهم قوماندان په ګډون، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې یې د ډپلوماټانو پر کاروان په وروستي بريد کې لاس درلود،اته تنه وسله وال جنګيالي هم وژل شوي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنېشنال ته وویل، چې دغه برید وړمه شپه د حافظ ګل بهادر د ډلې جنګیالیو کړی او له لایزري ټوپکو یې پکې ګټه اخستې ده.
سرچینې په برید کې د سرحدي ملیشو د ګڼو نورو سرتېرو او جنګیاليو د ټپي کېدو پخلی هم کړی.
خبرپاڼه وايي، په دې جګړه کې د فیصل اباد اوسېدونکی ۴۳ کلن محمد علي شوکت له خپلو پنځو سرتېرو سره وژل شوی.
په يوه بله خبرپاڼه کې د پوځ رسنیزې څانګې په ډاګه کړې، چې امنيتي ځواکونو د سوات په چهارباغ سيمه کې د عملياتو پر مهال د توندلارو د يوه مشر عطاء الله مهران په ګډون دوه توندلاري وژلي او يو بل يې ټپي کړى.
د خبرپاڼې پربنسټ، مهران په سیمه کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود او د سپتمبر پر ۲۲ مه په سوات کې د بهرنیو ډپلوماټانو له یوه کاروان سره مل د پولیسو پر موټرو برید هم نوموړي کړی و.
د پاکستان پولیسو دا هم ویلي، چې د مرکزي کورمې ولسوالۍ په باراني سیند سیمه کې په یوه جلا برید کې اووه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.

ایراني رسنیو د تهران د پولیسو د قوماندان له قوله راپور ورکړی، چې د تهران پولیسو ۷۰ زره ناقانونه وګړي پېژندلي، چې له دې ډلې یې تر اوسه پورې ۵۲ زره بېرته خپلو هېوادونو ته استولي دي.
د تهران د پولیسو مشر د دغه هېواد د (باشگاه خبرنگاران جوان) اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د تهران پولیسو د قانوني اسنادو نه درلودونکي ۷۰ زره وګړي پېژندلي دي.
سردار محمدیان ویلي، چې له دې جملې یې په دې وروستیو کې ۵۰ زره هغه بهرني وګړي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته استولي دي.
سردار محمدیان ویلي: «د تهران پولیسو په دغه هیواد کې د ناقانونه وګړو د شتون او فعالیتونو په هکله د شته اندېښنو په پام کې نیولو سره د دغو کسانو د نیولو او له هیواد څخه د ایستلو لپاره پراخ پلانونه پیل کړي دي.
د پولیسو د وروستیو شمېرو له مخې، په لسګونو زره ناقانونه وګړي پېژندل شوي او راټول شوي او ډیری یې بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ستانه شوي دي.»
نوموړي ویلي، چې په دې ورستیو میاشتو کې د تهران پولیس د ناقانونه وګړو د شتون موضوع په جدي توګه څاري.
نوموړی وايي، ډیری دغه بهرني وګړي د ایران له ګاونډیو هېوادونو څخه ورغلي او له قانوني اسنادو پرته د ایران په بېلابېلو ښارونو کې مېشت او فعالیت کوي.
همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې د یادو ناقانونه کډوالو په سمه توګه نه تنظیم کول، د ټولنیزو، امنیتي، روغتیايي او اقتصادي ستونزو په ګډون یاد هېواد له بېلابېلو ګواښونو سره مخ کړی دی.
نوموړي ویلي: «ناقانونه اوسېدل د قانون ماتولو په معنا دي او پولیس د قانون او عامه نظم د ساتونکو په توګه دنده لري چې له دې ستونزې سره مقابله وکړي. د ناقانونه وګړو د راټولولو پلان د روان کال له پیل راهیسې په تهران کې پیل شوی او تر اوسه یې د پام وړ پایلې لرلې دي.»
نوموړي که څه هم په ځانکړي توګه د کوم هېواد نه دی یاد کړی، خو وايي، د بېلابېلو ستونزو له امله ایران ته ناقانونه وګړي ورغلي،چې یو له مهمو لاملونو څخه په ګاونډیو هیوادونو کې اقتصادي او امنیتي کړکیچونه دي چې ایران ته په پراخه کچه ورځي.
د نومووړي په خبره یو شمېر دغه کسان بیا په خپل هېواد کې د نامناسبو اقتصادي شرایطو او بېکارۍ له امله په ایران کې د کار د فرصتونو په لټه کې دي او د دغو کډوالو یوه بله ډله بیا د امنیتي دلایلو او په خپلو هیوادونو کې د داخلي شخړو له امله په ایران کې پناه اخیستې ده.
محمد یان وايي: «له قانوني اجازې پرته د دغو کسانو شتون د هېواد لپاره زياتې ستونزې رامنځته کړې دي. یو له دغو ستونزو څخه مالي او اقتصادي بوج دی چې په ځانګړې توګه په عامه خدماتو لکه روغتیا، تعلیم او ترانسپورت باندې تحمیلیږي.
له بلې خوا، د نارسمي وګړو شتون کولی شي ټولنیز او امنیتي ننګونې رامینځته کړي، د جرمونو په ګډون په غیر رسمي کارونو کې ګډون او د ایراني کارګرانو سره ناعادلانه سیالۍ روانې دي.
همدا راز یو شمېر دغه کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي معیارونه یې سم نه دي او دا کار د ټولنې عمومي روغتیا له ګواښ سره مخ کولای شي.
که څه هم د ایراني رسنیو له لوري په دغه راپور کې له ایران څخه د نیول شویو او خپلو هېوادونو ته د استول شویو وګړو په اړه د افغان کډوالو یادونه نه ده شوې، خو په دې وروستیو کې د ایران له لوري د اېستلو لړۍ له تیر کال راهیسې دوامداره ساتل شوې او نږدې هره ورځ سلګونه افغانان له ایرانه ایستل کیږي.

د پاکستان فدرالي حکومت وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شويو سازمانونو په لست کې شامل کړی او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز لګولی. د فدرالي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه غورځنګ فعالیتونه په پاکستان کې د سولې او امنیت پر ضد دي.
د پاکستان فدرالي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "فدرالي حکومت داسې دلایل لري چې ښیي د پښتون ژغورنې غورځنګ په یولړ داسې کړنو کې ښکیل دی چې ددغه هیواد د سولې او امنیت ضد دي."
د پاکستان فدرالي حکومت وایي، "له همدې امله یې پتېیلې چې د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱مې مادې پر بنسټ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه سازمانونو په لېست کې شامل کړي او پر فعالیتونو یې بندیز ولګوي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو ملاتړ کوي او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له پښتنو سره په تبعیض، تحمیلي جګړو او ناوړه چلند تورنوي.
پي ټي اېم د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي جرګې تر نامه لاندې د پښتنو لویه جرګه بللې چې د پښتنو ستونزو ته حل لاره راوباسي، خو حکومت ددې جرګې د جوړولو مخه نیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مسحن نقوي په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې اسلام اباد کې د لاریونیو هدف (ډي) څلورلارې ته رسېدل او هلته د شانګهای د همکاریو سازمان تر غونډې پورې پرلت وهل دي.
نوموړي ویلي، چې په ټول اسلام اباد کې یې لټون پیل کړی او هڅه کوي، چې حالت سم کړي.
محسن نقوي رسنیو ته ویلي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلام اباد خلک له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي په اسلام اباد کې د روان وضیعت په اړه له خلکو بښنه غوښتې او ژمنه یې وکړه، چې ډیر ژر به د اسلام اباد حالت عادي شي.
نن درېیمه ورځ ده چې اسلام اباد ته غځېدلې لویې لارې او د ښار دننه ټولې لارې په کانټینرونو تړل شوې دي او ټلیفوني شبکې بندې دي چې خلک د اړیکو نیولو او انټرنیټ له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي نقوي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د لاریون کوونکو له لوري د اسلام اباد او پنجاب ۱۰۶ پولیس ټپیان شوي او د یوه پولیس روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
نوموړی وايي: «زموږ د تګلارې له مخې، باید هیچاته ځاني زیان ونه رسیږي، خو لاریون کوونکي هڅه کوي چې ځاني زیان واوړي.»
محسن نقوي ویلي، چې د لاریون کوونکو هدف دا دی، چې ډي څلورلارې ته ځان ورسوي او تر ۱۷مې نیټې هلته پرلت ووهي.
نوموړی زیاتوي چې لاریون کوونکي غواړي چې په اسلام اباد کې ترسره کیدونکې د شانګاهای د همکاریو سازمان را روانې غونډې ته خنډونه جوړ کړي.
هغه وايي: «هر هغه څوک چې په دغه لاریون کې لاس لري، ان د خیبرپښتونخوا د سر وزیر په ګډون به له ټولو سره قانوني چلند وشي.»
نوموړي ویلي، چې د هغو ټولو کسانو پر ضد به قضیې ثبت کړي، چې پر پولیسو یې ډزې کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه لاریون د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ اداره کیږي.
نوموړی زیاتوي چې د خیبرپښتونخوا ۱۱ پولیس چې ملکي جامې یې پر تن وې هم په لاریون کې نیول شوي دي.
بل خوا د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، چې د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د اسلام اباد پولیسو له لوري نیول شوی دی.
خو یاد خبر تر اوسه پورې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نه دی تایید کړی.