کرېکټ بورډ: افغان ابدالیانو په دویمه تمریناتي شل اوریزه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان ابدالیانو په دویمه تمریناتي شل اوریزه لوبه کې عمان ته د ماتې ورکولو خبر ورکړ. د افغانستان کرېکټ بورډ پر فېسبوک لیکلي، چې افغان ابدالیان لوبډلې د دوه تمریناتي شل اوریزو لوبلړیو په دویمه لوبه کې د کوربه هیواد عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه.