طالبانو د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې پنځه تنه د موسیقۍ د غږولو په تور ونیول

د طالبانو د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وویل، چې د دغې ډلې غړو د یاد ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د موسيقۍ د غږولو په تور پنځه کسان نيولي دي. طالبانو ویلي، دغه کسان یې د موسیقۍ د غږولو پر مهال نیولي دي.