• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان مرستیال بهرنیو چارو وزیر: له مسکو سره مو امنیتي همکاري پر افغانستان متمرکزه ده

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د تاجکستان بهرنیو چارو مرستیال وزير سودیک امام د تاجکستان او روسيې په پارلماني فورم کې ويلي، چې د مسکو او دوشنبې ترمنځ امنيتي همکاري د افغانستان پر مسلې متمرکزه ده. نوموړي یادونه کړې، چې د افراطي ډلو د فعالیتونو پراخېدل او د نشه یي توکو د قاچاق زیاتوالی د اندیښنې وړ دي.

د تاجکستان بهرنيو چارو مرستیال وزير سودیک امام د افغانستان وضعت ته په اشارې ويلي، چې د «مذهبي افراطيت نظريه د سيمې په امنيت جدي اغيز کوي.»

د روسيې تاس خبري اژانس د نوموړی له قوله زياتوي: «د لويديځ ايتلاف له وتلو وروسته په افغانستان کې وضعيت د اندېښنې وړ دى او هلته روان بهيرونه ډېر متضاد دي.»

امام په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعاليت د پراختيا او نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ټينګار یې وکړ: « زموږ هېوادونه موافق دي، چې د افغانستان د ټولو سیاسي او قومي قوتونو د استازو په ګډون د يوه ټول شموله حکومت د جوړولو په موخه د هېواد د سوله ييز پرمختګ د تضمين لپاره سوله ييزې خبرې وکړي.»

سودیک امام له افغانانو سره د مرستې پر کولو ټينګار کړی او ويلي، چې د یوه ګاونډي په توګه يې د خوړو، برېښنا او له افغانستان سره د سرحدي بازارونو فعالیت ته زمېنه برابره کړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د جرمني جي ای زېډ ځینې کارمنان: د ادارې تړل کېدو سره به زموږ ژوند په خطر کې شي

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د جرمني دولتي مرستندویه ادارې «جي ای زېډ» ځینو افغان کارمنانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د روان میلادي کال ترپایه به دغه مرستندویه اداره وتړل او د دوی ژوند له خطر سره مخ شي. دوی وايي یو افغان همکار یې د جاسوسۍ په تور له طالبانو سره زنداني دی او درې نور خوشي شوي دي.

د جی ای زیډ ځینو کارمنانو نن د یکشنبې په ورځ «د تلې ۲۱مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی له څه مودې راهسې د جرمني مرستندویه ادارې سره په دې خبرو بوخت دي، چې د کابل په پای کې د دې ادارې تړل کېدو سره د افغان کارمنانو سرنوست به څه کیږي.

دوی وايی جي ای زیډ د کاري قرارداد پرمهال په شفاهي ډول ورته ویلي و، چې د ادارې تړل کېدو سره جي ای زید جرمني ته د افغان کارمنانو د انتقال مسوولیت نه لري.

دوی له نومښودنې پرته وايي، چې د طالبانو استخباراتو د جاسوسی په تور د دوی څلور افغان همکاران نیولي وو، چې درې خوشي او یو اوس هم په زندان کې بې سرنوشته پروت دی.

دوی زیاتوي د طالبانو له زندانه د خوشې کېدو وروسته دغه درې کسان اسلام اباد ته انتقال شوي دي تر څو جرمني ته یې ولېږي.

جی ای زېډ ولې دفتر تړي؟

د جرمني جي ای زیډ مرستندویه ادارې یو افغان کارمند وویل:« د جی ای زیډ د افغانستان مشر د ادارې کارمنانو ته په یو ناسته کې وویل چې په دوه دلیلونو په افغانستان کې روان کال ترپایه خپل دفتر تړو، لومړی دا چې زمونږ کارمندان امنیت نه لري او بله دا چې طالبانو زمونږ شتون غیرقانوني اعلان کړی دی.»

د جرمني د مرستندویه ادارې «GIZ» د رسنیو مسوولانو د افغانستان انټرنشنل د یوه برېښنا لیک په ځواب کې تایید کړې ده، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې دغه اداره خپل کار افغانستان پای ته رسوي خو د دوی پروژې د نورو غیر دولتي مرستندویه ادارو له لارې پرمخ وړي.

خو جي ای زیډ په افغانستان کې د خپلو افغان کارمنانو د سرنوست په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د لیندۍ په ۵مه د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت یوې ویاندې اسوشیتیډ پرېس خبري اژانس ته منلې وه، چې د (GIZ) سیمه ییز کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي؛ خو زیاته کړې یې وه چې په رسمي توګه دوی ته لا نه دي ويل شوي، چې دغه کسان ولې نیول شوي‌ دي.

د جرمني د نړۍوالې همکارۍ اداره یا GIZ د دغه په هېواد حکومت پورې تړلې اداره ده.

دغه اداره د نړۍ په شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو کې د "اقتصادي پراختیا، د کارموندنې ودې، انرژي او چاپیریال، سولې او امنیت" برخو کې پروژې او خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت: د عراق له زندانونو ۲۵ تنه خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د عراق هېواد له زندانونو ۲۵ خوشې شوي افغان بندیان (د تلې په ۲۰مه نېټه) هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان د عراق په بېلابېلو زندانونو کې شاوخوا شپږ میاشتې بندیان وو.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د ایران له لارې افغانستان ته ستنول شوي دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دغه کسان د نیمروز ولایت د کډوالو ادارې سره تر نوملینکې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

تر دې درې ورځې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی و، چې د پاکستان له زندانونو ۳۰ تنه افغانان خوشې شوي او (د تلې په ۱۷مه نېټه) بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په زندانونو کې له ۴۰ ورځو تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو.

خلیلزاد: جنرال عاصم منیر خپله ستونزه پراخوي

۲۰ تله ۱۴۰۳ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر خپله ستونزه پراخوي. هغه وايي، چې نوموړي د پاکستان تر ټولو مشهور سیاستوال د یو شمیر غلطو تورنو په اساس بندي کړی او اوس یې د بشري حقونو پر مدافع ډلې پي ټي ام بندیز لګولی دی.

خلیلزاد د جمعې پر ورځ پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «هغه په سیمه ییزه توګه د خپل هېواد تاریخي دښمنانه اړیکې له هند سره پراخې کړي او په حقیقت کې اوس یې د افغانستان په وړاندې تاوتریخجن دریځ نیولی دی.»

هغه زیاته کړه، چې طالبان ادعا کوي چې اسلام اباد د داعش په پټنځای بدل شوی او دا چې منځنۍ اسیا ته یې په خپل وروستي سفر کې یې له سیمه ییزو کارپوهانو او چارواکو یې هم دا ادعاوې اوریدلې دي.

خلیلزاد وايي: «که دا ادعاوې رښتیا وي، دا له اور سره له لوبو کولو بدتره چاره ده. جنرال منیر دا هېواد کوم لورې ته بیایي؟ د هغه ستراتیژي څه ده؟ پاکستان د لا ښه وضعیت مستحق دی.»

سرچینې: طالبانو د کانونو وزارت د عوایدو رییس د بډو اخیستو پر مهال نیولی

۲۰ تله ۱۴۰۳ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانوپه کانونو او پټرولېم وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ډلې استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رییس او شهاب الدین دلاور ته نږدې کس د مالي فساد له امله نیولی. سرچینې وايي محمد رسول عقاب په خپل دفتر کې له سوداګرو د پیسو اخیستو پرمهال لاس په لاس نیول شوی دی.

سید رسول عقاب د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت کې د عوایدو د تنظیم رییس و.

نوموړی د طالبانو د کانونو او پترولېم پخوانی وزیر وزیر شهاب الدین دلاور په وخت کې ګمارل شوی او د شهاب الدین دلاور د یو له نژدې کسانو شمېرل کیږي.

د زمري په میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه او پرځای یې د طالبانو مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وګماره.

د افغانستان انټرنشنل د راپور په بنسټ شهاب الدین دلاور غوښتل، چې د سید رسول عقاب په شمول خپل یو تعداد نژدې کسان د کانونو وزارت راوستل او افغان سرې میاشتې ټولنه کې ځای پر ځای کړل.

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دې راپور له خپرېدو سره د شهاب الدین دلاور د دې پرېکړې پر وړاندې ملا هبت الله غبرګون وښود او له شهاب الدین دلاور یې وغوښتل چې د کانونو وزارت څخه د خپلو نژدې کسانو له بدلولو ډډه وکړي.

د طالبانو باخبره سرچینې:« سرې میاشتې ته د کسانو له را وستلو وروسته امیرالمومنین فرمان ورکړ، چې دا کسان خپلو ځایونو ته باید لاړ شي.»

د ملا هبت الله د دې مخالفت سره د کانونو او پترولېم د عوایدو رییس سید رسول عقاب په شمول د شهاب الدین دلاور نژدې کسان بېرته خپلو پخوانیو دندو ته ستانه شول.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو کانونو او پترولېم وزارت د عوایدو ریاست رییس تېره ورځ خپل دفتر کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په داسې حال کې ونیول شو، چې له څو سوداګرو یې بډې اخیستلې.

که څه هم په تېرو درېو کالونو کې طالبانو د خپلو هغه کسانو باندې پرده اچولې، چې د مالي فساد ترڅنګ په اخلاقي فساد کې ککړ ول.

تر اوسه پورې طالبانو په رسمي ډول د کانونو او پترولېم وزارت د عوایدو رییس سید رسول عقاب په اړه رسمي ټول څه نه دي ویلي.

تر طالبانو مخکې په جمهوریت هم نیوکې دا وې چې د وزیر بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکی خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.

دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.

رینا امیري: افغان ښځې او نجونې د طالبانو د سختو پالیسیو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې

۲۰ تله ۱۴۰۳ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو پالیسیو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي.

هغې دغه څرګندونې د رواني روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه شریکې کړې دي.

تېره ورځ پنجشنبه (د تلې ۲۰مه) د رواني روغتیا نړۍواله ورځ وه.
هغې زیاته کړې:« موږ ټول باید د افغان مېرمنو د حقونو لپاره په مبارزه کې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو.»
هغې دا رنګه لیکلي:« لکه څنګه چې موږ د رواني روغتیا نړۍواله ورځ لمانځو، زه غواړم په افغانستان کې د رواني روغتیا ویجاړونکي ناورین ته د ټولو پام راواړوم، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو او خطرناکو پالیسیو له امله له رواني روغتیایي حالت سره مخامخې شوې دي.

د بشري حقونو د ځینو بنسټونو د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغان مېرمنو او نجونو کې اروایي ناروغۍ زیاتې شوې دي چې له امله یې د ځان وژنو شمېره هم لوړه شوې ده.