طالبان: د هغو ۷ افغانانو مړي مو د هغوی کورنیو ته سپارلي چې په بلوچستان کې وژل شوي وو

په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وایي، چې د هغو ۷ افغانانو مړي یې د هغوی کورنیو ته سپارلي چې ناپېژندو کسانو په بلوچستان کې وژلي وو.

په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وایي، چې د هغو ۷ افغانانو مړي یې د هغوی کورنیو ته سپارلي چې ناپېژندو کسانو په بلوچستان کې وژلي وو.
یاد سفارت پر اېکس خواله رسنۍ خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کویټه کې د افغانستان کونسلګرۍ د دغو اووه کسانو مړي افغانستان ته لېږدولي او کورنیو ته یې سپارلي دي.د بلوچستان په ډکي سیمه کې دوه ورځې وړاندې د ډبرو سکرو پر یو کان د برید په پایله کې د ۷ افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر وژل شوي وو.له پېښې وروسته سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي و، چې په دې برید کې د څلورو افغانانو په ګډون ۷ تنه کاریګران ټپیان شوي هم دي.په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د پاکستان له حکومت په ځانګړې توګه د بلوچستان له سیمه ییزو چارواکو غوښتي، چې د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي، څو د ورته نورو پېښو مخه ونیول شي.د یادولو ده، چې تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د پښتونخوا په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه روانه، څو پر پښتنو د روان ظلم مخه ونیول شي.