• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د تېرې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شو

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچینې وايي، چې پر ولسي خلکو د شنبې ورځې د برید د قربانیانو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی. تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي و، چې په دغه برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د خیبرپښتونخوا څخه ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په کورمه ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د برید د قربانیانو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی او اوه تنه نور ټپیان دي.

سیمه ییزو خبریالانو د کورمې ولسوالۍ د پولیسو د مشر جاویدالله له قوله ویلي، چې له پېښې وروسته په سیمه کې د رامنځته شوي ترینګلي وضعیت د عادي کولو هڅې یې پیل کړې دي.

له دې پېښې وروسته د پاړه چنار او پېښور ترمنځ د تګ راتګ لاره د دویمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.

د معلوماتو له مخې په سیمه کې د وضیعت د ترینګلتیا د عادي کولو لپاره قبایلي جرګه هم وربلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د کورمې ولسوالۍ په کنج علیزیو کې د غره په څنډو کې شیعه وګړو پر سونيانو برید وکړ، او تېره ورځ د پېښې په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي وو، چې په یاده پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په کورمه کې ورته پېښه رامنځته کیږي، له مودو راهیسې په یاده سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو په کارولو سره وسله والې شخړې رامنځته کیږي او د پاکستان حکومت هم په یادو شخړو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په یوه برخه کې په ټوله کورمه کې د شعیه او سني د جګړې او زیانونو په اړه یادونه وشوه او جرګه والو ویل چې د پاکستان حکومت په دغې جګړې کې خپلې موخې مخته وړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پولنډ د بیلاروس له پولو څخه د راغلو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې حق وځنډاوه

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټاسک د شنبې په ورځ ( د تلې ۲۱مه) د مدني ایتلاف د حاکم ګوند په غونډه کې وویل، چې د بیلاروس له پولو څخه د راغلو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې حق به په موقتي توګه وځنډوي. ښاغلي ټاسک له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د پولنډ دغه پرېکړه په رسمیت وپېژني.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټاسک ومنله چې بیلاروس او روسیه په فعاله توګه د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې حقونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. هغه وویل: «له بېلاروس څخه لېږل شوي پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې له حق څخه، د پناه غوښتنې حق د اصل پر خلاف استفاده کیږي.»

دغه پولنډي چارواکی ټینګار کوي، چې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د مسکو یو له نږدې متحدینو څخه ګڼل کیږي او له ۲۰۲۱ کال وروسته د بېلابېلو هېوادونو کډوال هڅوي چې له پولې واوړي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې په لسگونه زره پناه غوښتونکو چې ډېری یې د منځني ختیځ او افریقا دي، هڅه کړې چې د پولنډ له پولې تېر شي او اروپايي ټولنې ته ځان ورسوي.

د پولنډ د رسمي ادارو د معلوماتو له مخې، سږ کال تر ۲۶ زرو زیات پناه غوښتونکي د بیلاروس له پولې څخه پولنډ او اروپايي ټولنې ته داخل شوي دي. ویل کېږي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې ۲ زره او ۵۰۰ پناه غوښتونکي له دې پولې تېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د پولنډ حکومت له بیلاروس سره د خپلو پولو د ټینګولو او پیاوړتیا لپاره د اروپایې ټولنې په مرسته په میلیونونو ډالره لګولي دي. د بیلاروس سره د پولې په اوږدو کې د دیوالونو جوړولو ترڅنګ، پولنډ سیمه ییزو چارواکو ته د قوي واک ورکولو لپاره یو ځانګړی سرحدي زون رامنځته کړی.

بل خوا، د بشري حقونو سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکوي، چې هغه پناه غوښتونکي چې اکثره هڅه کوي له خپلو کورنیو او ماشومانو سره د پولنډ له پولې تېر شي، له تاوتریخوالي او وهلو سره مخامخ کېږي. دغه سازمان ویلي، چې ډېری پناه غوښتونکي د پوله ساتو ځواکونو له خوا د وسلو په قنداق وهل شوي دي.

یو سرتېری پر امریکایي ځواکونو برید کې داعش سره د مرستې په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شوی

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د امریکا د عدلیې وزارت وویل، چې د امریکا د پوځ یو سرتېری، کول بریجز، په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو برید کې له داعش سره د مرستې په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی. همدا راز دغه ۲۴ کلن سرتیری له داعش سره د مادي ملاتړ په تور هم په بند محکوم شوی دی.

چارواکو وویل، چې بریجز د ۲۰۲۳ کال د جون په ۱۴مه پر ترهګریزو تورونو اعتراف وکړ، خو حکم یې دا اونۍ صادر شو.

هغه د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې د امریکا پوځ کې شامل شو.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وویل: «تر دې دمخه چې بریجز پوځ کې شامل شي، حد اقل له ۲۰۱۹ کال راهیسي، د جهادیانو او د هغوی د تاوتریخوالي ایډیالوژۍ ملاتړ یې په انلاین ټوګه پیل کړ او په ټولنیزو رسنیو کې یې د داعش او جهاد لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ.»

د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر کې، بریجز د ایف بي ای له یو مخفي کارکوونکي سره انلاین اړیکې ونیولې چې ځان یې په مینځني ختیځ کې د داعش وسله والو سره په تماس کې د داعش ملاتړي په توګه معرفي کړ.

چارواکو وویل، چې د دغو اړیکو په ترڅ کې، بریجز د متحده ایالاتو له پوځ څخه خپله ناهیلي څرګنده او د داعش سره د مرستې کولو هیله یې وښودله.

هغه بیا د "داعش" تورنو وسله والو ته چې په نیویارک ښار کې د احتمالي هدفونو په اړه یې پلان جوړوه، مشورې ورکولې او د هغوی روزنه او لارښوونه یې کوله.

همدا راز، بریجز داعش وسله والو ته د متحده ایالاتو د پوځ د روزنې لارښود او د نظامي جنګي تاکتیکونو لارښوونې برخې هم چمتو کړې وې، چې داعش به یې د راتلونکي برید پلان کولو کې وکاروي.

بریجز د ۲۰۲۰ په ډسمبر کې، په پرله پسې توګه د ایف بي ای کارکوونکي ته په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د داعش د برید په اړه لارښوونې پیل کړې.

د عدلیې وزارت په وینا، بریجز د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د برید لپاره د داعش د کمپ د پیاوړي کولو او د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره پر چاودیدونکو توکو د ودانیو څخه د سیم تاوولو مشورې ورکړي.

دا قضیه چې د ایف بي ای، د متحده ایالاتو د پوځ د جاسوسی ضد کمېټې، د متحده ایالاتو د لوی څارنوالۍ دفتر، د هوایي ځواک د ځانګړو تحقیقاتو دفتر، او د پوځ د جنایي تحقیقاتو قومندانۍ له خوا وڅیړل شوه، په پایله کې تورن په لږترلږه ۱۴ کاله بند محکوم شو، چې له خوشې کیدو وروسته به تر لسو کلونو تر څار لاندې وي.


د نوبل د سولې جایزې ګټونکو د اټومي جګړې د خطر د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړی

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د اټومي بمبار څخه د ژوندیو پاتې شوو جاپاني وګړو یوې ډلې چې د ۲۰۲۴ نوبل د سولې جایزه یې ترلاسه کړې د اټومي جګړې د پرله پسې مخ په زیاتیدونکي خطر خبرداری ورکړی. د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې دغې ډلې غړو یو ځل بیا د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی، چې اټومي وسلې له منځه یوسي.

پر ناګاساکي په ۱۹۴۵ کال کې د متحده ایالاتو د بمبارۍ څخه یو ژوندی پاتې شوی شیګیمیتسو تاناکا وویل: «نړیوال وضعیت ورو ورو خرابیږي او اوس داسې جنګونه شتون لري، چې هیوادونه د اټومي وسلو کارولو ګواښ کوي.»

هغه زیاته کړه: «زه ویره لرم، چې موږ د انسان په توګه د ځان وژنې په لاره روان یو. د دې د مخنیوي یوازینۍ لار د اټومي وسلو له مینځه وړل دي.»

د ناروې د نوبل کمیټې، د هیروشیما او ناګاساکي د اټومي بمونو ژوندي پاتې شوو او همدارنګه د نړۍ د اټومي وسلو څخه د خلاصون لپاره دغې جاپاني ډلې د لسیزو اوږدې هڅې ستاینه وکړه.

دغه کمیټې وویل، چې د دې ډلې هڅې نن ورځ په نړۍ کې خورا مهمي دي.

د ناګاساکي د اټومي بم څخه د ژوندي پاتې شوو کسانو خبرداری په داسې حال کې ورکول کيږي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره میاشت اعلان وکړ، چې که امریکا او متحدین یې اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د لویدیځ اوږد واټن ویشتونکي توغندي پر روسیه وکاروي، مسکو به د اټومي وسلو پر مټ ځواب ورکول په پام کې ونیسي.

په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) او د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۵مه) په پاکستان کې جوړیږي، طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه سازمان سکرتریت طالبانو ته هیڅ بلنه نه ده لېږلې.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې، وروسته له هغه چې طالبان بیا په کابل حاکم شو،‌ ځنډول شوی دی.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په ۷ مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه ومنل شو.

اسلام اباد د دې غونډې د کوربه په توګه تمه لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او شاوخوا ۲۰۰ پلاويو هرکلی وکړي.

د طالبانو د ادارې پرخلاف د منګولیا حکومت د څارونکي هیواد په توګه دغې غونډې ته بلل شوی دی.

د غزې په شمال کې د اسراییل په برید کې ۲۲ کسان وژل شوي دي

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۱

رویټرز د بې سرحده ډاکټرانو په حواله راپور ورکړی، چې د جمعې په ماښام د جبالیا کډوالو پر کمپ د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي. وفا فلسطیني رسنۍ ویلي، چې ۳۰ تنه ټپیان شوي او ۱۴ تنه لادرکه دي، چې ښايي تر خاورو لاندې وي.

اسراییلي پوځ د شنبې په ورځ ( د تلې ۲۱) د غزې په شمال مې د جبلیه سیمې د تخلیې امر کړی او د سیمې له اوسیدونکو یې غوښتي چې د سویل په لور ولاړ شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي پوځ له یوې اونۍ راهیسې په جبلیه کې د کډوالو پر کمپ وژونکي بریدونه پیل کړي دي. د بې سرحده ډاکټرانو نړۍوال خیریه سازمان ویلي، چې دغو بریدونو کې په زرګونه فلسطینیان اغیزمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او فلسطین د جګړې له پیله یو کال تېریږي او د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییلي بریدونو کې د قربانیانو شمېر ۴۲ زره او ۱۷۵ کسانو ته رسېدلی دی. دغه وزارت وايي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۸ زره او ۳۳۶ کسان ټپیان شوي دي.