• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: په خوارځواکۍ د اخته نږدې سل زرو ماشومانو درملنه مو کړې ده

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د څلورو کلونو په موده کې یې د مرستندویه ادارو په همکارۍ په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته نږدې سل زرو ماشومانو درمنله یې کړې.

بل‌خوا په کابل کې د ایندراګاندي روغتون یو روغتیاپاله وايي، په افغانستان ورځ تر بلې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډیریږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۲مه) په ایکس پاڼه لیکي، چې یاد پروګرام د نږدې سل زرو هغو ماشومان په درملنه توانیدلی، چې په خوارځواکۍ اخته وو.

د یاد سازمان له لوري په خپره شوې ویډیو کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د ۹۶۷۵۳ تنو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه په ۱۱۲ مرکزونو کې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د یادو ماشومانو درمنله یې د اېکو مرستندویه ادارې په مرسته کړې.

د پروګرام له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې اېکو مرستندویه ادارې د ماشومانو د درملنې په موخه، د ځانګړو کېټونو او تجهیزاتو چمتو کولو ترڅنګ، د ماشومانو د ځانګړو خوړو، درملو، د شېدو چمتو کولو کېټونه او نورو توکو په برخه کې ورسره همکاري کړې ده.

همدارنګه یادې ادارې له خوړو نړیوال پروګرام سره، د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون د لومړۍ لیکې د کارکوونکو د وړتیا لوړولو ترڅنګ د لوړ کیفیت تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هم همکاري کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په خپره شوې ویډیو کې د کابل د انیدارګاندي ماشومانو روغتون یوه روغتیاپاله وايي،‌ په یاد روغتون کې هره ورځ له پنځه تر لسو په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کوي.

ډاکتره حسیبه زیاتوي: «په افغانستان کې خوارځواکي خورا زیاته شوې، موږ د ورځې له ۱۵ تر ۲۰ پورې ناروغو ماشومانو معاینه کوو، په دې کې له پنځه تر لسو په خوارځواکۍ اخته ماشومان هره ورځ دلته بستر کوو.»

د ستارې حبیبي په نوم د ایندراګاندي د ماشومانو روغتون یوه بله روغتیاپاله له مرستندویانو څخه د درملو، روغتیا، وړتیا لوړولو او عامه پوهاوي په برخه کې د همکاریو د دوام غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره میاشت په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې دا مهال په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او میندواره میندې له ځوارځواکۍ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر افغان ماشومان دي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د ایران د عدليې وزارت د ماشومانو حقونو د یوې څانګې مسوول ویلي، چې په تهران ښار او کوڅو کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغان کډوال دي. دغه ایراني چارواکي ویلي، ډیری هغه ماشومان یې له ایرانه ایستلي هم دي، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.

د ایسنا خبري اژانس د ایران عدلیې وزارت د ماشومانو حقونو د ملي کنوانسیون د منشي علي کاظمي له قوله راپور ورکړی، چې په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر افغان ماشومان دي چې هلته د کډوالۍ ژوند کوي.

دغه اژانس د علي کاظمي له قوله لیکلي، چې یوازې په تهران ښار کې ۳۲۰۰ کارګر ماشومان پېژندل شوي، چې په یادو ماشومانو کې یوازې ۸۵ سلنه یې افغان کډوال ماشومان دي.

د راپورنو له مخې، دغه ماشومان د مالي ستونزو او زده‌کړو څخه له پاتې کېدو له امله اړ شوي، چې پر سړکونو، لارو او کوڅو کې خځلې ټولې کړي، او یا څه خرڅ کړي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، د ماشومانو ادارو د ملي قوانینو په نظر کې نیولو سره هغه ماشومان یې بېرته افغانستان ته استولي، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

په راپور کې ویل شوي، چې یاد ماشومان پر سړکونو، لارو او کوڅو کې خځلې راټولوي، یو شمېر یې بې سرپرسته او د ډیرو کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

علي کاظمي وايي: «اوسنۍ کړنلاره داده، هغه کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خپلو هېوادونو ته دې واستول شي او هغوی چې اسناد لري، د کډوالو ادارې له لوري دې د قوانینو په مراعتولو وپوهول شي.»

همدارنګه نوموړی زیاته کړي: «په ځانګړي توګه له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي، او په دې سره له زده‌کړو د ماشومان زړه توريږي، چې دا په قانون کې جرم دی.»

له څو لسیزو راهیسې په ایران کې په سلګونو زره افغان کډوال اوسیږي، خو له تېر یوه کال راهیسې د ایران حکومت په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او هره ورځ سلګونه افغانان له دغه هېواده په زور باسي.

ازادي جبهه وايي، د کابل په علاوالدین سیمه کې یې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکی وژلی دی

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د شنبې په ماښام د کابل ښار په علاوالدین سیمه کې یې د طالبانو د استخباراتو د ۹۰مې څانګې د یو چارواکي په ګډون د دغې ډلې درې غړي وژلي دي. تر دې مخکې سیمه ییزو سرچینو په دې سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د رینجرو پر کاروان یې برید کړی.

د ازادۍ جبهې د طالبانو د استخباراتو دغه چارواکی د "طلحه" په نوم ياد کړ او ويلي یې دي، چې په دې بريد کې د طالبانو يو غړى ټپي شوى هم دى.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د پاکستان د تعرفې پر زیاتوالي د طالبانو نیوکه: موږ بدیلې سوداګریزې لارې لرو

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پر مالونو د تعرفې په لوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډله د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیل لارې لري. مولوي کبیر وویل، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو سوداګریزې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم ويلي، چې پاکستان د افغانستان پر تازه میوو او ترکاري ګمرکي تعرفه ۱۵ برابره لوړه کړې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د شنبې په ورځ د امام ابوحنيفه نندارتون د پای په مراسيمو کې دغه اقدام ناسم وباله او ټينګار يې وکړ، چې طالبان د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بديلې لارې لري.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د طالبانو بهرنۍ تګلاره د اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړه ده.

دغه طالب چارواکي د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو یادونه هم وکړه.

داسي فکر کيږي، چې طالبان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول «بدیله لاره» بولي، هغه لار، چې مخکي د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال تعقيب شوې وه.

هغه مهال له پاکستان سره د سياسي کړکېچ له زياتېدو وروسته اشرف غني له منځنۍ اسيا سره د همکارۍ پر لور ګام پورته کړ او په نړيواله کچه یې د پاکستان د انزوا خبره وکړه.

تېر کال د طالبانو او اسلام اباد تر منځ له ترینګلتیا وروسته د دې ډلې د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی تهران ته ولاړ او د همکاریو څو سندونه یې لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي وو، چې دغه ډله هڅه کوي له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

فرانسې یو افغان د «ترهګرۍ او د یوه مشکوک برید د پلانولو» په تور نیولی دی

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ ویلي، چې یو افغان یې د «ترهګرۍ او د یو مشکوک برید د پلانولو» په تور د پلټنو لپاره نیولی دی. چارواکي وايي، چې د «فوټبال په لوبغالي یا یو سوداګريز مارکېټ کې د خلکو په نښه کولو» پلان ظاهرا له دغه افغان شکمن سره تړاو لري.

دغه ۲۲ کلن افغان شکمن د هغو دریو کسانو په ډله کې دی، چې د چارواکو په وینا د دې اونۍ په پیل کې په تولوز کې نیول شوي وو.

له نوموړي سره دوه نور نیول شوي کسان خوشي شوي دي.

چارواکي وايي، وروسته له هغې، چې د سپټمبر په ۲۷کې څېړنې پیل شوې «د تاوتریخوالی یو پلان شوی عمل چې د فوټبال په سټیډیم یا یو سوداګريز مارکېټ کې د افرادو په نښه کول» وموندل شو، چې ظاهرا له افغان شکمن سره تړاو لري.

چارواکو زیاته کړه، چې دوی «ډیری عناصر» موندلي، چې په ښکاره ډول دا کس د «راډیکالزم» او «داعش ایډیالوژۍ» سره تړاو لري.

په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) او د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۵مه) په پاکستان کې جوړیږي، طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه سازمان سکرتریت طالبانو ته هیڅ بلنه نه ده لېږلې.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې، وروسته له هغه چې طالبان بیا په کابل حاکم شو،‌ ځنډول شوی دی.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په ۷ مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه ومنل شو.

اسلام اباد د دې غونډې د کوربه په توګه تمه لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او شاوخوا ۲۰۰ پلاويو هرکلی وکړي.

د طالبانو د ادارې پرخلاف د منګولیا حکومت د څارونکي هیواد په توګه دغې غونډې ته بلل شوی دی.