عطامحمد نور ایران ته:د افغانانو د ډلوژنې او د فلسطینیانو د وژلو ترمنځ څه توپیر دی؟

د افغانستان د مقاومت عالي شورا غړي عطامحمد نور د ایران د پوله ساتو ځواکونو ډزو کې د لسګونو افغانانو پر وژنه خواشیني ښودلې او د ایران حکومت یې مخاطب کړی چې د دې ډلوژنې او په فلسطین کې د خلکو د وژلو ترمنځ څه توپیر دی؟
نور پر خپل ایکس لیکلي چې" تاسې په غزه او لبنان کې له وژنو او توکم وژنې ډېر اغیزمن او خپله د ورورۍ غمرازي او زړور ملاتړ مو یې ښودلی، چې د ستاینې وړ دی، خو دې خوا زموږ په غم کې ښکیل ملت کله کړوئ، کله یې سپکوئ او کله یې په ډله ییزه توګه وژنئ".
نور هیله ښودلې چې افغانان په همدلۍ او متقایل درک سره سولې ته ورسیږي او له دې غموونکي وضعیت نه ووځي.
د حال وش په نامه د بشري حقونو یوه سازمان تېره شپه رپوټ ورکړ، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي، چې غوښتل یې ایران ته لاړ شي.
نا تایید شوې شمېرې ښيي، چې په دغه برید کې ۲۶۰افغانان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
ګڼو پخوانیو افغان چارواکو، سیاسي مشرانو او په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملتپالو پښتنو ګوندونو مشرانو دغه پېښه غندلې، خو د طالبانو حکومت او ایران د دې پېښې په اړه تر اوسه رسمي دریځ او غبرګون نه دی ښودلی.
