د پاکستان او چین مشرانو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

د چین او پاکستان مشرانو په یو ګډ بیان کې په افغانستان کې له طالبانو وغوښتل، چې د «منځلاري» سیاست په خپلولو سره دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.