په دایکنډي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په دایکنډي ولایت کې په یوې ټرافیکي پېښه کې درې کسه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په دایکنډي ولایت کې په یوې ټرافیکي پېښه کې درې کسه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه پېښه د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ګرګي سیمه کې رامنځته شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې په دغې پېښه کې د مړو شویو کسانو له ډلې دوه تنه یې ښځې دي.
راپور زیاتوي، چې د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي وه.
خو له بل پلوه سیمهییزو سرچینو ویلي، چې په ټپیانو کې هم څلور مېرمنې شاملې دي.
د طالبانو د ټرافیکو ریاست کابل کې سیمهییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي، چې د دغو پېښو ستر لاملونه د لارو سړکونو کندې کپر کېدل، د موټر چلونکو بې احتیاطي او ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ښودل شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ځینو افغان فعالانو د ایران پوله ساتو ځواکونو له لوري د لسګونو افغانانو وژلو ته توند غبرګونونه ښودلي دي. پښتین وايي، له فلسطین او لبنانه ملاتړ ښه خبره ده خو د افغانانو وژل ظلم دی.
د بشري حقونو یو سازمان حال وش راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
حال وش د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن چهارشنبه د (تلې ۲۵مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له فلسطین او لبنان څخه د ایران ملاتړ ښه خبره ده خو وايي پر افغانانو مخامخ ډزې غندي: «ایران په لسګونو افغانان مسلمانان په ډیر ظلم جبر سره شهیدان کړي دي. چې دا ظلم دی. له ډیرې مودې راهیسې داسې پیښې رامنځته کیږي باید مخنیوی یې وشي.»
هغه زیاتوي چې ټول دې په دې برخه کې غږ پورته کړي چې د ایران تر واکمنو ورسیږي: هر څوک باید غږ پورته کړي چې نور دې په افغانانو ظلم بند کړي او د دې پیښې کونکو پرخلاف دې ګام پورته کړي.»
د افغانستان مخکني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي هم د ایراني ځواکونو له لوري د بې ګناه افغانانو وژلو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې «په قصدي توګه پر بې ګناه او بې دفاع افغان کډوالو برید او د هغوی وژل، د بشریت ضد جنایت، او یو نا انساني کړنه ده.»
هغه د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو ډله ییزه وژنه بې رحمانه او زړه بوږنوونکي بللې، او زیاتوي چې «دغو افغان کډوالو د امن ځای د موندلو او د ژوند له ګواښونو څخه د تېښتې په هیله خپله هیواد پریښی وو.»
هغه د طالبانو حکومت پړ وباله چې د افغان ولس په وړاندې یې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی «د افغانستان نامسوولو او نامشروع واکمنانو په نړیواله کچه او په بهر کې د هیواد او خلکو عزت تر خارو لاندې کړی.»
ښاغلي حمیدي په ملګري ملتونو، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د جرمونو نړۍوالې محکمې او نورو اړوند ارګانونونو غږ کړی چې باید جدي ګامونه واخلي او عاملان یې د عدالت منګولو ته وسپاري.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مخکنۍ کمیشنرې شبنم صالحي هم د ایراني عسکرو له خوا پر افغان کډوالو برید غندلی او ویلي یې دي، چې د «ایرانیانو له خوا په قصدي ډول د ۳۰۰ بې ګناه افغان کډوالو په نښه کول د بشریت ضد جنایت، د نه بښلو وړ او نا انساني عمل دی. دا بې دفاع خلک، د خوندیتوب په لټه کې له خطر څخه تښتيدل چې د ایراني عکسرو له وحشت سره مخ شول.»
هغې وړاندې وويل: د «طالبانو رژيم په کورنۍ او نړۍواله کچه د خپلو وګړود حقوقو او کرامت په ساتنه کې پاتې راغلی او ولس يې له بربادۍ سره مخ کړی. ملګري ملتونه او د بشري حقونو شورا باید د پیښې له عاملانو سره حساب وکړي او په دې برخه کې بشپړ عدالت پلی کړي.»
د تېر حکومت د پکتیا والي محمد حلیم فدايي هم په خپله ایکس پاڼه د ایران پوله ساتو ځواکونو له لوري د لسګونو افغان کډوالو د وژلو په اړه غبرګون ښودلی او وايي چې داسې کړنې ورته د منلو نه دي، «د ایراني پوله ساتو عسکرو دا ډول نا انساني او خونړی عمل په کلکه غندم او دا د واړو هیوادونو د ولسونو تر منځ ژور تړون ته زیان اړوي.»
د مخکیني حکومت د پوځ یوه جنرال سمیع سادات هم د ایراني ځواکونو دا ډول پېښه غندلې او ويلي یې دي چې ایراني ځواکونو هغه کسان په ډزو وژلي چې له طالبانو په تېښته او له افغانستانه وتل: «دا سمه ده چې نن به مو وس نه رسيږي خو قسم په خدای چې ورځ یې راشي، دغه غچ به له ایرانه اخلو.»
په کور دننه او بهر یو شمېر نورو افغانانو هم توند غبرګونونه ښودلي او ایران یې له افغانانو سره په نا انساني چلند او ظلم تورن کړی.
تر دې وړاندې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره ورته پېښې شوې خو دا ځل داسې یوه پېښه چې په مخامخ ډزو کې لسګونه کسان وژني لومړۍ ده.
تر اوسه پورې لا کره شمېرې نه دي څرګندې او نه هم په دې اړه د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايراني چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د کابل ښاري ابتدائيه محکمې لهخوا څلورو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د «نامشروع اړيکو» په تور د محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو تورنو کسانو له ډلې دوه تنه پر ۲ ـ ۲ کاله تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا او دوه نور تورن پر يوـ یو کال او شپږ شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۵ ـ ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
ورته مهال د طالبانو سترې محکمې تېره ورځ د یوې بلې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې يې په عام محضر کې ۲ کسان د «لواطت» په تور یو په ۳۵ او دویم یې په ۳۰ دورو وهلي دي.
محکمې ويلي، چې یو کس په يو کال او ۶ مياشتې او دویم په يو کال تنفيذي بند هم محکوم شوی دی.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د لښکرګاه څخه یو شمېر دوکاندارانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو ويډیوګانو ويلي، چې طالبانو په زور د خلکو دوکانونه د ماليې د نه ورکړي له کبله تړلي. هټۍوال وایي، چې اقتصادي وضعیت يې کمزوری او طالبان هم دوی ته د ماليې د برابرولو لپاره اضافي وخت نه ورکوي.
د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه سرچينو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هغه ويډيوګانې لېږلي، چې طالبان د وسلو سره خلکو ته د دوکانونو د تړلو ګواښ کوي.
سرچينه زياتوي، چې طالبانو د لښکرګاه د اولې حوزې اړوند د حاجي غلام نبي مارکېټ د کوڅې یو شمېر دوکانونه بند کړي دي.
په دې کوڅه کې د قصابي، کوچني هوټلونه او د خوراکي توکو دوکانونه دي.
هټۍوال وايي، چې ورځني مصارف يې زيات، کاروبار کمزوری او د طالبانو جبري ماليه ورکول هم د ډېرو خلکو له توان څخه وتلې خبره ده.
ځيني هټۍوال زياتوي: «طالبان هېڅ دلیل نه مني، زور کوي او د چا خبره نه اوري، په زور يې د خلکو دوکانونه بند کړل.»
طالبانو په رسمي دول تر اوسه د دې دوکانونو د تړلو په اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته هڅه وکړه، چې د دولت بېلابېل لګښتونه د درنو مالیاتو له لارې پوره کړي، چې دې کار خلک غوسه کړي هم دي.
ښاريان وايي، طالبان خدمات نه وړاندې کوي؛ خو په يو اړخيز ډول له خلکو پيسې ټولوي.
د کارګرو اتحاديو او سوداګرو د طالبانو له خوا جوړ شوي ماليات «ملا ماتونکي» یاد کړي دي.
ځينو مذهبي څېرو هم له دوکانونو او او کم عاید لرونکو کسانو څخه د مالياتو ټولو «حرام» او «غيري قانوني» بللي دي.

د حال وش خبرې اژانس راپور ورکړی، چې د ایران سرحدی ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شی او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړ، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له جملې څخه شاوخوا ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په عین حال کې یو شمېر عیني شاهدانو، چې غږونه یې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي وايي، د ایران د پوځي ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
تر اوسه ايراني چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي او د مرګ ژوبلې کره او تایید شوې شمېره هم معلومه نه ده.
سروان په سیستان او بلوچستان ایالت کې دی او له پاکستان سره ګډه پوله لري. له دې وړاندې هم بلوڅ وسله والو له دې پولې را اوښتي او د ایران پر سرحدي ځواکونو یې بریدونه کړي او یو شمېر یې وژلي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې ایراني ځواکونه پر افغان کډوالو ډزې کوي. تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې غواړي د ایران او ترکیې له لارې خوندي هېوادونو ته ولاړ شي، د ایران او ترکیې سرحدي ځواکونو په نښه کړي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې «له موږ سره د انسانانو په څیر چلند نه کیږي» تر سرلیک لاندې وویل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون کډوال د سرحد دیوال ته په ختلو او یا هم تر ډیره د ایران په پوله کې د کټارو لاندې د تېریدو پر مهال په مستقیم ډول په ډزو وژل شوي دي.

د جاوید کوهستاني د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی له شل ورځني بند وروسته د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د طالبانو له بند څخه خوشې شو.
د طالبانو استخباراتو جاوید کوهستاني په کابل کې د نامعلومو تورونو په تور نیولی و.
د کوهستاني نیول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي وو. د بشري حقونو سازمانونو له طالبانو غوښتي وو چې هغه خوشې کړي.
کوهستاني په افغانستان کې یو مشهور رسنیز امنیتي او سیاسي شنونکی دی.
تر اوسه طالبانو د کوهستاني د نیولو او خوشې کولو په تړاو څه نه دي ویلي.
هغه د زړه له ناروغۍ کړېده او د کورنۍ غړي یې اندېښمن وو، چې په بندخونه کې یې درمل او درملنې ته لاسرسی نه درلود.
