• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حال وش خبري اژانس: د ایران سرحدي ځواکونو له خوا لسګونه افغان کډوال ووژل شول

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د حال وش خبرې اژانس راپور ورکړی، چې د ایران سرحدی ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شی او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.

حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړ، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له جملې څخه شاوخوا ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په عین حال کې یو شمېر عیني شاهدانو، چې غږونه یې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي وايي، د ایران د پوځي ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تر اوسه ايراني چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي او د مرګ ژوبلې کره او تایید شوې شمېره هم معلومه نه ده.

سروان په سیستان او بلوچستان ایالت کې دی او له پاکستان سره ګډه پوله لري. له دې وړاندې هم بلوڅ وسله والو له دې پولې را اوښتي او د ایران پر سرحدي ځواکونو یې بریدونه کړي او یو شمېر یې وژلي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې ایراني ځواکونه پر افغان کډوالو ډزې کوي. تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې غواړي د ایران او ترکیې له لارې خوندي هېوادونو ته ولاړ شي، د ایران او ترکیې سرحدي ځواکونو په نښه کړي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې «له موږ سره د انسانانو په څیر چلند نه کیږي» تر سرلیک لاندې وویل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون کډوال د سرحد دیوال ته په ختلو او یا هم تر ډیره د ایران په پوله کې د کټارو لاندې د تېریدو پر مهال په مستقیم ډول په ډزو وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د سیاسي چارو شنونکی جاوید کوهستاني د طالبانو له بنده خوشې شو

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د جاوید کوهستاني د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی له شل ورځني بند وروسته د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د طالبانو له بند څخه خوشې شو.

د طالبانو استخباراتو جاوید کوهستاني په کابل کې د نامعلومو تورونو په تور نیولی و.

د کوهستاني نیول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي وو. د بشري حقونو سازمانونو له طالبانو غوښتي وو چې هغه خوشې کړي.

کوهستاني په افغانستان کې یو مشهور رسنیز امنیتي او سیاسي شنونکی دی.

تر اوسه طالبانو د کوهستاني د نیولو او خوشې کولو په تړاو څه نه دي ویلي.

هغه د زړه له ناروغۍ کړېده او د کورنۍ غړي یې اندېښمن وو، چې په بندخونه کې یې درمل او درملنې ته لاسرسی نه درلود.

ځايي سرچینې په کندوز ولایت کې د چاودنې خبر ورکوي

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

په کندوز کې سیمه ییزو سرچینو د چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه نن ماښام مهال شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې ده.

د چاودنې د ځای په اړه متضاد معلومات خپاره شوي، ځینو سرچینو د چاودنې ځای د امنیه قوماندانۍ دروازه او ځینو نورو سرچینو د کندوز ولایت ودانۍ بللی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې چاودنې وروسته طالبانو د امنيې قوماندانۍ او ولایت ته غځېدلې لارې چې يو بل ته نږدې دي، تړلې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

احمد الله وثیق: هر افغان چې بېرته وطن ته راځي راتلی شي خو د دولتي دندې وعده نه ورکوو

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي، هر هغه افغان چې غواړي بېرته افغانستان ته ستون شي کولی شي چې راشي خو د دولتي دندې "وعده" نه ورکوي.

په ورته وخت کې نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم په وار - وار له طالبانو غوښتي چې ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي؛ خو دغې ډلې یې غوښتنه نه ده منلې.

همدا راز طالبانو په دولتي ادارو کې ټول هغه لوړ رتبه مامورین له دندو لرې کړي چې په پخواني جمهوري دولت کې یې کار کړی دی.

احمد الله وثیق د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې تر اوسه ۹۹۲ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

وثیق دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دا ستونزه باید له ریښې حل شي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړ، د جمهوري دولت د ګڼو چارواکو او امنیتي ادارو غړو په ګډون سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، امریکا، اروپا، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شول.

بل خوا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه په کم ساري ډول افغانان وتلي او په نورو هېوادونو کې یې د کډوالۍ ژوند غوره کړی دی.

حنفي: د نشه یي توکو څخه د افغانستان او نړۍ د خلاصون لار بديلې مرستې دي

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د طالبان د رییس الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې د نشه یې توکو له شر څخه د افغانستان، ګاونډيانو او نړۍ د خلاصون يوازینۍ لار له افغان کروندګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرسته کول دي. نوموړي له نړۍ څخه وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې سرمايه دې ورته وسپاري.

د طالبانو د رییس الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په غونډه کې وويل، چې نړۍ بايد د افغان کروندګرو سره بديلې مرستې او د معتادينو په درملنې کې همکاري وکړي.

حنفي ویلي، چې ځوانانو ته د کاري زمينې برابرولو او د جبري کډوالۍ د مخنيوي لپاره باید نړۍ د افغانستان کنګل شوې سرمايه ورکړي، تر څو دوی خپلې اړتياوې په پوره کړي.

نوموړي د «افغانستان کنګل شوې سرمايه د نړۍ ظالمانه کړنه» یاده کړه.

نړۍ او ګاونډيانو په بېلابېلو ناستو او غونډو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون او د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق د اندېښنې په ډول خبري کړي او له افغانستان څخه یې نورو هېوادونو ته د خطر د زياتوالي په معنا ياد کړي.

مولوي کبير: موږ د دوحې په غونډو کې د شريعت خلاف د هېوادونو غوښتنې نه دي منلې

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په کاپيسا کې يوې ولسي غونډې ته ويلي، چې دوی د دوحې په ناستو کې د «شريعت خلاف» د هېوادونو غوښتنې نه دي منلي. ګڼو هېوادونو او سازمانونو له طالبانو څخه د نجونو زده کړو او کار ته د زمينې برابرولو تر څنګ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د سې شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې مولوي کبير د طالبانو د لوی درستيز فصیح الدین فطرت سره کاپيسا ته تللی.

نوموړي په دې غونډه کې د هغو غوښتنو یادونه ونه کړه، چې د ده په خبره د دوحې په ناستو کې هېوادونو د شریعت خلاف له دوی کړې او دوی و نه منلې.

مولوي کبير زياتوی، چې په افغانستان کې د دوی له راتګ وروسته «قومي، ژبني او سمتي ستونزي او جنجالونه» ختم شوي دي.

هغه يو ځل بیا د خپل مشر هبت الله له لوري عمومي بښنې ته په اشارې پر خلکو غږ وکړ، چې وطن ته راشي او بې له ډاره خپلې چارې مخ ته يوسي.

د دوحې په ټولو ناستو کې هېوادونو، سازمانونو، سیاسي او ټولنیزو افغان فعالانو له طالبانو په تکرار ډول غوښتنه کړې، چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، د کار زمينه ورته برابره او د ستونزو د حل لپاره ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

طالبانو د دې غوښتنو په جواب کې نړۍ ته ويلي، چې د نجونو د تعليم، کار او ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان داخلي موضوعات دي.