• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد الله وثیق: هر افغان چې بېرته وطن ته راځي راتلی شي خو د دولتي دندې وعده نه ورکوو

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي، هر هغه افغان چې غواړي بېرته افغانستان ته ستون شي کولی شي چې راشي خو د دولتي دندې "وعده" نه ورکوي.

په ورته وخت کې نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم په وار - وار له طالبانو غوښتي چې ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي؛ خو دغې ډلې یې غوښتنه نه ده منلې.

همدا راز طالبانو په دولتي ادارو کې ټول هغه لوړ رتبه مامورین له دندو لرې کړي چې په پخواني جمهوري دولت کې یې کار کړی دی.

احمد الله وثیق د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې تر اوسه ۹۹۲ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

وثیق دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دا ستونزه باید له ریښې حل شي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړ، د جمهوري دولت د ګڼو چارواکو او امنیتي ادارو غړو په ګډون سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، امریکا، اروپا، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شول.

بل خوا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه په کم ساري ډول افغانان وتلي او په نورو هېوادونو کې یې د کډوالۍ ژوند غوره کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

حنفي: د نشه یي توکو څخه د افغانستان او نړۍ د خلاصون لار بديلې مرستې دي

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د طالبان د رییس الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې د نشه یې توکو له شر څخه د افغانستان، ګاونډيانو او نړۍ د خلاصون يوازینۍ لار له افغان کروندګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرسته کول دي. نوموړي له نړۍ څخه وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې سرمايه دې ورته وسپاري.

د طالبانو د رییس الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په غونډه کې وويل، چې نړۍ بايد د افغان کروندګرو سره بديلې مرستې او د معتادينو په درملنې کې همکاري وکړي.

حنفي ویلي، چې ځوانانو ته د کاري زمينې برابرولو او د جبري کډوالۍ د مخنيوي لپاره باید نړۍ د افغانستان کنګل شوې سرمايه ورکړي، تر څو دوی خپلې اړتياوې په پوره کړي.

نوموړي د «افغانستان کنګل شوې سرمايه د نړۍ ظالمانه کړنه» یاده کړه.

نړۍ او ګاونډيانو په بېلابېلو ناستو او غونډو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون او د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق د اندېښنې په ډول خبري کړي او له افغانستان څخه یې نورو هېوادونو ته د خطر د زياتوالي په معنا ياد کړي.

مولوي کبير: موږ د دوحې په غونډو کې د شريعت خلاف د هېوادونو غوښتنې نه دي منلې

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په کاپيسا کې يوې ولسي غونډې ته ويلي، چې دوی د دوحې په ناستو کې د «شريعت خلاف» د هېوادونو غوښتنې نه دي منلي. ګڼو هېوادونو او سازمانونو له طالبانو څخه د نجونو زده کړو او کار ته د زمينې برابرولو تر څنګ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د سې شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې مولوي کبير د طالبانو د لوی درستيز فصیح الدین فطرت سره کاپيسا ته تللی.

نوموړي په دې غونډه کې د هغو غوښتنو یادونه ونه کړه، چې د ده په خبره د دوحې په ناستو کې هېوادونو د شریعت خلاف له دوی کړې او دوی و نه منلې.

مولوي کبير زياتوی، چې په افغانستان کې د دوی له راتګ وروسته «قومي، ژبني او سمتي ستونزي او جنجالونه» ختم شوي دي.

هغه يو ځل بیا د خپل مشر هبت الله له لوري عمومي بښنې ته په اشارې پر خلکو غږ وکړ، چې وطن ته راشي او بې له ډاره خپلې چارې مخ ته يوسي.

د دوحې په ټولو ناستو کې هېوادونو، سازمانونو، سیاسي او ټولنیزو افغان فعالانو له طالبانو په تکرار ډول غوښتنه کړې، چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، د کار زمينه ورته برابره او د ستونزو د حل لپاره ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

طالبانو د دې غوښتنو په جواب کې نړۍ ته ويلي، چې د نجونو د تعليم، کار او ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان داخلي موضوعات دي.

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي دي

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې (د تلې ۲۴مه) په ورځ وویل، چې د غزې په شمال کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې د فلسطین د ملکي دفاع ویاند محمود بسال ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه د السید کورنۍ دي.

نوموړی وايي، د دوی جسدونه په خپل کور کې خاورو ته سپارل شوي دي.

بسال وویل، پنځه نور جسدونه له سړکونو څخه موندل شوي دي.

الجزیره راپور ورکوي، چې په یوې بلې جلا پېښه کې اسراییلي ځواکونو د کمپ په بیراکت ابو راشید سیمه کې برید وکړ، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

ځايي اوسیدونکو الجزیرې ته ویلي چې پوځیانو په الفلوجه کې د ودانیو او کورونو د ویجاړولو لپاره له چاودیدونکو توکو ډک بیرل په ځمکه کې ښخوي.

د تېر کال د اکټوبر له اوومې را په دې خوا، د اسراییل او غزې په جګړه کې ۴۲ زره او ۲۸۹ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او ۹۸ زره او ۶۸۴ تنه نور ټپیان دي.

پر اسراییل د حماس په برید کې یو زرو ۱۳۹ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر یرغمل شوي دي.

روسیې او پاکستان ترهګرۍ ضد پوځي تمرینات پیل کړل

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د روسیې فدراسیون ځانګړو ځواکونو او پاکستان پوځ ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګه وايي، دغه تمرینونه چې د دروژبا ۷ په نامه یاد شوي، تېره ورځ په پبي سیمه کې د دغه هېواد د ترهګرۍ مخنیوي ملي مرکز کې پیل شوي او دوه اوونۍ به روان وي.

د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې، په دې تمرینونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې دوه اړخیزې تجربې، هوايي مانورې او پوځي مهارتونه تبادله کیږي.

د دې تمریناتو مخکینی پړاو د روسیې د کراسنودار په مولکینو روزنیزه سیمه کې ترسره شوی و، چې د دواړو هېوادونو پوځیانو پکې ګډون کړی و.

پاکستان هممهاله د اکتوبر پر ۱۳مه په عرب سمندرګي کې له متحده ایالاتو سره هم دوه اړخیز پوځي تمرینات کړي دي.
د پاکستان د سمندري ځواکونو رسنیزې څانګې پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په دې تمرینونو کې د امریکا "یو ایس ایس او کن" او د پاکستان بابر بیړیو ګډون کړی.

دغه تمرینونه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلام اباد نن د روسیې د لومړي وزیر په ګډون د شانګهاي د سرمشریزې کوربه دی.

پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له روسیې او چین سره د اړیکو په برخه کې هممهاله د متحده ایالتونو حساسیتونه په پام کې ونیسي.
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د پخوا په پرتله سړې شوې دي.

اکثریت فکري او سیاسي ډله: د پښتنو د ستونزو د حل یوازینۍ لاره بشپړه خپلواکي ده

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د اکثریت فکري او سیاسي ډله وايي، چې د پشتنو قومي جرګې بهیر دا روښانه کړه چې د پښتنو ستونزې د پاکستان په اوسني اساسي قانون کې د حل وړ نه دي، بلکې د حل یوازینۍ لاره بشپړه خپلواکي ده. دوی زیاتوي؛ ګډونوالو په خپلو دریځونو کې د پاکستان پوځ د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژانده.

د اکثریت فکري او سیاسي ډلې نن سې شنبې «د تلې ۲۴مه» په خپلې خواله رسنۍ اېکس کې د پښتنو قومي جرګه ارزیابي کړې ده.

دغه ډلې لیکلي، چې د جرګې په جریان کې د پښتنو هغه کاذب انځور چې په تېرو ۱۶۰ کلونو کې د "استعمار" له خوا جوړ شوی و، مات شو او ښځو په دې جرګه کې پراخ ګډون درلود او خپل غږ یې پرته له سانسور څخه پورته کړ.

د اکثریت فکري او سیاسي ډله لیکي: « بله ارزښتمنه لاسته راوړنه دا وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د جرګې نوښتګر منظور پشتین په ډیرو څرګندو ټکو د رسنیو په مخکې د ډېورنډ کرښه د استعمار زوړ اثر وباله او د دې کرښې رسمیت یې رد کړ، چې دا د پښتنو لپاره یو تاریخي پرمختګ ګڼل کېږي.»

اکثریت فکر او سیاسي ډله په دې باور ده، د پښتنو قومي جرکې چې له دې سره یې هغه کلیشه هم ماته کړه، چې ګنې یوازې د بر وطن افغانان د ډيورنډ کرښه نه مني او ښکته افغان پښتانه پاکستان سره خوښ دي.

دغه ډله یو دا یو داسې غیر رسمی ریفرنډم یادوي، چې د دوی په وینا؛ د دې کرښې له کښلو را هیسې یې د افغانستان هر دولت د دایرولو غوښتنه کوله، تر څو ښکته پښتنو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکول شي، خو دغه غیر رسمي رفرنډم وښوده چې تر بره پښتنو ښکته پښتانه زیات د دې جبري کرښې مخالف دي.

د «اکثریت» ډلې له نظره دا جرګه د لر و بر افغانانو د یووالي د لسیزو پخواني ارمان د پوره کېدو لور ته لومړنی ګام و، چې ولسونو په خپله نوښت د پاکستاني جبر لاندې پورته کړ.