شهباز شریف: د افغانستان خاوره باید نوره د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې کارول باید نور ودرول شي؛ پاکستان یو سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې کارول باید نور ودرول شي؛ پاکستان یو سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي.
هغه دا رنګه ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یو هېواد پرضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.
هغه وایي، یو باثباته افغانستان د سيمې د پرمختګ لپاره ډېر اړین دی.د پاکستان لومړي وزیر په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشرېزې پرانستې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې بشري مرستو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.د هغه په وینا، بېوزلي اقتصادي ستونزه نه؛ بلکې اخلاقي ستونزه ده، له سیمې څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره اقدامات باید لومړیتوب ولري.نوموړي وویل، د سیمهییزې همکارۍ او اړیکو ته وده ورکول د دوامداره پرمختګ لپاره اړین دي.تر دغې ناستې وړاندې هم د چین او پاکستان مشرانو په یو ګډ بیان کې په افغانستان کې له طالبانو غوښتي و، چې د «منځلاري» سیاست په خپلولو سره دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۳مه ناسته نن د اسلام اباد په کوربهتوب پیل شوه.که څه هم افغانستان په دغه سازمان کې د څار برخې غړی دی؛ خو په دغې ناسته کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د چین لومړي وزیر لي چیانګ، د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین، د تاجکستان لومړي وزیر خیر رسول زاده، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف، د قرغزستان لومړي وزبر زاپاروف اکیلبي، د بېلاروس لومړي وزیر رومن ګولوچنکو، د قزاقستان لومړي وزیر اولاداس بانکتینوف او د تاجکستان لومړي وزیر ګوهر رسول زاده ګډون کړی دی.