اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د شانګهای کنفرانس له امله تړل شوی

د پاکستان په پلازمېنه کې د طالبانو سفارت د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې له امله تړل شوی.

د پاکستان په پلازمېنه کې د طالبانو سفارت د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې له امله تړل شوی.
د دغه سازمان سرمشریزه د اکتوبر له ۱۵مې راهیسې په پلازمېنه اسلام اباد کې روانه ده او شاوخوا سیمې او د غونډې ځای ته ټولې لارې تړل شوې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې تر راتلونکې دوشنبې د دوی سفارت تړلی دی او د مراجعینو لپاره کونسلي خدمتونه نشي وړاندې کولای.
یاد سفارت پر خپل ایکس لیکلي، چې « اسلام اباد کې د اوږدې رخصتۍ له امله او دا چې مراجعین له ستونزو سره مخ نشي، د سفارت رسمي چارې به د اکټوبر پر ۲۱مه (راتلونکي دوشنبه) پیل شي».
دې سرمشریزې ته د طالبانو د حکومت استازي نه دي غوښتل شوي او د افغانستان د څارونکي غړیتوب څوکۍ هم معلق ساتل شوې ده.
د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته په خپله پرانېستونکې وینا کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، چې د ترهګریزو کړنو لپاره باید د افغان خاورې کارول نور ودرول شي او باید په دې برخه کې ډاډ ترلاسه شي.
هغه وویل، چې پاکستان یو سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي.
له دې ناستې وړاندې د چین او پاکستان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د منځلاري سیاست په خپلولو سره پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د ایراني پوله ساتو ځواکونو په مخامخ ډزو کې د لسګونو افغانانو د وژل کېدو له خبر ۱۴ ساعته وروسته هم طالب مشران غلي پاتې دي. یوازې په ټيټه کچه طالبانو دغې پېښې ته غبرګونونه ښودلي دي.
د بشري حقونو یو سازمان حال وش تېره شپه راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
ځینې نا تایید شوې شمېرې ښيي، چې په دغه برید کې ۲۶۰ افغانان وژل شوي.
حال وش د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر عیني شاهدانو چې غږیز فایل یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی وايي، د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
په کور دننه او بهر یو شمېر نورو افغانانو هم توند غبرګونونه ښودلي او ایران یې له افغانانو سره په نا انساني کړنې او ظلم تورن کړی.
تر اوسه پورې لا کره شمېرې نه دي څرګندې او نه هم په دې اړه د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايراني چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې کارول باید نور ودرول شي؛ پاکستان یو سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي.
هغه دا رنګه ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یو هېواد پرضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.
هغه وایي، یو باثباته افغانستان د سيمې د پرمختګ لپاره ډېر اړین دی.
د پاکستان لومړي وزیر په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشرېزې پرانستې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې بشري مرستو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.
د هغه په وینا، بېوزلي اقتصادي ستونزه نه؛ بلکې اخلاقي ستونزه ده، له سیمې څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره اقدامات باید لومړیتوب ولري.
نوموړي وویل، د سیمهییزې همکارۍ او اړیکو ته وده ورکول د دوامداره پرمختګ لپاره اړین دي.
تر دغې ناستې وړاندې هم د چین او پاکستان مشرانو په یو ګډ بیان کې په افغانستان کې له طالبانو غوښتي و، چې د «منځلاري» سیاست په خپلولو سره دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۳مه ناسته نن د اسلام اباد په کوربهتوب پیل شوه.
که څه هم افغانستان په دغه سازمان کې د څار برخې غړی دی؛ خو په دغې ناسته کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د چین لومړي وزیر لي چیانګ، د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین، د تاجکستان لومړي وزیر خیر رسول زاده، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف، د قرغزستان لومړي وزبر زاپاروف اکیلبي، د بېلاروس لومړي وزیر رومن ګولوچنکو، د قزاقستان لومړي وزیر اولاداس بانکتینوف او د تاجکستان لومړي وزیر ګوهر رسول زاده ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د څو نجونو له قوله لیکلي چې، د نجونو د ښوونځیو تړل د دې لامل شوي چې نجونې په کم عمر کې ودونو ته غاړه کیږدي.
یونیسف وايي، د طالبانو بندیزونو په افغانستان کې جنسیتي نابرابرۍ لا زیاتې کړې.
دغه سازمان په خپل یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې نجونې په خپل ورځني ژوند کې له سترو ننګونو سره مخ دي او د نړۍ د ډېرو برخو برعکس دوی له خپلو حقونو محرومې دي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل وویل، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي.»
۱۷ کلنه بي بي ګله د هغو زرگونو نجونو له ډلې یوه ده چې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو تر بندیز وروسته په کم عمر کې واده کولو ته اړه شوې.
هغې له زدهکړو د پاتې کېدو په اړه یونېسف ته ویلي: «ما په دې وروستیو کې کوژده وکړه او تر ټولو بده یې دا ده چې مور او پلار هم دې ته نه وم اړه کړې، ما یوازې خپلې هیلې له لاسه ورکړې وې او نهیلي شوم چې نور مې د خپلو خوبونو د پوره کولو چانس له لاسه وتلی.»
بي بي ګل زیاته کړې: «که څه هم زما میړه له ما څخه په عمر کې ډیر لوی دی، ما د هغه د واده وړاندیز ځکه ومانه چې له زده کړو بې برخې وم، کنه ما دغه واده نه مانه.»
دغه ۱۷ کلنه ناوې اوس یو څلور میاشتنی ماشوم لري او وايي، چې د «ښوونځیو له تړلو وروسته یې بله لاره نه لرله ځکه یې واده وکړ، اوس په دې کار سره چې ناوې یم او ماشوم هم لرم ډیره ځوریږم.»
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د دغې ډلې د مشرانو له لوري دریم او څلورم ودونه او د کم عمر لرونکو نجونو په زور ودونه زیات شوي دي.
د یونېسف د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوې دي.

پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د پاکستان سیاسي او پوځي برخې له یوې مخې د پاکستان د پنجاب صوبې په واک کې دي.
هغه وايي، دا مهال د پښتنو او بلوڅو زرګونه کسان تري تم دي او له کلونو راهیسې یې کورنۍ د مړي او ژوندي په تمه دي.
پښتانه او بلوڅ له کلونو راهیسې په سوله ییزو لاریونونو او جرګو کې د خپلو کورنیو د زرګونو غړیو د تري تم کېدو د مړي او ژوندي د ورسپارلو لپاره خپل غږ پورته کوي.
ښاغلي خټک په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا مهال د پاکستان ټوله سیاسي او پوځي برخه د پنجاب صوبې په واک کې ده او دوی د زرګونو تري تم شويو پښتنو او بلوڅو پوښتنه له چا وکړي.
هغه وړاندې وايي: «کله چې زرګونه پښتانه او بلوڅ له کلونو راهیسې تري تم دي، نو دوی چې د پښتنو په جرګه کې او یا د بلوڅو پیوستون کمیټه جوړه نه کړي او د زرګونو تري تم شویو پوښتنه ونه کړي نو څوک یې وکړي؟»
افراسیاب خټک تر دې وړاندې هم د پښتنو او بلوڅو د حقونو تر لاسه کولو لپاره په پرلتونو، جرګو او ټلویزیوني بحثونو کې خپل غږ پورته کړی او د پاکستان له پوځ یې غوښتي چې تري تم شوي کسان دې خوشې کړي.
په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې چې د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۱مې تر ۱۳مې نیټې جوړه شوې وه، په پښتونخوا او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د وژل شویو او تري تم شویو پښتنو یو اوږد نوملړ خپور کړ او له دې جرګې یې پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو پښتنو د مړي او ژوندي په اړه ورته معلومات ورکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستانه تېره ورځ شاوخوا ۲۸۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس تېره ورځ هم په اېکس پاڼه د راستنو شویو کورنیو ورته شمېره خپره کړې وه.
د دغه اژانس د ننۍ شمېرې له مخې، تېره ورځ د تورخم له لارې ۱۷ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۸۲ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۲۹ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
طالبانو ویلي، چې دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې یې په سلګونو کورنيو مرستې هم وېشلې دي.
په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو سره بد چلن دوی اړ ایستي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
همدا تېره ورځ په ایران کې د حال وش خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته داخل شي.
د دغه اژانس په وینا، د ۳۰۰ کډوالو له ډلې یوازې ۶۰ یا ۷۰ تنه یې ژوندي پاتې دي؛ پاتې نور وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دغه ستونزه باید له ریښې حل شي.
نصیر احمد اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د کډوالو او بې ځایه شویو حالت د نړۍ یو له جدي ننګونو څخه دی؛ خو ګڼ افغانان پر طالبانو نېوکې کوي، چې نه یې په کور د ننه خلکو ته د کار او بار زمینې برابرې کړې او نه یې هم په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو ستونزې حل کړې دي.
د ایران تر وروستۍ پېښې وړاندې هم په هغه هېواد کې ګڼ افغانان ځورول شوي او پر حقونو یې تیری شوی؛ خو طالبانو یې په اړه نه غږ پورته کړی او نه یې هم غبرګون ښودلی دی.
