د ترکیې پولیسو ۷ افغانان د جعلي اسنادو د لرلو په تور نیولي دي

د ترکیې د کارس ښار پولیسو د جعلي پاسپورټ او اقامت کارټونو د کارونې په تور د اوو افغانانو د نیولو خبر ورکړ. ترکي چارواکو ویلي دي، چې دغه کډوال له ترکیې د اېستلو په موخه د توقیف مرکزونو ته لېږل شوي دي.