بنګله دېش کې سېلابونو څه باندې یو میلیون ټُنه وریژې له منځه وړې

د بنګله دېش د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې سږکال سیلابونو په دغه هېواد کې کابو ۱،۱ میلیون ټُنه وریژې له منځه وړې دي. د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د اګسټ او اکټوبر میاشتو ورښتونو او نیزونو شاوخوا ۷۵ کسان مړه کړي او میلیونونه کسان یې اغېزمن کړي دي.