په کشمیر کې یو ډاکټر او د سړک جوړوني پنځه کاریګر وژل شوي

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، یو ډاکټر او د سړک جوړوني پنځه کاریګر هغه مهال وژل شوي، چې وسله والو په جمو کشمیر کې د شرینګر عمومي سړک یو تونل په نښه کړ.